لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان مني چې د پي ټي ای په واکمنۍ کې د سوات امنیت خراب شوی


د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان منلې ده چې دهغه دګوند تحریک انصاف د واکمنۍ دلاندې صوبې خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډویژن کې حالات خراب شوي دي خو وایي د اړي ګړي په دې وضعیت قابو موندل د وفاق ذمه واري ده.

په خېبر پښتونخوا کې د عمران خان مخالف پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ تور لګولی چې دتحریک انصاف صوبایي حکومت صوبه ترهګرو ته سپارلې ده اؤ دترهګرو په وړاندې د ودریدلو پځائ هغوئ ته بهتې یا قلنګونه ورکوي.

د خالي په ورځ چارسده کې د خپل ګوند پلویانو ته په یوه وینا کې عمران خان ویلي دخېبرپښتونخوا حکومت خپله ټوله هڅه کوي چې ملاکنډ ډویژن (سوات) کې په وضعیت قابو ومومي خو هغه تور ولګولو چې مرکزي حکومت په دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې خیبر پښتونخوا کې دهغه په حکومت نیوکې روانې دي چې ورځ تر بلې ترې دصوبې امنیتي وضعه خرابېږي اؤ حکومت توان نه لري چې صوبه کې یو وارې بیا دطالبانو د راپورته کیدو مخه ونیسي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردارحسین بابک وي او ای ډیوه ته وایي دپي ټي ایي دحکومت مشران پخپله وسله والو ته قلنګونه یا بهتې ورکوي نو هغه به څنګه دامنیت په صورتحال قابو ومومي.

دسردار بابک په وینا صوبه کې ولسونه پخپل سر راپورته شوي اؤ دامنیت د بدې وضعې،قلنګونو،هدفي وژنو اؤ د طالبانو دبیا راپورته کیدو په ضد احتجاجونه کوي خو صوبایي حکومت توان نه لري چې دطالبانو مخې ته ودریږي.

هغه وویل "دا بله ورځ چې په سوات کې ټول خلک دناامنۍ پرضد احتجاج ته راوتلي وؤ پوښتنه داده چې پي ټي ایي ولې په دې احتجاج کې نه وه شریکه ؟ "

هغه تور ولګولو چې دخیبر پښتونخوا دصوبایي حکومت ویاند (برسټر محمدعلي‌ سېف) داسټیبلشمنټ تنخادار دی اؤ هغه چې یې دڅه مقصد لپاره راوستی دی ،هغه مقصد ډير واضحه دی.

دخیبر پښتونخوا په حکومت دا نیوکې هم کیږي چې دوئ یو خوا ټي ټي پي سره د روانو مذاکراتو نه لاتعلقي څرګندوي اؤ بل لوري ته دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سېف پاکستاني طالبانو سره په مذاکراتي ټيم کې شامل دی ؟

څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې ټي ټي پي سره مذاکراتو کې بیرسټر محمدعلي سیف دچا استازیتوب کوي؟

خو تېره ورځ چې کله د وي او ای ډیوه خبریال عبدالرزاق همدا پوښتنه دښاغلي سیف نه وکړه نو هغه وویل پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو کې دپاکستان د ریاست استازیتوب کوي.

دبیرسټر سېف ددې دریځ برعکس تېره اوونۍ دخیبر پښتونخوا حکومت یو وزیر شوکت علي یوسفزي دیو پښتو ټي وي چینل سره خبرو کې ویلي وؤ چې "محمدعلي سېف څو کاله پخپله په افغان جهاد کې پاتې شوی اؤ کیدای شي ټي ټي پي سره مذاکراتو لپاره دهغه نوم افغان حکومت ورکړی وي"

په دې وروستیو کې چې دطالبانو اؤ دپاکستان د ریاست ترمنځ دسولې دمذاکراتو لړۍ پیل شوې ورسره سم په مطبوعاتو کې رپورټونه مخې ته راغلي چې دخیبر پښتونخوا په یو شمیر سیمو کې بیا پاکستاني طالبان راپورته شوي اؤ خلکو نه دقلنګونو غوښتنې هم کوي.

دطالبانو دبیا راپورته کیدو اؤ دخراب امنیتي صورتحال په ضد په سوات،شانګله،دیر،باجوړ،خیبر،شمالي وزیرستان اؤ کرم ضلعو احتجاجي مظاهرې هم شوي اؤ ددغو سیمو اوسیدونکي وایي په هیڅ قیمت دې ته تیار نه دي چې سیمو ته یې طالبان بیا راننوځي اؤ دوئ یو وارې بیا د کډوالۍ په ژوند کولو مجبوره شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG