لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو پارلیماني غړي په اېن اېف سي کې د برخې ورکولو خبره تشه دعوه بولي


د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين په پخوانيو قبايلي سيمو کې د پرمختګ ځانګړې کمېټۍ ګډون والو ته باور ورکړی چې په راتلونکي قامي مالياتي کمېټۍ (اېن اېف سي) کې به په خېبر پښتونخوا کې د ورګډو ضلعو دپاره د کليزې بودېجې د درې فيصده برخې خبره را اوچتوي، خو د قبايلي ضلعو نه د پارليمان غړي وايي، د تحریک انصاف حکومت د درېو کالو راهسې هم دغه ډول تشې وعدې کوي.

د قبايلي ضلعو پارليماني تور لګوي، په قبايلي سيمو کې روان د پرمختګ پروژې هم د ګډوډۍ ښکار دي او د انضمام په وخت چې کومې وعدې قبايلي د ولس سره شوې وې، په هغو وعدو پوره کولو کې د پي ټي ايي حکومت پاتې راغلی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې په پخوانۍ فاټا کې د پرمختيايي کارونو دپاره ځانګړې کميټۍ او پارليمان غړی عبدالشکور وايي، چې د فاټا د انضمام څلور کاله پوره شول او درې کاله د تحريک انصاف حکومت سرته و رسېدل حکومت په صوبه کې ورګډو شوو قبايلي ضلعو ته د اېن اېف سي په درې فيصده برخه ورکولو کې پاتې راغلی دی او د دروغو وعدې يې کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د خزانې مرکزي وزير شوکت ترين د پارليماني کميټۍد غونډې ګډون وال د هغه قرارداد نه خبر کړي په کوم کې چې ویلي شوي چې راتلونکي لسم قامي مالياتي ايوارډ کې به قبايلي سيمو ته درې فيصدي برخې ورکولو دپاره ټولو صوبو کې د اتفاق راوستلو دپاره هڅې تندولی شي.

د خزانې وزير ويلي، چې د مرکزي حکومت د واک لاندې پاتې شوې پخوانۍ قبايلي سيمې د خپل علاقايي حیثیت او 30 کاله ستونزو له امله ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

خو مفتې عبدالشکور وايي، قبايلي سيمو ته د محرومیو نه علاوه بل هيڅ نه دي ورکړل شوي، او په ياده سيمه کې د بدامنۍ د پېښو زياتېدو سره ښکاري چې دلته پرمختيايي کارونه ونه شي

هغه وويل د کمېټۍ په غونډه کې يې دغه خبره راپورته کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ورانو شوو کورونه تاوان هم تراوسه نه دی ورکړل شوی.

په ياده غونډه کې چې د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم خان جګړا هم ګډون کړی او غونډې ته يې د قبايلي ضلعو دپاره د صوبې لخوا د ورکړی شوو فنډونو احوال وړاندې کړی، او ويلي يې دي د صوبې حکومت يې د قبايلي ضلعو په مسلو خبر دی او د هواري دپاره یې ټول ممکنه ګامونه پورته کوي.

خو د مومندو ضلعې نه د صوبايي اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي، لسم اين ايف سې ايوارډ کې پخوانۍ فاټا ته درې فيصدې برخه ورکول د خوشحالۍ خبره ده خو د دې عملې کيدل ممکن نه ښکاري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډولو په وخت چې کومې وعدې شوې وې ځمکني حالات سخت د خفګان وړ دي.

د قبايلي ضلعو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي وايي، په تېر مالي کال 2020 او 2021 کې چې د قبایلي ضلعو د پرمختيا دپاره کومې 96 اربه روپۍ بيلې کړی شوې وې، په هغو کې يواځې 25 اربه روپۍ لګول شوې وې.

حکومتي چارواکي وايي د کرونا وبا له امله حکومت سره د پېسو کمی دی او د ځینو انتظامي چارو له امله دغه پېسې په وخت نه دي مصرف شوي او پلان جوړوي چې د روان مالي کال پاتې وخت کې زيات نه زيات ترقياتي کارونو باندې دغه فنډونه خرچ کړي.

په کال 2018 م کې د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په وخت د دغو سيمو خلکو سره وعدې شوې وې چې د کال په سر به سل اربه روپۍ د راتلونکو لسو کالو پورې په دغو سیمو کې مصرفولی شي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG