لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دمسجدنبوي پېښه کې دککړو پاکستانیانو پرضد وطن کې هم دمقدمو درج کولو پرېکړه وکړه


دپاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې کومو پاکستانیانو مسجدنبوي کې په حکومتي پلاوي پسې دسپکاوي ډکې نعرې وهلي،دهغوئ پرضد به پاکستان کې هم مقدمې درج کوي اؤ ددې یې دسعودي حکومت سره دتماس نیولو پرېکړه کړې ده.

دپنجشنبې یا زیارت په ورځ د سعودي عرب په مدينه ښار کې په مسجد نبوي کې په حکومتي وزيرانو بسې دسپکاوي ډکو نعرو وهل کیدو ته سياسي، مذهبي او عامو خلکو په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويلي دي اؤ دا یې د مسجد نبوي سپکاوی بللی دی.

پاکستان کې داسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي دمسجد نبوي او روضه رسول تکريم خو دا دی چې هغه ځائ د پيغبر اسلام موجودګي ده، اؤ هلته په اوچت اواز د خبري کولو اجازه هم نشته او بيګاه چې څه شوي دې دغندني وړ دي او هيڅ جواز نه لري.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وویل پرون چې د رسول الله په روضه کومه ناوړه پېښه مخې ته راغلې ده ، دې ټول قام دردولی دی اؤ دقام سر پرې دشرم نه ټيټ شوی دی.

هغه وویل دکورنیو چارو وزارت به دسعودي عرب نه غوښتنه کوي چې دغه پېښه کې دککړو کسانو پرضد باید قانوني ګامونه واخستل شي.

هغه وایي سعودي نه به غوښتل کیږي چې باید دسي سي‌ ټي وي کیمرو په مرسته دې پېښه کې دککړو کسانو پېژندګلو وکړي اؤ هغوئ دې پاکستان ته راولیږي ترڅو دلته یې هم پرضد مقدمې درج کړل شي.

پاکستان کې د اسلامې نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي دنبي کریم (ص) د روضې د درناوي لپاره هلته په لوړ غږ دخبرو اجازه هم نشته.

هغه وایي تیره ورځ چې مسجد نبوي کې څه شوي دي هغه د غندنې وړ دي او هيڅ جواز نه لري.

"په سياسي ماحول کې تلخي راغله نو ددي بلکل دا مطلب نه دی چې په بهرنیو هيوادونو کې مونږ د خپلو جذباتو څرګندونه وکړو او بيا په مسجد نبوي کې خو ددې بلکل ګنجايش او جواز نشته ،بايد چې دا پارټي تحريک انصاف د سعودي کوم دغه ممبران چي دي وباسي د خپل ګوند نه او د پریکون اعلان ورسره وکړي"

په ټولنيزو رسنيو چې دغه ويډيو خپرې شوي، پکې ليدل کيږي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مريم اورنګزيب او د نشه يي توکيو د مخنیوي وزیر شاه زېن بګټي په مسجد نبوي کې روان دي، او ګڼ خلک په دوی د "چور، چور او غدار، غدار" نعرې وهي.

په يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې يو تن شاه زېن بګټي د وېښتو نه هم راکاږي. خو دغه حکومتي وزيران د امنيتي عسکرو په مينځ کې ليدل کيږي چې د ګڼې نه وويستل شي

.د يادې پېښې وروسته په ټويټر د (توهین مسجدنبوی_نامنظور) په نوم هېش ټېګ روان شوی دی.

خبريال محمود جان بابر وایي تحريک انصاف چې په نژديو کې په ملک او سوشل ميډيا کوم فساد شورو کړی دی د هيواد سياسي روايات یې تالا ترغۍ کړل اؤ دا هر څه دپارټۍ لخوا په باقاعده توګه دمنصوبه بندۍ لاندې روان دي ۔

‘‘زه داسي قسمه ګامونو سره د عمران خان د ګوند راتلونکی ښه نه وينم ځکه چې دې سره به داسي ماحول پاکستان کې جوړ شي چې خلک به د عمران خان د پارټۍ کسانو سره مړی، ژوندی پريږدي، خلکو چې په کومه طريقه په سوشل ميډېا دوي بلاک کول شورو کړي دي نو داسي بريښي چې دا تقسيم سېوا کيږي‘‘

د اطلاعاتو مرکزي وزيري مريم اورنګزېب په یوه ويډیو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني وزیراعظم عمران خان د نوم اخستو پرته ويلي، " زه دا خاوره د سياست دپاره استعمالول نه غواړم خو دوي چې په ټولنه کې کومه تباهي جوړه کړې ده ددي په سمولو کې به وخت لګي او دا به زموږ مثبتو رويو سره سميږي، او دا چې موږ خپلو پلويانو ته سپارښتنه کړې ده چې خپل جذبات په قابو کې وساتي۔

د عمران خان په تیر حکومت کې داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري چې د مسجد نبوي ويډيو په ټويټر خپره کړې، ورته يې ليکلي دي،"دا خلک چې اوس په حکومت کې دي کله چې خلک دوئ د اېوانونو څخه په لوړو وهلو سره وباسي بيا به دوی د کوره بهر څنګه ووځي"

په سياسې چارو نظر لرونکی د پيښور پوهنتون استاذ ډاکټر امير حمزه بنګش وايي سياست د زغم نامه ده، د بل کس د اوريدو منلو او دليل وړاندي کولو نامه.

ډيوه ته وايي د يو ګوند د پالسيو سره اخلاف پکار دی نه چې د شخصياتو سره.

"دا کوم قسمه کلچر موږ خپلو ځوانانو او راتلونکي نسل له ورکوو، پکار ده چې موږ ډير برداشت نه کار واخلو پکار ده چې موږ دداسي رقم پيښو مخنیوي دپاره د خپل سياسي ورکر تربيه وکړو‘‘

په مسجد نبوي کې دغه پيښه په داسي حال کې شوې چې وزيراعظم شهباز شريف او ځينې وزيران يې د سعودي عرب په سفر دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG