لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان عدالت ته په بیان کې ښځینه قاضي ته په ګواښونو د بخښنې په ځای افسوس څرګند کړی


اسلام اباد ـــــ عمران خان اسلام اباد هايکوټ ته په خپل ورکړي ځواب کې د اسلام اباد ښځينه قاضي ته د دړکو یا ګواښونو ورکولو په اړه په خپل بيان باندې د بخښنې پر ځای افسوس څرګند کړی دى.

د بشري حقونو او د انټرنيټ کاروونکو فعالين د پېښور جلسې ته د پخواني وزيراعظم عمران خان وينا په وخت پاکستان کې د يو ټيوب تړلو حکومتي ګام غندنه کوي او دا ناوړه سنسر شپ بولي.

اسلام اباد هايکورټ ته په ورکړي خپل ځواب کې پخواني وزير اعظم عمران خان دريځ خپل کړى د ښځينه قاضي زېبا چوهدري په اړه هغه قصدي خبرې نه وې کړې ځکه نو عدالت دې د هغه سپيناوى ومني.

د بغاوت په تور ګرفتاره د عمران خان نيزدې ملګري شهباز ګِل ته د جسماني ريمانډ ورکولو پرېکړې په سر عمران خان زېبا چودهري ته د سختو نتيجو سره مخ کېدو دړکه ورکړې وه.

د دغه بيان په سر اسلام اباد هايکوټ د عمران خان په ضد عدالت د سپکاوي کاروايي پيل کولو پرېکړه کړې وه، ټاکل شوې چې سبا ياد عدالت ددغه قضيې اورېدنه هم وکړي.

بل اړخ ته د بشري حقونو فعالين تېره ورځ د پېښور جلسې د عمران خان د وينا په وخت د يوټيوب تړلو د حکومتي ګام غندنه کوي او دا د بشري حقونو په ضد بولي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د بشري حقونو فعال شفيق ګګياڼی ايډوکېټ وايي له دې سره لوی شمېر کاروونکي د اڼترنيټ کارولو نه محروم پاتې شي، وایي له دې سره په نړۍ کې هم د پاکستان بدنامي کیږي.

دا په داسې وخت چې د پاکستان پوځ او حکومت د فيصل اباد جلسه کې د عمران خان تقرير ته سخت غبرګون ښوولی او دا د ملکي سلامتيا په ضد بولي.

عمران خان تور لګوي چې په حکومتي اتحاد پي ډي ایم کې شامل نواز شريف او زرداري د پوځ يو داسې نوی مشر ټاکل غواړي چي پاکستان سره د وفادارۍ پر ځاى د دوی کرپشن ته تحفظ ورکړي.

د وړاندې نه اسلام اباد هايکوټ د حکومتي ادارې پېمرا له خوا شخصي ټي وي چېنلو باندې د عمران خان تقرير نېغ په نېغه چلولو باندې د بنديز حکم پورته کړى وو خو دغه حکم جاري کوونکي د هايکوټ مشر قضي اطهر من الله هم د عمران خان فيصل اباد وينا باندې سختې نيوکې کړي او ویلي یې دي بيا دې عمران خان هم د عدالتونونو نه ډېرې تمې نه ساتي.

د بشري حقونو بله فعاله نګهت داد د خان د تقرير په وخت د يوټيوب تړل پاکستان کې د رایې اظهار باندې د بنديز او د سنسسرشپ ناوړه عمل ګڼي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نګهت داد زیاته کړه چې عمران خان سياسي مشر دى او وایي په يو جمهوري نظام کې په سياسي تقرير باندې بنديز نه شي لګېدلى.

تېره ورځ د ټولنيزو رسنيو د لارې يو شمېر کسانو يوټيوب تړل کېدو او دې ته د رسایۍ نه کېدو شکايات کړى وو.

د تحريک انصاف وياند فواد چودهري تور لګوي حکومتي ادارې پي ټي اې په حکم يوټيوب تړل شوى وو خو بهرملکي مطبوعاتي ادارې سره خبرو کې د پي ټي اې وياند خرم علي مهران داسې کوم ګام نه لاتعلقي ښودلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG