لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفیر منیر اکرم ته د ملالې ځواب: د جینکو په تعلیم پابندي د پښتنو کلچر نه، بلکې د طالبانو کلچر دی


واشنګټن - د نوبل جایزې ګټونکې او د جینکو د تعلیم د حق مبارزې ملالې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د سفیر منیر اکرم جنجال پاروونکو خبرو ته چې د پښتنو په اړه یې کړې وې، مفصل غبرګون ښودلی او په دې باندې یې د پاکستان انګریزي ژبي ډان اخبار ته یو مضمون لیکلی دی.

منیر اکرم په ملګرو ملتونو کې ویلي و چې د دوی د نظره، په افغانستان کې چې طالبانو په ښځو کوم محدودیتونه لګولي دي، کوم مذهبي اړخ نلري بلکې "د پښتنو د ثقافت یو عجیب اړخ دی کوم چې ښځې په کور کې ساتل غواړي."

ښاغلي اکرم چې وروسته د پښتنو غبرګونونه ولیدل، نو د خپلې خبرې نه په شا شو او د پښتنو نه یې بخښنه هم وغوښتله.

ملالې یوسفزۍ ډان اخبار ته پخپل لیکل شوي مضمون کې، د سفیر منیر اکرم د هغې وینا په باب چې د پښتنو د ثقافت په اړه یې کړې وه، لیکلي چې، "د یوې پښتنې، یوې پاکستانۍ، او یوې مسلمانې په حیث" د منیر اکرم دا دعوه په کلکه ردوي.

ملالې زیاته کړې ده چې د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان کې "د ښځو د حقونو د المناکه خلاف ورزۍ ذمه واري صرف د همغو (طالبانو) په غاړه ده."

ملاله یوسفزۍ هغه جینۍ ده چې سکول ته د تللو په لاره وسله والو طالبانو ورباندې حمله وکړه او د سخت زخمي کېدو نه پس، د مرګ نه بچ شوه. هغې پخپلې لیکنې کې دا واضحه کړې چې تعلیم ته یې خڼدان، معاشرې نه بلکې یوې ډلې جوړول. ملالې لیکلي: "زما معاشرې زه سکول ته د تللو نه ایساره نکړم، بلکې دا پاکستاني طالبان و چې د جېنکو په تعلیم یې پابندي ولګوله."

خو هغې دا هم لیکلي چې د طالبانو د دړکو او حملې باوجود، پښتون پلار یې دې سره مرسته کړې چې ترقي وکړي. د ملالې وینا ده چې، "زما پلار، یو ویاړلی پښتون نارینه، زه تشویق کړم چې څو کولی شم تعلیم وکړم، د ښځو او جېنکو په مسئلو باندې خلکو ته تقریر وکړم، او خپله آینده پخپله وټاکم."

ملاله وایي چې طالبان یوه ډله ده، او دې ډلې د پښتنو قام ته ډېرې سختۍ راوستي دي. هغې لیکلي: "د یوې ترهګرې ډلې د لاسه چې ماغزه یې بدل کړی شوي (برېن واش شوي) په افغانستان او پاکستان کې پښتنو د وهل کېدو، بېځایه کېدو، او مرګ کړاوونه ګاللي دي."

ملاله پخپل مضمون کې دا منلې چې د پښتنو په معاشرو کې هم نیمګړتیاوې شته دي، او د نړۍ د نورو برخو په شان، پښتنې ښځې او جينکۍ هم خپل ژوندانه کې د لویو خنډانو سره مخ دي. ملالې د تعلیم، کم عمره ودونو، او ښځو سره په معاشره کې د نارینه و ناوړه چلند غوندې مسئلې یادې کړي، مګر زیاته کړې یې ده چې په افغانستان او پاکستان کې نن سبا ښځې او نارینه په مشترک ډول د دې روایتونو په بدلولو لګیا دي او "که طالبان او نور سختدریځې ډلې کوښښ کوي چې مونږ شا ته بوزي، مګر بیا هم مونږ به ترقي کوو او په مخ روان یو."

د پاکستان چارواکي وخت ناوخت نړېوالو باندې ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت سره دې تعامل وساتي. ملاله یوسفزۍ پخپل مضمون کې لیکي چې، "که سفیر اکرم او د نړۍ نورو مشرانو سره په رښتیا د افغانانو د بشري حقونو غم شته، نو په کار ده چې دوی یو لاس شي او یو غږ اوچت کړي. په کار ده چې هغوی د ښځو د حقونو په سر طالبانو سره هېڅ قسم جوړجاړی ونکړي او له طالبانو وغواړي چې د جینکو په تعلیم، د ښځو په کار، او داسې نور محدودیتونه لېرې کړي."

ملالې یوسفزۍ خپله لیکنه د عدم تشدد د لارې مخکښ پښتون، باچا خان په دې وینا پای ته رسولې ده چې وایي، که غواړئ پوهه شئ چې یو ثقافت څومره مهذب دی، دې ته یې وګورئ چې هغوی د ښځو سره څنګه رویه کوي.

دا رپوټ په ډان اخبار کې د ملالې یوسفزۍ د چاپ شوي مضمون ترمخه جوړ شوی دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG