لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په جنوبي سيمو کې د سختې تودوخې امکان، ډاکټران وايي احتیاط پکار دی


طبي پوهان وايي د رواني تودوخې/ ګرمۍ د څپې په وخت د ماشومانو او زيات عمر لرونکو مشرانو صحت ته ډېر پام کول پکار دي ځکه چې دوی سېوا ګرمي نشي زغملی، دوی وايي په داسې حالاتو کې د اوبو زيات نه زيات استعمال او د ضروري کار نه پرته د بهر ګرځيدو نه ډډه کول پکار دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د حد نه سېوا تودوخې/ګرمۍ پرمهال ټولو ضلعي انتظاميو او اسپتالونو ته امر کړی چې څه د قسمه بيړني حالاتو قابو کولو دپاره چمتو اوسي.

په دې لړ کې د حکومت د لوري جاري شوې اعلاميه کې هسپتالونو ته د ګرمۍ د څپې نه متاثره مريضانو دپاره ضروري دوايانو ذخيره ساتلو او د اضافي وارډونو بندوست کولو لارښوونه هم شوې ده.

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ويلي چې د اتوار د ورځې څخه د صوبې په کچه او په ځانګړې توګه جنوبي ضلعو کې د ګرمۍ سېوا کېدو امکان دی. حکومت په ولس غږ کړی دی چې د ماسپښين په وخت دې بهر د ګرځېدو نه ډډه وکړي او چې څومره ممکنه وي د کورونو دننه دې پاتې شي.

طبي پوهان وايي چې تودوخه کله د حد نه سېوا شي نو په انسانانو ډيري بدي اغيزي پرېباسلی شي، او د هغې مختلف علامات وي.

د پېښور د لېډي ريډنګ هسپتال د ميډيکل وارډ مشر ډاکټر عطا محمد خان وايي د زياتې ګرمۍ له کبله د وجود ځينې برخي کار پرېښودو سره د يو تن مرګ هم واقعه کيدلي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ګرمۍ په موسم کې د مريضانو، مشرانو او د ماشومانو صحت ته ډير پام کول ضروري دي.

"مونږ ته پکار ده چې خپل وجود کې د اوبو کمی بلکل را نه ولو، د تازه اوبو څښلو سره د تازه ميوو جوس په داسې موسم کې څښل ضروري دي کوم کسان چې د بلډ پرېشر ناروغان دي هغوي دې د نيمبو/ شربت څښي، ارتې جامې اغوستل پکار دي او چې کله هم بهر څوک ځي نو په سر دې کپړه ضرور ږدي".

حکومت اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د زياتې ګرمۍ له امله د څه ډول بدې پېښې مخنيوي لپاره چمتو اوسي او د خلکو خونديتوب لپاره دې ګامونه واخلي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ويلي چې د تير اتوار څخه د صوبې په مېداني او په خصوصي توګه د جنوبي علاقو درجه حرارت د نور 7 نه تر 9 ډګري سنټي ګرېډ پورې د زياتېدو امکان دی.

د پاکستان د موسمياتو د محکمې د وېب پاڼې ترمخه نن په ډېره اسماعيل خان کې د تودوخې کچه تر 43 درجه سنټي ګرېډ پورې رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې د هيواد د نورو برخو پشان خېبر پښتونخوا کې ګرمۍ ډېر زور نيولی دی، عام ولس وايي چې د بجلۍ لوډشيډڼګ له کبله د ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د چارسدي نه د مريض پوښتنې له راغلی فدا خان وايي ګرمۍ ډېر بې حاله کړي يو، بايد چي حکومت د بجلۍ لوډ شيډنګ کم کړي.

"نن خو ګرمي ځان ته څه وايي په کورونو کې د بجلۍ لوډشيډڼګ له وجې ماشومان ، ښځې او بوډاګان ډېر د تکليف سره مخ دي بهر راتلي نشي، نارينه بيا هم چرته پټي ته لاړ شي د نهر په غاړه کښېني خو په کورونو کې دننه ډير بد حال وي حکومت ته پکار ده چې د بجلۍ لوډشيډڼګ ختم کړي".

پېښور ښار کې خواري مزدوري کوونکي خواري کښ وايي د زياتي ګرمۍ له امله ورته کار روزګار نه ترلاسه کيږي.

سليم محمد نومې خواريکښ وي او اې ډيوه ته وايي سږ کال ګرمي ناڅاپه سېوا شوه د کوم له وجي چې خلک مزدوران په داسې موسم کې کار دپاره نه بوځي ځکه چې په دومره سخت ګرمي کار کول ممکن نه وي.

"سږ کال ګرمي د خپل وخت نه وړاندې راغله سحر راشو د مزدورۍ دپاره دې چوک کې ناست يو خو مزدورۍ دپاره مو څوک نه بوځي کور ته چې لاړ شو ماشومان رانه سودا غواړي او زمونږ په لاس کې څه وي نه".

د خېبر پختونخوا دموسمياتو محکمې نه د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې نن ماسپښين پېښور کې درجه حرارت37 ډګري سنټي ګرېډ ريکارډ کړی شوی وو.

او په راتلونکي شوا روز کې د جنوبي ضلعو نه علاوه پېښور، چارسده، صوابۍ او مردان په ګډون ملاکنډ او هزاره ډويژن کې د تيزې سيلۍ د سره باران وريدو امکان دی.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG