لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي ایم دصدر علوي لخوا سیاسي تاؤ تریخوالي کمولو کې د رول ادا کولو وړاندیز رد کړی دی


پاکستان کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ايم د هیواد د صدر عارف علوي لخوا د سياسي تاوتريخوالي کمولو لپاره د مرکزي حکومت او مخالف ګوند تحريک انصاف ترمنځ دخبرو اترو لپاره د کردار لوبولو وړانديز رد کړى دى.

بل اړخ ته د مرکزي حکومت د واک لاندې دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای فارن فنډنګ قضيه کې پلټنې پيل کړي او په دې هکله یې دیو لیک دلارې پخواني وزير اعظم عمران خان نه د ګوند لپاره دترلاسه شوؤ پنګو مکمل تفصیلات غوښتي دي.

د پلټنو دمرکزي ادارى ايف یي اى لخوا د پخواني وزير اعظم عمران خان په نوم ليکلي خط کې د تحريک انصاف د ټولو بينکي اکاونټونو دتفصيلاتو او د ګوند د اړونده غړو دشناختي کارډونه په راتلونکو ١٥ ورځو کې د جمع کولو امر ورکړى شوى دى.

تر دې وړاندې دانتخابي کميشن فيصله کې په تحريک انصاف ګوند د ملکي قانون په ضد د پاکستاني نژاد عارف نقوي پشمول ٤٣ بهر ملکي وګړو او د بهر ملکي کمپنيانو څخه د پیسو اخستو پخلى شوى ؤ او کميشن هم په دې اړه عمران خان ته د سپيناوٸ لپاره دحاضريد نوټس جاري کړى ؤ.

پاکستان کې دسیاسي اړي ګړي په دوام مرکز کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي‌ ایم اؤ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دیو بل پرضد محاذ تود ساتلی دی اؤ ایف ایي ای که چرته دپي‌ ټي ایي دمشرانو پرضد کارروایۍ کوي نو هلته پنجاب صوبه کې پولیس د مسلم لیګ نواز ګوند دمشرانو پرضد کارروایۍ کوي.

تيره شپه دپنجاب پوليسو د مسلم ليګ نواز ګوند دپخواني وزير رانا مشهود او د وزير اعظم شهباز شريف دسلاکار عطا تارړ د نيولو لپاره د هغوئ په کورونو چاپې وهلې دي.

د شنبى په ورځ هم په لاهور کې مپډيا سره دخبرو په وخت دتحريک انصاف وياند فواد چودهري وويل که مرکزي حکومت دوي له څپېړه ورکوي نو دوئ به ورته بل مخ نه وړاندې کوي بلکې پرضد به یې ځوابي اقدام کوي.

د فواد چودهري په خبره مرکزي کابينه کې شامل د رانا ثنالله او عطا تارړ په څېر تنان باید دې لپاره چمتو اوسي.

په عین حال کې مرکز کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ايم د صدر عارف علوي لخوا د مرکزي حکومت او تحريک انصاف ترمنځ خبرو اترو لپاره کردار لوبولو وړانديز رد کړى دى.

د پي ډي ايم وياند حافظ حمدا لله ويلي صدر دې لومړى دا ثابته کړي چې هغه یوازې د تحريک انصاف نه بلکې د ټول هيواد صدر دى نو بيا دې داسې خبرې کوي.

هم د شنبى په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وینا په وخت مرکزي وزير مصدق ملک تکرار کړې چې پي ټي ایي د بينکي اکاونټونو ترڅنګ امريکا کې د اړیکو پراخولو لپاره د فرم دخدماتو ترلاسه کولو په اړه هم دغلط‌ بیانۍ نه کار اخستی دی.

نوموړي ويلي عمران خان دې دا سپيناوي هم وکړي چې پي ټي ایي د څه غرض لپاره فنټين نومې امريکني فرم ته په لکونو ډالر ورکړي دي؟

خو د تحريک انصاف ویاند فواد چودهري دا دريځ رد کړى چې ګنې يو خوا دوي د امريکا په ضد بيانيه پرمخ وړي نو بل اړخ ته تحريک انصاف د امريکا صدر بايډن انتظاميه سره اړيکو پځاى کولو لپاره هڅې کوي.


دفواد چودهري ترمخه دوي د لابنګ لپاره نه خو امريکایي ولس او ميډيا کې دتحريک انصاف د ښه انځور وړاندې کولو لپاره ددغه فرم خدمات ترلاسه کړي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG