لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:دطالبانو حکومت دې دنجونو په تعلیم اؤ دښځو په کار کولو بندیزونه ختم کړي


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي افغانستان کې امن اؤ ثبات پاکستان کې دامن ضمانت دی اؤ دافغانستان کنګل کړل شوې پنګې په سمدستي ډول ایله کړل شي.

خبري شبکې ای پي سره مرکه ښاغلي شهباز شریف افغانستان کې دطالبانو دحکومت له لوري دښځو په روزګار اؤ دنجونو په زده کړو لګول شوي بندیزونه دافسوس وړ بللي اؤ ویلي یې دي چې طالبانو ته به دښځو حقونو ته درناوی کول وي.

دا په داسې حال کې ده چې دجمعې په ورځ دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د شهباز شریف دې وینا په افغانستان کې دننه اؤ بهر سخت غبرګونه راپارولي چې ویلي وؤ ترهګرۍ ډلې داعش،ټي ټي پي، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعالیت لري او د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي.

هغه پخپله وینا کې غوښتنه کړې وه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له اوسنیو واکمنیو سره د دغو ټولو ډلو پر وړاندې په اغېزناکه او پراخه توګه چلند وکړي.

په افغانستان کې دطالبانو حکومت دشهباز شریف دا څرګندونې رد کړي اؤ دبهرنیو چارو وزارت یې ویلي افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله نه شته.

همدا شان دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا دشهباز شریف شریف څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ په ټویټر یې لیکلي چې افغانستان دتېرو څو لسیزو راهسې دترهګرۍ ښکار دی اؤ دترهګرو خوندي ځالې په پاکستان کې شتون لري چې له دغه ځایه دحکومت په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي.

پخپله تازه مرکه کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان افغانستان کې امن اؤ ثبات غواړي ځکه چې په دغه هیواد کې امن اؤ ثبات دپاکستان دامن ضمانت دی .

هغه په طالبانو غږ کړی چې دنجونو منځیو ښوونځیو ته په تګ بندیزونه ختم کړي اؤ هم میرمنو ته دکار کولو فرصتونه ورکړي.

تر دې وړاندې دفرانس یو ټي وي چینل سره مرکه کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ویلي وؤ چې طالبانو نړیوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي اؤ هم له دې امله یې نړۍ حکومت په رسمیت ونه پېژندلو.

خو دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا زیاتره وخت رسنیو ته ویلي چې دوي له نړۍ سره خپلې ټولې کړې ژمنې سرته رسوي .

دطالبانو حکومت نجونو دتعلیم په اړه دریځ خپل کړی چې دوئ دنجونو دتعلیم لپاره په یوه داسې تګلاره جوړولو کار کوي چې هغه دافغانستان دعنعناتو اؤ اسلامي احکامات عین مطابق وي.

تېرکال داګست په میاشت په اقتدار له قبضې کولو وروسته طالبانو د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستي وؤ، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG