لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ژبې مشهور لیکوال او شاعر مقدس خان معصوم له نړۍ سترګې پټې کړې


واشنګټن ـــ د پښتو ژبې مشهور لیکوال او شاعر مقدس خان معصوم له اوږدې مودې ناروغه وو او نن یې د 83 په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلی معصوم د 1939م کال د جون پر 15مه پېښور ته نیژدې په بره سوړېزو کې د میرباش خان په کور کې زېږېدلی وو خو هغه له ځوانۍ راهیسې په کوټه کې ژوند کاوه.

د هغه کورنۍ وایي هغه د جون پر اوومه د شپې ناوخته مهال ساه ورکړه او نن ماخوستن به د پېښور په اتفاق آباد سوړېزو بالا کې پخپل پلرني کلي کې خاورو ته سپارل کېږي.

مقدس خان معصوم له ځوانۍ راهیسې شاعري کوله او په پښتو او اردو ژبو یې نثري مضامین او کالمونه هم لیکل، چې وخت په وخت د پښتو او اردو په بېلابېلو مجلو او ورځپاڼو کې خپاره شوي دي.

خو تر اوسه یې یواځې «د زړه غبار» په نوم د شعرونو ټولګه ډېر کلونه مخکې چاپ شوې وه او د پښتو د مزاحمتي شاعر ملا عبدالسلام اشېزي پر شاعري او ژوند یې یو لیکلی کتاب چاپ وو، بل کوم کتاب یې لا نه دی چاپ شوی.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د مقدس خان معصوم پر مړینه خفګان څرګند کړی او د پښتو ادب لپاره یې تاوان بللی. د کوټې مشهور لیکوال او څېړونکي عبدالکریم بریالي پر خپل فېسبوک لیکلي:

"ګران دوست، مشر شاعر او ډېر مينه ناک انسان مقدس خان معصوم د اوږدې ناروغۍ وروسته پور پرې کړئ، د پښتو ژبې ښه شاعر او د ليکوالو يې زښته زيات ستاينه کړې وه".

مقدس خان معصوم شاوخوا دېرش کاله موده د کوټې په مشهوره ادبي ټولنه «ملګري لیکوال» کې فعالیت وکړ او د نورو مشرانو لیکوالو غوندې یې لسګونه ځوانان د شعر و ادب په لار کې و روزل.

څېړونکی او لیکوال عبدالکریم بریالی وایي «ملګري لیکوال» ټولنه په 1988م کال کې په کوټه کې د مقدس خان معصوم، دروېش دراني، عمرګل عسکر او عنایت الله ضیاء په ملګرتیا جوړه شوه چې شاوخوا دېرش کاله یې د پینځلس ورځنیو پرله پسې غونډو په ګډون پر مشهورو ادیبانو سېمینارونه هم جوړ کړل.

ځوان شاعر او لیکوال خان زمان کاکړ پر فېسبوک لیکلي مقدس خان معصوم يو "فرشته صفت" انسان ګڼلی او وایي هغه لکه خپل تخلص دومره "معصوم" لیکوال وو:

"ما معصوم صاحب ډېر له نيزدې ليدلی او پېژندلی وو، د يو مشر او سپين ږيري په حېث چې به هغه ماته څومره مينه راکوله، زما څومره حوصله افزایي به يې کوله، ښايي ماته ډېرو لږو خلکو په داسې سترګه کتلي وي. معصوم صاحب څومره خوش قسمته انسان دی چې موږ ته يې يوازې د مينې، پښتو، درنښت، سپېڅلتيا او روښتيا يادونه راپرېښوول".

مقدس خان معصوم په کوټه کې د رخت یا د ټوکرانو کاروبار کاوه، خو له دې سره سره یې د ژوند زیات وخت د ژبې او ادب کار ته ځانګړی کړی وو. عبدالکریم بریالي- چې د ده د لومړۍ ځوانۍ ادبي ملګری دی- وي او اې ډیوه ته وویل:

"د 1985م کال په شاوخوا کې موږ دی [مقدس خان معصوم] د کوټې پښتو اکېډمۍ غړی واخیست، 1988م په شاوخوا کې ده ملا عبدالسلام اشېزي د دیوان انتخاب او د هغه پر شخصیت یو وړوکی کتاب ولیکه او وخت په وخت یې په اخبارو کې د شاعرانو پر شاعري مضامین لیکل".

د «ملګري لیکوال» ټولنې په غونډو کې به چې کله کوم لیکوال یا شاعر خپل نوی کتاب چاپ کړی او راوړی وو، نو ده به سمدستي پینځه سوه روپۍ د انعام په توګه ورکړې او په خپله خندرویه څېره به یې ورته وویل «دا واخله دا ستا حق دی بچیه».

د ښاغلي عبدالکریم بریالي په وینا مقدس خان معصوم په 1950م کال په لسیزه کې د پاکستان په پوځ کې برتي شوی وو او له پوځ څخه تر ریټایر کېدو وروسته د 1979م کال په شاوخوا کې کوټې ښار ته کډه شو او بیا یې ټول ژوند هلته په «نوي کلي» کې تېر کړ.

د «ملګري لیکوال» ټولنې په غونډو کې به وخت په وخت د پښتو د کلاسیکو شاعرانو پر بیتونو طرحي مشاعرې هم کېدې، د کاظم خان شیدا د یو بیت پر دې مسرۍ "تا صورت غوندې تر عمره راته شا کړه" هم یوه مشاعره شوې وه، چې مقدس خان معصوم ورباندې لاندې غزل لیکلې وه:

چې رخصت شوې تا اول غوندې موسکا کړه

حوصله، دغه موسکا دي ماته راکړه

جدايي دې تانه ماته خداى را نه کړي

کله- کله به تا دغه التجا کړه

اوس منم چې ستا دعا کې صداقت وو

خداى قبوله نن بېشکه ستا دعا کړه

جدايي تانه زما قسمت کې راغله

تا ناڅاپه لار د ژوند مانه جدا کړه

زموږ مينه چي مثال وه چا دپاره

په انجام يې نن د مينې واويلا کړه

راشه بيا دې پلوشې په مخ خورې کړه

بيا محل زما د مينې پرې رڼا کړه

ملګرتيا دې ما معصوم ته ضرورت وو

"تا تصوير غوندې تر عمره راته شا کړه"

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG