لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږ کال په پاکستان کې د پولیو ټولې 12 پېښې شمالي وزیرستان کې ولې مخې ته راغلې دي؟


پاکستان کې سږکال 2022م کې د پوليو 12 پېښې مخې ته راغلي دي اؤ په حیرانونکي ډول دا ټولې پېښې افغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان څخه رپورټ شوي دي.

دشمالي وزیرستان نه په دومره لویه شمیره کې دپولیو دپېښو مخې ته د راتلو په اړوند چارواکې وايي چې سيمه کې ځینې والدین خپلو اولادونو ته پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي چې له دې امله په دې وروستیو کې دلته دپولیو دمثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده.

د پوليو دمخنيوي پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو معلوماتو ترمخه سږ کال چې په ملک کې د پوليو څومره پېښې مخې ته راغلي په دغو کې نهه يوازې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې رپورټ شوي دي.

تيره میاشت هم د شمالي وزیرستان نه د پوليو درې پېښې مخې ته راغلې وې.

د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وي او اې ډیو سره خبرو کې وويل په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، نو ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي.

‘‘ځنې خلک داسي دي چې ويکسېن منلو ته تېار نه دي ،انکاري کسان ډير دي د ويکسين په اړه خلک د غلطو معلوماتو ښکار دي سمه پته ورته نه لګي چې دا ويکسېن څه شی دی. څه شی نه دی او د ويکسين د افاديت پته ورته هم نشته دي اصل خبره دا ده .او دا دولسم کېس چې راغلی دی ده ته خو ويکسين شوي وو او ډبليو ايچ او درته ښه معلومات درکولی شي‘‘

د نوموړي په وينا سږکال د اپريل په دوه ويشتمه نيټه شمالې وزيرستان کې د پولېو کېس رپورټ کېدو وروسته اوسه پوري د پولېو ضد پنځه کمپاينونه شوي دي او بل به د اګست دمياشتې پنځلسمې نيټي نه شورو کيږي.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وايي په پاکستان او بيا په ځانګړې توګه پخوانيو قبايلي سيمو کې د پوليو پرضد منفي پروپيګنډي هيواد نه د پولېو رنځ ختمولو ته ډير زيان رسولی دی.

هغه وي او ای ډيوه ته وايي که دې لړ کې د جومات د ممبر نه د ولس د پوهاوي په اړه خبره و شې نو والدين به خپلو بچو ته د پوليو نه دبچ کيدو څاڅکو ورکولو ته اماده شي۔

"د پوليو ختمولو دپاره چې کوم اواز د جومات نه او ممبر نه اوچت شي هغه به ډير موثر وي خو د هغي سره سره سول سوسايټي، اداري، مېډيا، حکومتي چارواکي او منتخب نماينده ګان که په ګډه ددي ختمولو دپاره په هر پليټ فارم اواز اوچت کړي نو د پولېو دا مسله چې ده دا به زمونږ د ملک نه ختمه شي"

د چارواکو په وينا د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې چې پکې شمالي او جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک او لکي مروت شامل دي د پولیو وايرس په حواله ډېرې حساسې ضلعې دي.

پاکستان کې چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې د ملک نه به د پوليو نوغی وباسي او په دغه لړ کې يې تر ډېره حده کاميابي ترلاسه کړې چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي، خو چارواکي وايي په ځينو ځايونو کې اوس هم د دغه ستونزې سره مخ دي چې مياندې اؤ پلاران خپلو بچو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوليو ضد کمپاين په وخت زیاتره دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دپولیو په ټیمونو وسله وال بریدونه هم کیږي.

تيره مياشت په 28م جون په شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی ؤ چې په پکې يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG