لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روانه اوونۍ د ایران او پاکستان له زندانونو تر 1,000 زیات افغان بندیان خوشي شوي دي


واشنګټن ـــــ د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان له زندانونو په تېرو پینځو ورځو کې تر یو زر 1,000 افغان کډوال خوشي شوي‌ او د پولې له لارې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي. د ایران او پاکستان حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د پاکستان له کراچۍ زندانه هم په لسګونو افغان بندیان خوشي شوي او افغانستان ته رسېدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وایي، د ایران حکومت د پنجشنبې- زیارت په ورځ 181 افغان بندیان د هرات د اسلام کلا بندر له لارې د دوی حکومت ته سپارلي دي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د اټارني‌ جنرل یا لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو د وزارت او د زندانونو د ادارې د استازو په ګډون یو لوړرتبه پلاوی تهران ته تللی وو او له ایراني چارواکو سره په مذاکراتو کې پر دې اتفاق شوی وو چې ګڼ شمېر افغان بندیان به د طالبانو حکومت ته سپاري.

ضیاء احمد وایي د مارچ پر اتمه د ښځو په نړیواله ورځ هم د ایران حکومت 274 د پولې له لارې د دوی چارواکو ته سپارلي دي، وایي تر هغه یوه ورځ وړاندې یې هم 179 بندیان ور سپارلي وو:

"له ایراني‌ لوري سره د شوي‌ توافق په ترڅ کې تر دې مهاله ټولټال 912 تنه افغان بندیان په څلورو ورځو کې افغان حکومت ته سپارل شوي‌ دي او دغه لړۍ به لا هم روانه وي".

په کراچۍ د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو جنرل کونسل عبدالجبار تخاري وایي، د مارچ پر اوومه "د دوی په هڅو" 74 تنه افغان بندیان د سیند ایالت له زندانو ازاد شوي او هېواد ته لېږل شوي دي:

"تر دې دمه 1,537 تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د سفارت او قونسلګرۍ په مصارفو هېواد ته لیږدول شوي دي".

تخاري وایي تمه ده چې ژر د سیند د سکهر سیمې له زندانه هم 71 تنه افغان بندیان خوشي شوي چې وایي‌ په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. وایي هڅه کوي چې د صوبې په نورو زندانونو کې پاته بندیان هم د پاکستان د حکومت په مرسته تر روژې مخکې خوشي شي او وطن ته ولېږل شي.

که څه هم کره شمېر معلوم نه دی چې د ایران په زندانونو کې څومره افغانان او په کومو جرمونو بندیان دي، خو د تېر افغان حکومت په مهال ایراني چارواکو ویلي وو چې شاوخوا 20,000 افغانان د دوی په جېلونو کې دي.

د اشرف غني په مشرۍ تېر افغان حکومت او ایران د زندانیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی وو چې په بنیاد یې سلګونه افغان بندیان هغه مهال هم افغانستان ته سپارل شوي‌ وو.

هغه مهال په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې د 2,600 کسانو مقدمې بشپړې شوې او چمتو دي چې افغانستان ته یې وسپاري.

ایران ته تلونکي افغانان اکثر د قانوني اسنادو د نشتوالي، د نشه یي موادو د قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو له امله هلته نیول شوي او بندیان شوي دي او ځینې یې حتی تېزندۍ شوي‌ هم دي.

په تېر څه د پاسه یونیم کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په لکونو خلک ایران او پاکستان ته کډه شوي، چې اکثر یې قانوني‌ اسناد نه لري له همدې کبله په دواړو هېوادونو کې د ښځو او ماشومانو په زرګونو تنه نیول شوي او په زندانونو کې ساتل شوي‌ دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG