لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:پوځ سیاست کې مداخلت کړی خو اوس یې نه کوي،دختیز پاکستان پېښه پوځي نه سیاسي ماتې وه


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال جاوید قمر باجوه دتېرو 70 کالو نه دهیواد په سیاست کې دپوځي مداخلت اعتراف کړی اؤ ویلي یې دي په بیلابیلو شکلونو کې په سیاست کې پوځي مداخلت غیر اییني دی خو نوموړی وایي پوځ به راتلونکي کې په سیاست کې مداخله نه کوي اؤ ځان به دسیاست نه په بشپړ ډول په ډډه ساتي.

دچهارشنبې په ورځ دپینډۍ په پوځي مرکز کې دشهیدانو اؤ ددفاع دملي ورځې په اړوندراجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وروستۍ وینا کې هغه په ډيرو مهمو موضوعاتو په وړومبي ځل خبره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دپوځي دمشر په توګه دا دهغه وروستۍ وینا ده.

جنرال باجوه پخپله دې وینا کې دعمران خان لخوا پاکستان کې دشوي غیرملکي سازش بیانیه دروغ ګرځولې ده اؤ هم یې د1971 په جګړه کې دپاکستاني پوځي ماتې ته دسیاسي ماتې نوم ورکړی دی.

جنرال قمر جاوید باجوه ویلي پوځ دفرورۍ په میاشت کې پرېکړه کړې ده چې سیاست کې به لاسوهنه نه کوي اؤ پخپله پرېکړه په سختۍ سره عمل کوي خو هغه وایي دپوځ په مشرتابه بې ځایه نیوکې وشوې اؤ هرڅوک دې دا خبره ذهن کې کښېنوي چې دصبر هم یو حد وي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سږکال داپریل په میاشت کې دخپل حکومت ختمیدو ترشا دبهرني سازش جوړیدو دعوې کوي اؤ پوځ ته په اشاره وایي، دغه سازش سره دهیواد دننه هم مرسته شوې ده

جنرال باجوه پخپله ننۍ وینا کې په څرګنده د عمران خان بیانیه په دروغو اډاڼه بللې ده اؤ ویلي یې دي "د دروغژنې بیانیې په جوړولو سره هیواد کې ناقراري پیدا کړل شوه اؤ اوس ددې دروغژنې بیانیې نه دتېښتې لاره کتل کیږي،پوځي مشرتابه په غیر مناسبه نومونو یاد کړل شو،پوځي قیادت هرڅه کولی شي خو دملکي ګټو پرضد هیڅ کار نه شي کولی"

هغه ویلي "داناممکنه بلکې ګناه کبیره ده چې ملک کې دې بهرنی سازش کیږي اؤ پوځ دې پښه په پښه اړولې وي اؤ ناست دې وي"

دپوځ دسرلښکر وینا وه چې د پوځ اؤ ولس ترمنځ د فاصلو پیدا کوونکو هڅې به مدام ناکامه کیږي.

هغه وویل "پوځ سره ددې یلغار دجواب ورکولو لپاره ګڼ فرصتونه اؤ وسیلې وې خو مونږ دهیواد په مفاد کې دحوصلې نه کار واخستو اؤ دمنفي بیان ورکولو نه مو ډډه وکړه خو هرڅوک باید دا خبره ذهن کې کښېنوي چې د صبر هم یو حد وي"

هغه وویل دخپل ځان اؤ پوځ پرضد ددې نامناسبه اؤ جارحانه رویې نه تېریږي اؤ پر وړاندې تګ کول غواړي اؤ په وینا یې داسې ځکه کوي چې "پاکستان پر ټولو افضل دی ،افراد اؤ ګوندونه خو ځي راځي"

هغه زیاته کړه دتیرو ډیرو کلونو راهسې په دې خبره غور کوي چې نړۍ کې دانساني حقونو تر ټولو زیاتې سرغړونې دهند پوځ کوي خو دهند ولس پخپل پوځ ډیر کم پخپل پوځ نیوکې کوي "خو ددې برعکس زمونږ پوځ شپه او ورځ دقام په خدمت بوخت وي خو بیا هم شېبه په شېبه دنیوکو سره مخ کیږي"

دجنرال باجوه په خبره" زما په اند ددې غټه وجه د70 کالو نه سیاست کې په مختلفو صورتونو کې دپوځ مداخله ده چې غیر اییني ده،ځکه له ډير سوچ اؤ غور وروسته ما پرېکړه وکړه چې اینده به پوځ په هیڅ سیاسي معامله کې لاسوهنه نه کوي"

خو ددې ترڅنګ جنرال باجوه دا هم وویل چې په ملک کې دهرې ادارې،سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې نه هم تېروتنې شوې دي.

هغه وویل پاکستان دا مهال دسنګینو معاشي ستونزو سره مخ دی اؤ هیڅ یو ګوند هیواد په یوازې ځان ددې معاشي بحران څخه نه شي ویستلی .

هغه وایي وخت راغلی دی چې ټولې خواوې له خپلې ذاتي انا تیرې شي اؤ دماضۍ نه په سبق اخستو وړاندې تګ وکړي اؤ هیواد له بحرانه وباسي.

دجنرال باجوه په خبره د وړاندې تګ لپاره به دعدم برداشت اؤ "زه منم "واله رویه پرېښودل وي.

"د کال2018 په ټولټاکنو کې بریالي ګوند ته ځینو ګوندونو دسلیکټډ لقب ورکړو اؤ په کال 2022م کې دباور بایللو نه وروسته یو ګوند بل ته د امپورټډ لقب ورکړو ، دا رویه به پرېښودل وي"

هغه وویل سیاسي ګوندونو ته به الیکشن کې ګټه اؤ تاوان منل وي ترڅو د راتلونکي الیکشن نتیجه کې هیواد کې دامپورټډ اؤ سلیکټډ پڅاي الیکټډ حکومت راشي.

جنرال باجوه وویل هغه نن په داسې یوه موضوع هم خبره کول غواړي چې په هغې خبرو کولو نه ډډه کیږي

"داخبره 1971 کې پخواني ختیز پاکستان کې زمونږ دپوځ دکارکردګۍ په هکله ده اؤ زه غواړم حقایق درست کړم"

دجنرال باجوه په وینا تر ټولو دمخه پخواني ختیز پاکستاني کې ماتې یوه پوځي نه بلکې سیاسي ماتې وه. په جګړه کې دبوختو پاکستاني عسکرو شمیر 92 نه بلکې یوازې 34 زره ؤ ،نور پاتې خلک په بیلابیلو حکومتي محکمو کې وؤ.

دباجوه په خبره "په دې جګړه کې دپاکستان د34 زور پوځیانو مقابله د دوه نیمو لکو هندي پوځیانو اؤ دوو لکو روزل شوؤ مکتي باهني سره وه، زمونږ پوځ ورسره په بهادرۍ وجنګیدو اؤ بې مثاله قربانۍ یې ورکړې"

دجنرال باجوه وینا وه چې "ددې اعتراف پخپله دهندي پوځ سرلښکر فیلډ‌ مارشل مانک شاه هم کړی دی خو ددې غازیانو اؤ شهیدانو دقربانیو اعتراف تر ننه قام ونه کړو اؤ دا ستر زیاتی دی . زه دغو ټولو غازیانو اؤ شهیدانو ته پیرزوینې وړاندې کوم"

جنرال قمرجاوید باجوه خپله دا الوداعي وینا په داسې حال کې کړې ده چې ټاکل شوې ده په 29م نومبر دپوځ دسرلښکر په توګه دهغه موده پائ ته رسیږي اؤ دنوي پوځي مشر دټاکلو په اړه حکومت دمشورې عمل پیل کړی دی.

دجنرال باجوه دې وینا ته په سوشل میډیا پاکستاني سیاستمدارانو هم بیلابیل غبرګونه ښودلي دي اؤ که چرته دپوځ دسیاست نه په ډډه دساتلو په هوډ یې جنرال باجوه ستایلی دی نو هلته ډيرو فعالینو هغه هم سیاسي چارو کې په لاسوهنه تورن کړی دی.

ګڼ شمیر سیاسي اؤ ټولنیزو فعالانو دختیز پاکستان دتاریخي پېښې په اړه دجنرال باجوه څرګندونې دحقیقت نه لرې بللې دي اؤ وایي په هغه مهال هم پاکستان کې یو پوځي ډیکتاتور په واک ؤ اؤ جنرال نیازي تسلیمیدل دبنګله دیش دجوړیدو سوب وګرځيدو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG