لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان کې د خانه جنګۍ امکان نه ښکاري او تحریک انصاف موجوده حالات د خپلو سیاسي ګټو دپاره کاروي


د پاکستان تېر شوي حکومت کې د داخله چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلي په ملک کې د خانه جنګۍ حالات پېدا شوي دي، خو څيړونکي وايي دغه يو سياسي بيان دی او د کومې خانه جنګۍ جوړېدو امکان نه ښکاري.

شيخ رشيد احمد د پنجاب صوبې راولپنډۍ ښار کې راغونډ شوي خلکو ته خپله وېنا کې وويل د پاکستان فوځ او اسټېبلشمنټ ته یې ويلي چې په نوي ورځو کې دننه دې په ملک کې انتخابات وکړي ګني په ملک کې به "خانه جنګي جوړه شي."

په اسلام اباد کې خبريال عبدالله مومند وايي شيخ رشيد عمومن دغسې خبرې کوي چې د حقيقت سره تعلق نه لري. موجوده وخت کې په ملک کې حالات بدل دي. هغه زیاته کړه: "ما ته داسې نه ښکاري چې د پاکستان تحريک انصاف به په ملک کې داسې کوم انتشار جوړ کړي چې سياسي منظر نامه به بدله کړي."

څيړونکی او خبريال حق نواز وايي د پاکستان د مختلفو ښارونو نه په ګڼ شمېر خلک د اتوار په ماښام د عمران خان په وېنا په احتجاج راوتلي وو، خو دغه خلکو ذهنونو کې دا خبره ډيره ښکاره او ژوره وه چې د تحريک انصاف نه علاوه ټول سياسي ګوندونه د ملک مخالفه دي. د حق نواز وینا ده چې احتجاج کوونکو د غدارۍ نعرې وهلې او "د خلکو دا ذهنيت به د مخالفه سياسي ګوندونو او رياستي ادارو له ډير مشکلات جوړ کړي. راتلونکې ټول ټاکنې ښکاري چې د تشدد نه به ډکې وي، پکار ده چې سياسي ګوندونه د دې سياسي لارې راوباسي."

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو څانګې پروفېسر عبدالشکور ډيوه ته وويل په ملک کې ورته د خانه جنګۍ هېڅ امکان نه ښکاري، خو تحريک انصاف ګوند پلويان هغه خلک خپل دښمنان ګڼي کوم چې د دوی خلاف نظر لري. هغه زیاته کړه: "د خانه جنګۍ صورتحال نه ښکاري، خو د دې ګوند پلويان هر حد پورې ځې د خپل مقصد د پاره، او چې کله طاقت ترلاسه کړې هغه بيا د پريښودل نه غواړي."

څيړونکي وايي چې خانه جنګۍ امکان به هله موجود وو چې د دوه فريقېن يو بل ته د جګړې ګواښونه ورکوي خو په موجوده وخت کې داسې نه ده او يواځې د يو ګوند کارکوونکي ډير قارېدلې ښکاري.

برحقه دعوې که د سیاسي مفاداتو دعوې؟

په پاکستان کې سفارتي او سیاسي پوهان وایې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان سفارتي خط او موجوده حالات د خپلو سیاسي ګټو دپاره کاروي او دا چې د دې بدې اغیزې به د پاکستان په سفارتي، تجارتي او نړېوالو اړیکو پریوزي.

په پاکستان کې د نړېوال اسلامي پوهنتون د نړېوالو اړیکو د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر منظور احمد اپریدی وایي تر اوسه د پاکستان عدالتونو او عسکري ادارو د هغو تورونو پخلی نه دی کړی کوم چې د عمران خان او تحریک انصاف له خوا یو سازش ګرځولی کیږي.

دوی وایي د هېوادونو تر منځ سفارتي ناستې کیږي، تاوتریخوالی هم راځي، خو بیا دې ته سازش ویل سیاسي اړیکو ته تاوان رسوي.

پروفیسر منظور احمد اپریدي وي او اې ډېوه ته وویل، «داسې قسمه تورونه په سیاسی اړیکو بدې اغیزې کوي او بیا دغه تورونه امریکه رد کړي هم دي او دا‌ ثابته شوې نده چې دې کې څومره رشتیا دي. د سفارتې اړیکو نه پرته د دې بدې اغیزې په تجارت او نړېوالو اړیکو هم پریوزي او باید نوی حکومت د امریکه سره سفارتي ستونزې هوارې کړي.»

په پاکستان کې د انګریزي ژبې ورځپاڼه ډان هم نن په خپله اداریه کې وایي چې د بد قسمتې نه په پاکستان کی روان سیاسی کړکېچ چې له امله یې د تحریک انصاف حکومت هم ختم شو، د عمران خان له خوا د سفارت او خارجه وزارت سیاسي استعمال دی.

ورځپاڼه وایي د امریکه په ضد د سازش تورونو سره نه یوازې د دغه هیواد سره د پاکستان مهمې اړیکې متاثره شوي بلکه په سیاست کې د سفارتي کارکوونکو د ورګډېدلو خطرې هم زیاتې شوي. په اداریه کې ویل شوي چې د پاکستان د قامي سلامتیا کمیټې په غونډه کې هم د امریکې د سازش کوم ذکر نشته.

پاکستاني مطبوعات وایي تیره شپه په ټول هیواد کې د امریکه، سیاسي ګوندونو اتحاد او پاکستاني ځواکونو په ضد احتجاجونو کې د دوی په ضد نعرې وهل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG