لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمزدورانو ورځ:دپښتونخوا خواریکښ وایي کار ترې زیات اخستل کیږي اؤ معاش کم ورکړل کیږي


دخواریکښو په نړیواله ورځ پاکستان کې خواريکښ وايي اوس هم دهیواد دننه دمزدورانو څخه تر خپل ټاکلي وخت زیات کار اخستل کیږي اؤ اجرت یا مزدوري ورته دهغې په پرتله کمه ورکړل کیږي.

دخواریکښو وینا ده چې دلته هر حکومت د مزدور په نعره راشي خو چې کله واک ترلاسه کړي نو بيا تري مزدور هير شي۔

د مئ مياشتې ړومبۍ نيټه ټوله نړۍ کې د خواريکښو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کيږې چې مرام يې مزدورانو ته ورپيښې ستونزي حکومتونو او نړي ته ښکاره کول دې، خو پاکستاني مزدوران بیا وایي چې د دوئ حالت ته تر اوسه یو حکومت هم پام نه دی ورګرځولی.

خيبر پښتونخوا کې د خواريکښو وینا ده چې د ټولنې دهرې طبقې په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلي خو خواريکښ اوس هم په دي جديده نړۍ کې د خپلو حقونه محرومه دي،

د پاکستان ورکر ويلفير بورډ خيبر پښتونخوا جنرل سيکرټري رازم خان وي او ای ډیوه ته ویلي د مزدور نه اوس هم دولس ساعته مشقت اخستل کيږي مزدور ته چې کوم لږ تر لږه میاشتنی معاش ټاکل شوی دی زياتره کارخاني په هغي عمل نه کوې او اړوندي ادارې هم په دي لړ کې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي.

"حکومت چې کومې يوویشت زره روپۍ د مزدور تنخا اعلان کړې ده موږ ډير کوششونه وکړل، خو اوس هم په زياترو ځايونو کې په هغې پوره عمل نه دی شوی او چې شهباز شريف وزيراعظم شو نو پنځه ويشت زره روپۍ یې اعلان کړې په دغه مد کې پنجاب صوبي اعلاميه خپره کړې ده خو دخيبر پښتونخوا حکومت اوسه پورې نوټفکيشن هم نه دی کړی"

د مزدورانو د حقونو دپاره کار کوونکي بنسټونه وايي پاکستان کې په کارخانو يا نورو ادارو کې مزدوري کوونکو خواريکښو نه د هغو مزدورانو شميره سېوا ده څوک چې حکومت سره په ريکارډ نه دي موجود، غير رسمي ملازمتونه کوي. دغه خلک ډير کړمو سره مخ دي او دپوښتنې کولو یې څوک نشته .

دمزدورانو دحقونو سازمانونه وايي په کورونو کې کار کوونکو مزدورانو سره د غلامانو په څېر چلند روان دی۔

د پيښور پوهتنو د سوشل ورک څانګي مشر ډاکټر شکيل احمد وايي د خواریکښې طبقي د کورني د غړو شميره عموماً د نورو خلکو په پرتله سيوا وي،

ډیو سره خبرو کې هغه وايي حکومت چې د مزدورانو دپاره کوم اجرت ټاکلی دی په هغې کې د يو خواريکښ د کورنۍ ضروريات پوره کيدل ممکن نه دي.

"له دې وجې هم دا ماشومان چې دي، دوي بيا تاسو ته په لارو کوڅو کې ميلاويږي د چايلډ ليبر په شکل کې به یې وینئ او تر دې حده چې دمختلفو جرمونو په شکل کې به ليدل شي او بيا حکومت چې ددي مخنیوي دپاره کومې ادارې جوړې کړې دي هغه هم خپل کار کې ناکامه دي"

پاکستان کې په سرکاري ادارو کې د حکومت لخوا ټاکل شوي لږ تر لږه میاشتني اجرت باندې خو عمل کيږي خو شخصي کمپنۍ په دغه حکومتي پاليسۍ عمل نه کوي اؤ هم د مزدورانو نه سیوا کار اخلي.

خبريال محمود فهيم وايي په نزديو کې د خېبر پښتونخوا دمزدورانو تحفظ دپاره يو قانون منظور کړی دی خو په دغه قانون کې يوه ماده شامله کړی شوې ده چې دهغې له مخې په درنګونو کې کار کوونکو مزدورانو باندې دغه قانون نه دی تطبیق شوی.

هغه ډيوه ته وايي د ماينز محکمې دې لړ کې دريځ خپل کړی و چې درنګونو کې کار کوونکو خواريکښو دپاره به بيله قانون سازي کولی شي وايي اوسه پوري د درنګونو خواريکښ مزدوران د قانوني تحفظ نه محرومه دي.

‘’دليبر محکمې لخوا چې کوم قانون راوړل شوی هغې کې دننه غټه مسله دا وه چې ماينز والا پرې اعتراض پورته کړو چې زمونږ د درنګ دمزدور صورتحال د عام مزدور نه بدل دی نو ځکه د پاتې صوبې سره یې مه يو کوئ او مونږ به دوئ دپاره دې نه غوره قانون راوړو ،تر اوسه پورې هغه قانون جوړ نه کړی شو او د درنګ مزدوران د خپل قانوني تحفظ نه محرومه دي‘‘

خيبر پښتونخوا کې د کال ۲۰۱۶م نه د چايلډ ليبر په نظر پوښتنه( سروی) کار روان دی خو د شپږو کالو تيريدو باوجود دغه نظر پوښتنه سرته ونه رسيدله.

د خواري کښو د بنسټونو مشران وايي د مزدورانو په يونينونو د بنديز اؤ د رجسټريشن نه کيدو له کبله د مزدورانو کړمې کمې نه شوې،

نړیوال بينک په دې وروستيو کې پخپل یو رپورټ کې چې په پاکستان کې يو مزدور دري اعشاريه دوه امريکائي ډالر د ورځې ګټي او دغه شرحه د پاکستان د ابادۍ څلور دیرش فيصدي ده۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG