لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ټاکنو کمېشن تحليلول د طالبانو د جمهوريت ضد ګام دی، د سياسي چارو کار پوهان 


طالبانو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېشن، د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمېشن او دوه وزارتونه تحليل کړي دي. د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي ډيوه ته د دې پریکړې په حقله ويلي چې غو کمیسونونو موجودیت او فعالیت ته د دوی حکومت نور ضرورت نه لري.

بلخوا د افغانستان د سياسي چارو کار پوهان وايي چې د طالبانو حکومت نه غواړي چې په دې هېواد کې جمهوريت مخ په وړاندې لاړ شي او ځايي ولس د انتخاباتو د لارې د پارليمان او نورو جمهوري ادارو لپاره خپل نماينده ګان وټاکي.

په دې حقله وي او اې ډيوه سره خبرو کې د طالبانو د حکومت وياند بلال کريمي وېنا وه چې د دوی حکومت دغه ادارو ته اړتيا نه لري ځکه يې تحليل کړې،

"د سولې وزارت او د پارليماني چارو وزارت او دوه کميسيونونه چې د اتخاباتو او شکاياتو په نومونو يادېدل د هغوی فعاليت ځکه متوقف شو چې د اوس لپاره يې اړتيا نه ليدل کېدله، ولې بيا هم کيمسيونونه او داسې وزارتونه چې هغه موقعي مسايلو لپاره جوړ شوي وي بيا هم که کله اړتيا ورته پېدا شي نو احيا کېدلی شي" .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن په کال 2006 کې جوړ شوی وو او د جمهوري ریاست په ګډون به یې د هیواد د ټولو انتخاباتو څارنه کوله.

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه ميروېس عمرخېل وي او اې ډيوه ته وايي طالبان نه غواړي چې په هېواد کې جهموري نظام وده وکړي او خلک د خپلې خوښې مشران پارليمان ته وليږي ځکه يې دغه اييني ادارې ختمې کړې.

"دطالبانو ډلې دغه بنسټونه د منځه يوړل نو دا د جمهوريت په تابوت باندې د مېخونو وهلو په معنا ده او ښکاره خبره دا ده چې ولس واکي او جمهوريت نور نيشته او خلک به و نه کړل شي چې خپل استازي او خپل ولس مشر وټاکي".

د کندهار ولايت د ټاکنو د کمېشن پخواني مشر اېمل عبدالله وي او ای ډيوه ته وويل چې دا اساسي کمېشنونه د حکومتونو د اړتيا لپاره نه وو رامنځ ته شوي بلکې دا دې افغانستان د ولس د اړتيا لپاره رامنځ ته شوي خپل واک ملي بنسټونه وو، نوموړي په طالبانو غږ کړې چې دغه پرېکړه يې ډېره عاجلانه او د مدني ټولنې فعالينو سره د مشورې پرته شوې ده.

هغه زياته کړه "د دغې کميسينونو د منځه وړولو په صورت کې چې کوم کارمندان بېروزګاره کېږي د هغوی په برخه ليک بايد فکر وشي او د هغوی لپاره دې نور کارونه ولټول شي او که چري د افغانستان په داخل کې د هغوی لپاره زمينه نه برابر کيږي نو بيا په نړيوالې ټولنې زمونږه غږ دی چې د جمهوريت د فعالينو په نوم دې د ټاکنو کميسيون د کارکوونکو سره مرسته وکړي" .

د افغانستان د سياسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد شېر عالم امله وال وي او اې ډيوه ته وايي نړۍ د افغان طالبانو څخه د يو داسې حکومت جوړولو غوښتنه کوي چې پکې د نورو قومونو سياسي مشران هم شامل وي، دی وايي که طالبانو دغې ته غاړه نه ږدي، نو په ستونزو کي به يې زياتوالی راشي.

"دوی اوس هم د تېرو څومياشتو نه په داخل کې هم له ستونزو سره مخ دي او نړېوالې ټولنې سره هم، افغانستان ډېره تکيه يې په بهرنيو مرستيو ده او بهرنۍ مرستې بندې دي، د حکومتي مشينرۍ چلولو لپاره دوی (طالبان) مجبوره دي چې د دنيا سره تعمل وکړي او خصوصا د غربي نړۍ او امريکا سره د دوی تعمل ونه شي نو د افغانستان ولس دوی ته به يې زيان زيات وي او د دوی حکومتداري به د ماتې سره مخ کېږي".

طالبانو د اګست د میاشتې وروسته چې په افغانستان کې يې واک ترلاسه کړی، د تير حکومت د مېرمنو د چارو وزارت یې هم تړلی او د هغې په ځایې يې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت جوړ کړی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG