لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صنعتکاران دزرګونو کارخانو دتړل کیدو ویره ښایي


په افغانستان کې د صنايعو او کانونو دخونې مشرانو ويره څرګنده کړې چې که د افغانستان کنګل شوې شمتنې ازادې نه شي نو زرګونه کارخانې به وتړل شي او ګڼ شمېر مېرمنې او سړي به خپلې دندې د لاسه ورکړي۔

دوئ وايي چې دافغانستان 5000 کارخانو څخه نزدې 40 فيصده هغه کارخانې تړل شوي دي کومې چې بهرنیو خامو مالونو ته اړتيا لري۔

بلخوا د افغان طالبانو مرستيال ویاند ډيوه ته ويلي چې دوئ هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پانګې زر تر زره ازادې کړي او د هېواد اقتصادي وضعيت ښه شي۔

په دې هکله وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال دافغانستان د صنعت او د کانونو د خونې مشر شېرباز کمين زاده وینا وه چې اوسمهال د افغانستان 4000 کارخانې درامد شوؤ خامو مالونو ته اړتيا لري خو د بانکې نظام فلج کیدو له امله د درامداتو عمل د ځنډ ښکار دی۔

نوموړی وايي چې د طالبانو د راتګ نه وروسته د هېواد شتمنۍ کنګل شوې او اوس د بانکونو هغه نړيوال سوفېټ سسټم بند شوی نو اوس نه دوئ پېسې لېږلی شي او نه ورته څوک پېسې رالېږلی شي۔

" اول به مونږ د شپږو مياشتو لپاره د خامو مالونو ذخېرې درلودلې خو اوس د بده مرغه مونږه سره دې څلورو مياشتو کې هغه ذخېرې تقريبا ختمې دي او نه شو کولی چې اوس بهر نه مالونه واخلو"

د خونې د معلوماتو ترمخه د دوايانو جوړولو 86 کارخانې د خامو موادو له کمي سره مخ دي او دغې ستونزې د کرونا او نورو ناروغیو قابو کولو او مبارزه ټکنۍ کړې ده۔

د صنعت او کانونو دخونې مرستیال مشر سخي احمد پیمان وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا دڅلورو مياشتو په مهال د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د کارخانو بندېدو له کبله ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شوي۔

"د صنعت په برخه کې زمونږه 40 سلنه کارخانې اوس درېدلې دي او په مجموع کې زمونږه دغه 35 سلنه کاريګر بېروزګاره شوي دي او دې سره هغه غېر مستقيم کاريګر چې دي د هغوئ په کار يې هم تاثير کړی دی"

صنعتکاران دا هم وايي چې د پخواني ولسمشر اشرف غني په حکومت کې چې دوئ کومې پروژي ترسره کړي د هغې پېسې هم نړيوال بانګ، يورپي يونين، يو ايس اېډ او ايشين ډيوېلپمنټ بنک سره لا پاتې دي۔

بلخوا د افغان طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي د دوئ حکومت هڅې کوي چې د هېواد اقتصادي وضعيت ښه کولو لپاره د افغانستان کنګل شوې پېسې ازادې کړي۔

" د اسلامي امارت مسولين د نړې نورو هېوادونو، د ملګرو ملتونو او د نورو مربوطو هېوادونو څخه دا غوښتنه کوي چې د افغانانو خارجي بنکونو کې پېسې بندي دي او بايد دا د کنګل توب نه راوځي او بېرته خپلو مالکانو ته وسپارلی شي نو په دې اړه زمونږه تالاشونه جدي روان دي او هيله مندي شته چې پرمختګ رامنځ ته شي"

د افغانستان د صنعت او کانونو د خونې غړي د امریکا او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د سوداګرو،صنعتکارانو، کارخانه دارو او د خصوصي سېکټر 5۔2 اربه ډالره چې د دغه هیواد د کنګل شويو5۔9 اربه ډالرو کې شامل دي ازاد کړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG