لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان کې زوروره زلزله، پکتیکا کې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې اندېښنه


واشنګټن ـــــ د افغانستان او پاکستان په ځینو ښارونو کې د شپې په نیمایي کې زوروره زلزله راغلې چې د امریکې د جیالوجیکل سروې د ادارې د اټکل په بنیاد شدت یې 6.1 درجې وو.

تر اوسه په پاکستان او افغانستان کې د زلزلې د تاوان په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو پر ټولنیزو رسنیو خبرونه ورکول کېږي چې د پکتیکا ولایت په ځینو ولسوالیو کې زلزلې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتیکا د عامې روغتیا د ادارې د فارمیسي څانګې ولایتي چارواکي محمد رفیع راحل وي او اې ډیوه ته وویل، زلزلې د ګیان ولسوالۍ په «وچکي» کلي کې ګڼ شمېر کورونه نړولي دي.

محمد رفیع راحل وایي دا چې زلزله د شپې په نیمایي کې راغلې نو د کورونو د نړېدو له کبله زیات خلک تر خاورو خځلو لاندې دي او د رایستلو کار یې روان دی. راحل وایي د دوی روغتیایي مرکز هم زیانمن شوی او ټیمونه یې د خلکو د درملنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي:

"زموږ ټراما سنټر ته له 75 تر 80 پورې زخمیان ورړل شوي او د مړیو شمېر تر 100 زیات دی خو کره شمېر لا معلوم نه دی، ځکه چې خلک لا تر خاورو لاندې دي او اټکل کېږي چې مړي به شاوخوا 200 تنه وي".

دغه شمېر لا تر اوسه نورو سرچینو نه دی تایید کړی او د طالبانو حکومت هم تر اوسه د زلزلې د مالي او ځاني زیان او د خلکو د درملنې او ژغورنې د هڅو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د زلزلې زورور ټکانونه د پښتونخوا په مرکز پېښور او ځینو نورو سیمو او همدارنګه په پایتخت اسلام اباد او د پنجاب په ځینو سیمو کې هم محسوس شوي دي خو تر اوسه پکې چاته د ځاني یا مالي‌ زیان د اوښتو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د جیالوجیکل سروې اداره وایي د زلزلې مرکز د افغانستان له خوست ولایته د 44 کیلومیټره (27 مایل) په فاصله دی او ژورتیا یې په مځکه کې 51 کیلومیټره ده.

د یورپ د مډیټرانې د زلزلو څېړنیز مرکز (اي ایم ایس سي) په یو ټویټ کې ویلي، د زلزلې ټکانونه د 500 کیلومیټره په فاصله په افغانستان، پاکستان او هند کې شاوخوا 119 میلینه خلکو محسوس کړي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG