لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو نابینا شاعر شفیق العالم معذوریار د 64 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې


واشنګټن ـــــ د پښتو ژبې مشهور نابینا شاعر شفیق العالم معذوریار تر اوږدې ناروغۍ وروسته د 64 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او نن په کوټه ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د معذوریار کورنۍ وایي هغه له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د سالنډۍ په ناروغۍ اخته وو او له تېرو څو میاشتو راهیسې پر بستر پروت وو، خو نن د اکتوبر پر 16مه ماسپښین مهال یې ساه ورکړه.

شفیق العالم معذوریار د 1958م کال د فرورۍ پر 22مه نېټه د کندهار د سپين بولدک د کدني سره کڅ د مانده په کلي کې زوکړى وو، خو بيا يې کورنۍ چمن ښار ته را کډه شوې وه او پاته ټول ژوند يې په چمن او کوټه کې تېر کړى وو.

د معذوریار پر مړینه ګڼ شمېر پښتنو لیکوالو او شاعرانو خفګان څرګند کړی او دا یې پښتو ادب ته لویه ضایع بللې ده. په جرمني کې مېشت د کندهار لیکوال او جرنلسټ محمد ابراهیم سپېڅلي پر فېسبوک لیکلي:

"د ده په شعرونو کې د مینې تر څنګ د افغانیت او د افغانانو پر حال توی سوې اوښکې او کریږې له ورایه معلومیږي. معذوریار ته خدای دروند ږغ او د شعر ویلو ځانګړی انداز ورکړی وو چې په مشاعرو کې يې دده شعر ویلو ته د هرچا پاملرنه ور اړوله".

معذوریار په ډېر ماشومتوب کې د سترګو بینایي بایللې وه، خو هغه د یو بینا انسان غوندې ژوند تېر کړی او نه یواځې یې شاعري کړې بلکې د قرآن یو څه حفظ یې هم کړی وو او په کوټه کې یې د «مرک مارکر» په نوم د دارو درملو په یوه کمپنۍ کې نوکري هم کړې ده.

معذوریار به د شاعرۍ د خوندي‌ کولو لپاره په جېب کې یو ووړ ټېپ ریکارډر ورسره ګرزاوه او په هغه کې به یې خپله شاعري ورسره ریکارډوله، بیا به یې په مشاعرو او ادبي غونډو کې هم خپل شعرونه له دغه ریکارډر څخه اوروله.

د پښتو ځوان شاعر او لیکوال شهیم کاکړ هم د معذوریار مړینې خفه کړی او پر فېسبوک یې لیکلي چې هغه له کړاوونو په ډک ژوند کې هم ټول عمر خپلې ژبې ته خدمت وکړ:

"شفيق العالم معذوريار صاحب په ړندو سترګو د پښتون زړه په بينايي پښتو ليکله، پښتو ادب ته يې په نېستۍ کې کار کاوه چې ډېر سترګې لرونکي، جایدادونه لرونکي او ډګرۍ لرونکي پښتانه وايي «پښتو به څه کوو؟»".

شفیق العالم معذوریار هیڅ وخت چاته دا نه وه ور محسوسه کړې چې ګواکې هغه معذور دی او له کورنیو مصروفیتونو سره سره یې تل په ادبي غونډو او مشاعرو کې ګډون کاوه او په کوټه کې د «ملګري لیکوال» ادبي ټولنې په پینځلس ورځنیو غونډو کې یې شاوخوا شل کاله بې له ناغې ګډون کاوه.

معذوریار له مطالعې سره ډېره مینه لرله، خو هغه ته به ډېر وخت داسې څوک نه ور پیدا کېده چې کتابونه ورته ولولي او څنګه چې په پښتو کې ږغیز کتابونه هغه وخت نه وو نو د کتابونو له اورېدو هم اکثر محروم وو.

ښاغلی معذوریار 22 کاله د نابینایانو د یو تنظیم مشر هم اوسېدلی چې په دې لړ کې یې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو له نابینایانو سره هم لیدلي او په دې برخه کې یې خدمت کړی دی.

معذوریار په شپږکلنۍ کې شاعري پیل کړې وه، خو بیا په منځ کې څه موده شاعري ترې پاته شوې وه او په پینځلس کلنۍ کې بیرته ملتپال سیاست بیرته شعر لیکلو ته هڅولی وو.

د معذوریار د شاعري لومړۍ ټولګه «تاتمول» شاوخوا 25 کاله مخکې چاپ شوې وه، دویمه مجموعه یې «سکاسه» یې په 2003م کال کې چاپ شوې او درېیمه ټولګه یې «شونډي پاڼي، زړه د کاڼي» په 2012م کال کې چاپ شوې ده.

د معذوریار د تېرو لسو کلونو شاعري لا هم ناچاپه پرته ده، خو له شعر سره سره هغه په نثر کې هم کار کاوه او په یوه مرکه کې یې ویلي وو چې پر یو قاموس، «متل او محاوره» او پر ولسي ادبیاتو خصوصاً پر لنډیو او غاړو یې تنقیدي کار کړی دی.

د نابینایۍ له کبله د شفیق العالم معذور د معلوماتو لویه سرچینه اورېدل وو، ځکه نو هغه له اوږدې مودې راهیسې رېډیو اورېده او د پښتو وي او اې ډیوه او اشنا په ګډون به یې د اکثرو نړیوالو رېډیوګانو ادبي پروګرامونو ته ټیلیفونونه کول او خپله شاعري به یې پکې اوروله.

د معذوریار په شاعرۍ کې د خپلې خاورې او ولس د حالاتو انځورګري، اخلاقي او ټولنیز تبلیغات او د عشق رنګ زیات لیدل کېږي. د معذوریار د شعرونو څو نمونې:

اوږد که مې کړ لاس چاته د خواست لپاره پرې دي شي

خوښه ده زما د خپلو مټو د محنت ګټه

په لفظونو کې مې نغښتي دي دردونه

له دردونو را ټوکېږي سره ګلونه

حوصله مې غلیم نوره کړه اوچته

پر ټغر د فاتحې کړم اتڼونه

تا د نظر په غشو زما د زړګي میان وویشتی

د بلا لورې! دا دې څرنګه نښان وویشتی

ځان مې شه قربان تر تا په ځان به مې کار نه لرې

تش به ورته ګورې په ګرېوان به مې کار نه لرې

دلته پېر او پلور د ضميرونو په ښه نرخ کيږي

ته که سودا نه کړې په دوکان به مې کار نه لرې

غار ته د مارانو معذورياره ګوتې مه وروړه

چوپ اوسه په چارو د جهان به مې کار نه لرې

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG