لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برید نړیواله غندنه: عمران خان شهبازشریف، رانا ثناءالله او د ای ایس ای افسر په برید تورن کړي


واشنګټن ـــــ د پاکستان تحریک انصاف ګوند دوو مشرانو اسد عمر او اسلم اقبال په یو وېډیو پیغام کې د عمران خان له خولې وویل، چې پر ده باندې په حمله کې درې تنه وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله او د ای ایس ای یو افسر مېجر جنرل فیصل نصیر لاس لري.

د عمران خان پر احتجاجي لانګ مارچ باندې د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین د پنجاب په وزیراباد سیمه کې ډزې وشوې، چې د رسنیو به وینا د عمران خان په ګډون اووه تنه پکې ټپیان شول او یو تن و وژل شو. د پاکستان په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو هم پر عمران خان د برید غندنه کړې ده.

د پنجشنبې- زیارت په شپه اسد عمر د عمران خان له خوا په دې وېډیو بیان کې وویل، غوښتنه یې دا ده چې "پر ده د قاتلانه برید" په تور دې دغه درېواړه کسان له خپلو څوکیو لرې کړل شي:

"د خان صاحب پیغام دا دی چې که دغه درې کسان له خپلو څوکیو لرې نه کړای شول نو بیا به د ټول ملک په کچه احتجاج وي، بیا داسې نه شي کېدای چې پاکستان به همداسې له دغو حالاتو سره چلېږي".

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناءالله پر عمران خان د برید په اړه د د اسد عمر ورکړل وېډیو بیان غندلی چې د ده په ګډون یې وزیراعظم او د پوځ یو افسر پکې تورن کړي دي.

خبري غونډې ته د وینا په مهال رانا ثناء الله وويل دا ډېره د افسوس خبره ده چې د تحريک انصاف مشران لکه اسد عمر، شيرين مزاري او فواد چوهدري غير ذمه دارانه بيانونه ورکوي.

رانا ثناءالله وویل د عمران خان پر لانګ مارچ د ډزو په پېښه كې د نيول شوي ملزم ابتدایي بيان ضروري دی. وایي د امنيت ذمه واري د مرکز نه بلكې د پنجاب حکومت ده نو استعفا دې د کورنیو چارو د مرکزي وزیر او وزیراعظم پر ځای د صوبې له وزيراعلي وغوښتل شي.

پولیسو پر عمران خان تر برید سمدستي وروسته مبینه بریدګر نیولی او هغه پر سوشل مېډیا په خپره شوې وېډیو کې مني چې برید یې په یواځې سر پلان کړی وو. د پنجاب وزیراعلی چوهدري پروېز الهي د دې ملزم د وېډیو د خپرېدو په تور د پولیسو د ایس ایچ او په ګډون څلور پولیس معطله کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر وویل ده د مبینه بریدګر اعترافي وېډیو لیدلې او د هغه د نظر غندنه کوي چې د برید سبب یې بولي، خو وایي د تحریک انصاف مشران چې د خپلو مخالفینو خلاف د ملک خلک ګمراه کوي نو ځینې خلک به د دوی خلاف هم "ګمراه" شي.

تر ډزو سمدستي وروسته عمران خان په خپل بلیټ پروف یا مرمۍ ضد موټر کې له کنټینر څخه په لاهور کې خپل د شوکت خانم په نوم روغتون ته یووړل شو، چې د تحریک انصاف د مشرانو په وینا حالت یې له خطرې وتلی دی.

د نړۍ د مشرانو او مشهورو څېرو غندنه:

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو پر عمران خان او د هغه د ګوند پر کسانو حمله "تشدد" بللی او په کلکه یې غندلې ده، وایي دا ډول پېښې ورته د منلو وړ نه دي. ښاغلي ټروډو پر خپل ټویټر یې لیکلي:

"دا [ډول پېښې] په هیڅ ډول جمهوریت یا زموږ په ټولنه کې په سیاست کې ځای نه لري. زه عمران خان او په دې پېښه کې نورو ټپي کسانو ته بیړنۍ روغتیا غواړم".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم په یو ټویټ کې ویلي، چې امریکا په سیاسي لاریون کې پر عمران خان ډزې په کلکه غندي او د هغه په ګډون یې ټولو ټپیانو ته بیړنۍ روغتیا غوښتې ده. بلینکن لیکلي:

"په پېښه کې د وژل شوي تن له کورنۍ سره غمرازي کوو، ټول اړخونه باید پرامنه و اوسي، تشدد په سیاست کې ځای نه لري".

د عمران خان پخوانۍ لومړۍ برتانوۍ مېرمنې جمایما ګولډسمیت هم پر هغه د برید په اړه غبرګون څرګند کړی او پر ټویټر یې لیکلي دي چې "له دا ډول خبرونو وېره لري". جمایما لیکلي:

"د خدای شکر دی هغه روغ دی، د ده د زامنو له خوا د هغه زړور تن مننه کوم چې په ګڼه ګوڼه کې یې بریدګر را ټینګ کړی دی".

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت هم په عمران خان باندې برید غندلی او په یو بیان کې یې ویلي دي چې سعودي امن، ارامۍ او پرمختګ ته د هر ډول خطر په وړاندې له پاکستان او د دې ملک له خلکو سره ملګری دی.

د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د سولې نړیوال انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر عمران خان د حملې مخالفت کړی او هغه ته یې د بشپړې روغتیا دعا کړې ده. ملالې پر ټویټر لیکلي:

"د هرې سیاسي نظریې او ګوند پر مشرانو بریدونه تل غلط کار دی او تشدد هیڅکله هم د منلو وړ احتجاج نه دی".

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لانګ مارچ له تېرو شپږو ورځو راهیسې له لاهور ښاره پیل شوی چې نن د پنجاب وزیراباد سیمې ته ورسېد او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ به بیرته د اسلام اباد پر خوا روانېږي.

پر عمران خان تر برید وروسته د تحریک انصاف پلویان د ملک په لویو ښارونو کې احتجاجونو ته را وتلي دي او په ځینو ځایونو کې سرکاري ګاډو ته د تاوان رسېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

په رپوټ کې د وي او اې اردو معلومات هم را اخیستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG