لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخپلو مخالفینو دمقدمو درج کولو په اړه دپښتونخوا حکومت لانجمنه اعلامیه هایکورټ کې چیلنج کړل شوه


peshawar high court
peshawar high court

دخیبر پښتونخوا حکومت لخوا دخپلو سیاسي مخالفینو پرضد دغدارۍ دمقدمو درج کولو لپاره د ډيره اسماعیل خان یو انتظامي چارواکي ته د واک سپارلو اعلامیه په پېښور هایکورټ کې چیلنج کړل شوې ده.

اوړمه ورځ دپښتونخوا حکومت اعلان کړی ؤ چې ډېره اسماعيل خان ضلعه کې یې د اوولسم ګرېډ افسر ايډيشنل اسسټنټ کمنشر ته واک ورکړی چې هغه کولی شې د چا په ضد هم مقدمه درج کړي او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي علي امين ګنډا پور پشمول نورو کسانو ته دې لړ کې د درخواستونو اخستو ويل شوي دي .

خو قانون پوهان نظر لري چې قانون يو سرکاري افسر ته د مقدمو درج کولو واک نه ورکوي او داسې ښکاري چې صوبایي حکومت دا قانون د سياسي مخالفينو په ضد کارول غواړي۔

د انتظاميې د لوري دجاري شوې مراسلې ترمخه صوبایي حکومت د ډېره اسماعيل خان ايډيشنل اسسټنټ کمشنر منير احمد ته د کريمينل پروسيجر ايکټ د 196 مادې لاندې دمقومو درج کولو واک ورکړی دی د کومې وروسته چې به هغه د پاکستان پينل کوډ 153A, 108 A,او 505 دفعو لاندي مقدمي درج کولی شي۔

د مراسلي ترمخه د ډي ایي خان نه د پي ټي ایي پخواني د قامې اسمبلې غړي علي امين ګنډا پور به د چا پرضد هم دمقدمو درج کولو لپاره د يادو دفعو لاندي درخواستونه اخستی شي۔

د صوبایي حکومت دغه ګام پيښور هائي کورټ کې یو مشر وکيل شبير حسين ګيګياڼي چیلنج کړی اؤ هغه وي او ای ډیوه ته وایي حکومت د قانون غلطه تشريح کړې ده.

دښاغلي ګیګیاڼي په وینا صوبایي کابيني چې کوم سرکاري افسر ته د مقدمو درج کولو اختيار ورکړيی، قانون يې اجازه نه ورکوي۔

"کابينې داسې کړي دي چې يو ايډيشنل اسسټنټ کمشنر له اختيار ورکړی شوی چې ايف ايي ار درج کوه، کریمينل کېسونه د چا خلاف کوه نو دا 196 لينګويج نه دی۔ بيا ورپسي قانون سره يې دا ټوقه کړې ده چې علي امين ګنډا پور يو عام وګړی دی ،هغه له يي بيا دا اختيار ورکړی دی چې ته د ملک په هره سطحه کې چې جرايم کيږي د پې ډي ايم والا څوک یې کوي يا د سياسي مقاصدو دپاره، بليک ميلنګ دپاره د خلکو ځورولو دپاره، د سياسي ورکرانو ځوروولو دپاره ،د سياسي مقاصدو دپاره هغه له يي دا اختيار ورکړی دی چې ته ايف ایي ار کوه ‘‘

نوموړی وایي د داسي ډول غير قانوني هڅو په ترڅ کې به د صوبو ترمينځ کرکه سيوا شي ځکه چې جرم به يوه صوبه کې شوی وي او مقدمه به يي بله صوبه کې درج کيږې د کوم چې په قانون کې کنجايش نشته۔

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشاور برسټر محمد علي سيف د ټولنيزو رسنيو د لارې خپل يو پيغام کې ويلي دي چې صوبایي حکومت د دولتي ادارو پرضد دکرکې خپرونکو د پې ډې ايم مشرانو پرضد د مقدمو درج کولو پريکړه کړې ده۔

هغه ویلي د پاکستان پينل کوډ د مختلفو مادو لاندي به مقدمي درج کولی شي او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر به د پخواني وفاقي وزير په شکايت مقدمي درج کوي۔

زياتوي مقدمي به په تېرو وختونو کې د پوځ، عدليې او نورو رياستي ادارو خلاف د کرکي او اشتعال خوولو په اساس درج کولی شي۔

د پاکستان تحريک انصاف په تیر مرکزي حکومت کې په کال 2020م کې هم دا ډول يوه اعلاميه جاري کړل شوي وه پکې د داخله وزارت يو سيکرټري ته د رياست ضد دمقدمو درج کولو واک ورکړل شوی و۔

بل لوري ته د تحريک انصاف د وکيلانو داتحاديې مرکزي عمومي سکتر شاه فيصل الياس ايډوکيټ وایي صوبایي حکومت دغه ګام د قانون په چوکاټ کې دننه پورته کړی دی او صوبایي کابيني يي منظوري ورکړې ده۔

ډیوه سره خبرو کې دهغه وینا وه ‘‘قانوني اختيارات حکومت تفويض کړي دي ،دې ته ډيليګيشن اف پاور ويلی شي او د قانون په چوکاټ کې په دې باندې څه قسمه قدغن نشته يو انسان ته نه صرف پاور ورکولی شي بلکي ورسره هر قسمه اختيارات او دې سره چې کومې اړونده دفعې دي هغه هم استعمالولی شي‘‘

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند دمشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند د ځینو نورو مشرانو پرضد د غدارۍ مقدمې درج کړی شوې دي چې د عمران خان یو نزدې ملګری شهباز ګل وړاندي نه داسلام اباد پوليسو په دغسې یې یوه مقدمه کې نیولی دی.

د پيښور هایي کورټ نور شير نومي یو وکيل هم روانه اوونۍ د پيښور شرقي تاڼه کې د پي ډي ايم دمشرانو مولانا فضل الرحمان، اصف علي زرداري، نواز شريف، شهباز شريف او ځینو نورو مرکزي مشرانو پرضد د غدارۍ دمقدمي درج کولو دپاره درخواست جمع کړی دی۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG