لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم اورنګزېب: پر شهباز ګِل د تشدد خپره شوې وېډیو جعلي او د بل کس ده، هغه روغ دی


واشنګټن ـــــ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په ګډون د دې ګوند هغه تورونه بې بنیاده وبلل چې ګواکې پر ډاکټر شهباز ګِل په تاڼه کې تشدد شوی دی او په روغتون کې جوړه شوې د هغه یوه نوې وېډیو یې خپره کړې چې هغه پکې روغ رمټ ښکاري.

مریم اورنګزېب د شنبې- خالي په ورځ یوې خبري‌ غونډې ته د تحریک انصاف پر یو مشر شهباز ګِل د تشدد او جسي تېري تورونه ټولې پروپیګنډې وبللې او ویې ویل چې دا هیڅ حقیقت نه لري.

مریم اورنګزېب هغه وېډیو جعلي وبلله چې یو تن په روغتون کې په بد حالت کې پر سټرېچر لوڅ پروت دی، درې څلور کسان ورباندې را غونډ دي او پر خاصو اندامونو یې وینه او پټۍ لیدل کېږي. مریم اورنګزېب وویل:

"دا وېډیو په چکوال کې پر ماشوم د یو جنسي تېري کوونکي ده چې وروسته ځایي خلکو ورباندې تشدد کړی دی او دوی دا وېډیو چلوي وایي دا شهباز ګِل صاحب دی او جنسي تشدد ورباندې شوی دی".

د اطلاعاتو وزیرې نور تفصیل وړاندې نه کړ، چې په چکوال کې پر ماشوم دغه جنسي تېری او له هغه وروسته پر دې ممکنه جنسي تېري کوونکي تشدد کله شوی وو او نه پر سوشل مېډیا د خپرې شوې دې وېډیو تصدیق شوی دی چې دا یې د هغه «جنسي تېري کوونکي» ګڼي.

مریم اورنګزېب تور پورې کړ، چې دا پروپیګنډه لومړی عمران خان پیل کړې ده او وایي د داسې سنګینو تورونو جعلي وېډیو خپرول سایبر جرم دی.

مریم اورنګزېب چې د شهباز ګِل کومه تازه وېډیو خپره کړې په هغه کې هغه ولاړ او روغ رمټ لیدل کېږي چې [غالباً د خپل علاج] فایل یې په لاس کې دی او له دوو پولیسو سره خبرې کوي او بل ځای پر بیډ ناست هماغه فایل ګوري.

خو پر ټولنیزو رسنیو ډېرو کسانو بیا د مریم اورنګزېب له خوا د روغتون خپره شوې وېډیو او عکسونه جعلي بللي دي او شک یې څرګند کړی چې دا شهباز ګِل نه دی. مشهور خبریال معید پیرزاده پر خپل ټویټر په دې اړه په یوه وېډیو کې تفصیلي خبرې کړې او لیکلي یې دي:

"زه تیار وم د مريم اورنګزيب په خپرو شوو عکسونو باور وکړم، چې کېدای شي ډاکټر شهباز ګِل ښه شوی وي، خو د وېډيو تر کتلو وروسته فکر نه کوم په وېډيو کې له پوليسو سره خبرې کوونکی دې ډاکټر ګِل وي. د پي ډي ایم حکومت ولې دا ډرامه جوړه کړه؟".

د پاکستان مخکیني وزیراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وړمه ورځ پر خپل ټویټر د شهباز ګِل وېډیو خپره کړې وه چې هغه په ویل چېر کې ناست وي او ساه یې لنډه لنډه کېږي. عمران خان تور پورې کړی چې پر هغه تشدد شوی دی:

"په ټولو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاره ده چې پر ګِل د جنسي تشدد په ګډون ذهني او بدني هم شوی دی او هغه هم په دومره وحشتناک طریقه چې مثال یې نه شي موندېدای، د هغه سپکاوی ځکه شوی چې غواړي مات یې کړي".

د اسلام اباد پولیسو هم پر ټویټر لیکلي چې "پر ملزم شهباز شبیر [ګِل] د تشدد او جنسي تېري خبرونه ځینو کسانو له ځانه جوړ کړي" او د عدالت په امر په دې اړه پر لومړني رپوټ د دوی کار روان دی او دغو بیانونو ته کتنه کوي.

د اسلام اباد پولیسو پر خپله رسمي ټویټر پاڼه خبرداری ورکړی چې هر څوک دغه اداره بدناموي وایي د هغوی په ضد به قانوني ګامونه اخیستل کېږي:

"که له چا سره هم څه ثبوت وي نو د اسلام اباد پولیسو ته یې سپارلای شي، له خلکو مو غوښتنه ده چې بې له څه تصدیقه دې د چا د دروغجنې پروپیګنډې برخه نه جوړېږي".

د عمران خان او تحریک انصاف ګوند د پلویانو پر تورونو په سوشل مېډیا کې هم کلکې نیوکې شوې دي او د هغوی تورونه یې پروپیګنډه بللې ده.

مشهور خبریال او څېړونکي سید طلعت حسېن پر ټویټر لیکلي، عمران کولای شي چې د ځان ژغورلو لپاره یو څوک تر بس لاندې وغورځوي:

"پر ګِل د جنسي تېري د دعوې له سپکاوي ډکه کیسه کېدای شي په مېډیا کې هغه [عمران خان] ته د خلکو لنډمهاله پام واړوي، خو هغه زیان چې شهباز ته ورساوه د رغېدو نه دی، مګر دا د هغه کار دی چې د نورو په قیمت ژوند کوي".

د بشري حقونو نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل د اګست پر 19مه اندېښنه څرګنده کړې وه او غوښتنه یې کړې وه چې پاکستان دې پر شهباز ګِل د پولیس په ولکه کې د تشدد په اړه پلټنې وکړي.

د ادارې د سويلي اسيا څانګې ويلي وو، "د شهباز ګِل وکيلانو تورونه لګولي چې په ګِل تشدد شوی، اداره په دې اندېښنه لري او د دغو تورونو د سمدستي، موثره او بې طرفه" پلټنې دې وشي".

د عمران خان په امر د شنبې- خالي په ماښام د پایتخت اسلام اباد په ګډون د ملک په اکثرو لویو ښارونو کې سترې احتجاجي مظاهرې شوې وې چې پکې بیا پر شبهاز ګِل د ممکنه بدني او جنسي تشدد تورونه تکرار شوي او غندنه یې شوې وه.

عمران خان په اسلام اباد کې احتجاجي جلسې ته وویل چې ګوند به یې پر شهباز ګِل د تشدد په ضد د اسلام اباد د پولیسو د مشرانو (ای جي او ډي ای جي) او ښځینه مجسټریټ زېبا په ضد په سپریم کورټ کې مقدمه درج کړي:

"په شهباز ګل باندې د دې لپاره تشدد شوی چې ورته ووایي موږ د قانون نه پورته یو. وحشت د خلکو د غلامولو لپاره خپریږي".

د پاکستان د الیکټرانیک مېډیا د انتظام مرکزي ادارې پېمرا د عمران خان تر پرونۍ وینا وروسته پر ملکي مېډیا د هغه د لایو یا مخامخ وینا پر خپرولو بندیز اعلان کړ او په یوه اعلامیه کې یې تور پورې کړ، چې هغه د پخپلو ویناوو سره امن ته زیان رسوي.

شهباز ګِل د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان چيف اف سټاف يا وياند دی او د تېرو څو ورځو نه د پوځ پرضد د بیان په تور نيول شوی دی.

شهباز ګِل چې درې شپې وړاندې د اسلام اباد پوليسو له اډياله جېله پیمز روغتون ته د درملنې دپاره بوتللی وو، د جمعې په ورځ د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ ته وړاندې کړی او عدالت د هغه د طبي معاينې حکم کړی او د ګل- دوشنبې تر ورځې يې په همدې روغتون کې د ساتلو ويلي وو.

شهباز ګِل په وروستيو کې د پاکستان په یو شخصي ټي وي چېنل [اې ار وايي] د پوځ په اړه بيان ورکړی او تور يې لګولی وو چې حکومت د پوځ د لاندې او مينځنۍ کچې افسران د تحریک انصاف پرضد راپاروي.

په نهم اګست پاکستان کې د الېکټرانک ميډیا د څار او انتظام ادارې [پېمرا] اې ار وايي ټي وي ته شوکاز نوټس ورکړی چې د شهباز ګِل هغه بيان یې خپور کړی کوم چې د وسله وال پوځ په صفونو کې د بغاوت د راپارولو برابر دی. د پاکستان حکومت د اې ار وای نشریات ځنډولي وو او شهباز ګِل هم بيا په نهم اګست په اسلام اباد کې ګرفتار کړی شوی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG