لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: القاعده په نړۍ کې بيا پياوړې کيږي


په افغانستان کې د طالبانو د راتلو وروسته ملګري ملتونه وايي چې القاعده پياوړي شوې او ښکاري چې دا ډله يو ځل بیا د نړۍ مخکښه ترهګره ډله جوړه شي او د لويديځ دپاره د اوږدې مودې تر ټولو غټ خطر جوړ شي.

د وي او اې د رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو په استخباراتي رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې القاعده ته نوره ازادي ترلاسه شوې او د القاعده مشران په اسانۍ سره د اړونده نورو تنظيمونو، غړو او پلويانو سره ويني، او د داعش يا داعش خراسان په مقابله کې ځان ته خلک راولي.
که څه هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو تر سېوري لاندې د القاعده ډلې د پياوړتيا رپوټ خپور کړی خو طالبانو دغه رپوټ بې بنياده بللی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د دې ډول ادعاوو لپاره هیڅ دلیل او سند نه ‌شته. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه، د بل کوم هېواد پر ضد ګټه پورته شي او په دې ژمنه ولاړ دی."

خو د ملګرو ملتونو په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې القاعده شبکه اوس ځکه په هېوادونو بریدونو نه کوي چې نه غواړي په افغانستان کې د دوي د ملاتړو طالبانو واکمنۍ باندې نړۍ ګوتې پورته کړي.

ياده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو په واک کې د راتلو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل دریم راپور کې هم ویلي وه، چې القاعده او طالبان نېږدې اړیکي لري.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي، د القاعده دپاره په نړيواله کچه حالات سازګار دي چې يو ځل بيا د نړیوال جهاد د مشر په توګه دا ډله وپېژندل شي. او القاعده د داعش په مقابله کې د دغه کار دپاره خپله پروپېګنډا نوره ګړندۍ کړې ده.

په رپورټ کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري په اړه ويل شوي چې هغه ژوندی دی او په ازاده فعاليتونه کوي، له دې وړاندې داسې ويل کېده چې هغه ناروغه دی يا مړ شوی دی.

په رپورټ کې د القاعده د مشرتابه په اړه هم ويل شوي چې د اېمن الظواهري وروسته سېف العدل د القاعده دپاره مشر هم ټاکلی دی، په عرب ټاپو کې يزيد مېبرک او احمد دايري په صوماليه کې د القاعده سره اړونده الشباب مشر جوړ کړی شوی دی.

د وي او اې خبريال جېف سيلډن د ملګرو ملتونو د رپوټ په اساس ويلي، چې په هند ټاپو يا انډين سب کانټينېټ کې القاعده د 180 نه 400 پورې جنګيالي لري چې د دوی تعلق د بنګله دېش، هند، ميانمار، پاکستان او افغانستان سره دی. او دوی په طالبانو کې خپل انفرادي استازيتوب کوي.

د دې ترڅنګ ويل شوي د القاعده سره اړونده الشباب د 7000 نه 12000 پورې جنګيالي لري. د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د الشباب په اړوند دا هم ویل شوي چې دغه ډله د کال په سر د 50 نه تر 100 ملينه پورې ډالرې پېدا کوي او د کال په سر 24 ملينه ډالر په وسلو خرڅ کوي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ملګرو ملتونو هغه رپورټ بې بنسټه بللی او رد کړی يې وو، په کوم کې چې ويل شوي وو، القاعده اوس هم له طالبانو سره اړیکې لري او د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان په ختیځو سیمو کې دی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده بیعت یې کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په 30 مې ويلي وو، په افغانستان کې چې طالبان بيا په واک کې راغلي، "د افغانستان نه نړۍ او سيمې ته د هر ډول ضرر پېښېدو رسېدو مخه نيول شوې ده"، او د طالبانو حکومت د تيرو نهه مياشتو راهسې هڅه کړې چې "د سيمې او نړۍ د هېوادونو سره د ښه اعتماد فضا رامنځته کړي".

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "حکومت يې په خپلو ژمنو ټینګار او ډاډ ورکوي چې هيڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد استعمال کړي".

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ارزونې د ملاتړ او د بندیزونو د څارنې کمېټۍ د مې پر 26مه خپل پرله پسې دیارلسم تفصیلي رپوټ خپور کړی، چې پکې د طالبانو واکمنۍ او له بهرنیو وسلوالو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته پکې کتنه شوې وه.

په رپوټ کې ویل شوي وو چې طالبان او القاعده ډله اوس هم له یو بل سره نیژدې اړیکې لري او کله چې طالبان د تېر کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول القاعده ډلې یې «کامیابي لمانځلې وه» او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مشرۍ بیعت یې تازه کړی وو.

ملګرو ملتونه د خپل یو غړي هېواد د ارزونې په بنیاد ويلي وو، چې القاعده د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري او د فعالیتونو ازادي یې زیاته شوې ده.

په دې 27 مخه تفصیلي رپوټ کې د ځینو رپوټونو په حواله ویل شوي چې د ایمن الظواهري په مشرۍ د القاعده ډلې مهم مشران په افغانستان کې دي، وایي په ځانګړې توګه دوی د زابل له ختیځې برخې د کونړ تر شمال پورې او بیا د پاکستان تر پولې پورې سیمو کې اوسېږي.

ملګري ملتونو ویلي وو د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې ایمن الظواهري په اتو وېډیوګانو کې را ښکاره شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG