لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: طالبان دې سرپل کې پر مور او دوو لوڼو د خپلو کسانو د جنسي تېري د دعوو پلټنه وکړي


واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې هغه پېښه بوږنوونکې بللې چې دعوه کېږي طالبانو پر یوې ښځې او د هغې پر دوو لوڼو جنسي تېری کړی او له طالبانو یې د سمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي دا پېښه د فرورۍ د 28مې په شپه د سرپل ولایت د سوزمه کلا ولسوالۍ په خانقا کلي کې شوې او د هغې وېډیو حواله یې ورکړې چې په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او یوه ښځه پکې پر دې او دوو لوڼو یې د جنسي تېري دعوه کوي.

ایمنیسټي وایي په دغه شپه دغه مور او د هغې دوې لوڼې په کور کې یواځې وې چې د شپې یوولس بجې د طالبانو ممکنه غړي د هغوی کور ته په زوره ور ننوتل. دې ادارې د نجونو عمرونه نه دي یاد کړي، خو «کابل نیوز» د یوې عمر دوولس او د بلې څورلس کاله یادوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ پر 10مه په یوه اعلامیه کې د جنوبي اېشیا څانګې د څېړونکي زمان سلطاني له خولې لیکلي، د طالبانو د غړو له خوا پر یوې ښځې او د هغې پر لوڼو د ممکنه ډله ییز جنسي تېري په اړه چې تفصیلات مخې ته راځي دا په ننني افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو تر ټولو وحشتناکه پېښه ده:

"د طالبانو حکومت دا پېښه باید وغندي او سمدستي د دغو تورونو په اړه خپلواکه، شفافه او بې طرفه څېړنه وکړي. د ذمه وارو کسانو په ضد باید د بشري حقونو له نړیوال قانون او معیارونو سره سم منصفانه اقدام وشي او د مرګ له سزا پرته سزا ورکړل شي".

په هغه وېډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې د افغانستان یوې سیمه ییزې رسنۍ «کابل نیوز» هم پر خپل ټویټر له انګرېزي سب ټایټلونو سره پوسټ‌ کړې او په دوو ناستو ښځو کې یوه په ازبکي ژبه په ژړا ژړا وایي دوه کسان د شپې ناوخته په زوره کور ته ور ننوتل او لومړی یې د دې پر لوڼو او بیا پر دې برید وکړ او بې عزتي یې ور واړوله.

وېډیو جوړوونکی نارینه او څنګه ته ولاړ یو تن سپین ږیری هم د ښځې له دغو "زړه بوږنوونکو" خبرو سره په چیغو چیغو ژاړي او له ښځې پوښتي، چې تا کسان ونه پېژندل، دا ورته وایي، "ما بتۍ بله کړه خو دوی بیرته مړه کړه".

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اېشیا څانګې څېړونکی زمان سلطاني وایي د طالبانو د غړو له خوا د جنسي تېري تازه دعوه اندېښنې را پورته کوي او یو ځل بیا دې ته اړتیا پېښوي چې د طالبانو حکومت داسې پېښې په بیړه وڅېړي:

"د جنسي تشدد ښکار [ښځې] دې ارومرو پرېښوول شي چې انصاف، علاج او مرستندویه کارونو لاسرسی ولري او دوی ته دې دومره موثره او زیاته معاوضه ورکړل شي چې دوی ته د اوښتي زیان د شدت برابر وي".

د طالبانو مرکزي ویاندویانو یا په سرپل ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو بي بي سي پښتو وایي طالبانو دا پېښه تایید کړې ده:

"ځايي طالب چارواکو د دې پېښې د رامنځته کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې اړه یې یو تن نیولی دی. د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي په دې اړه څېړنې دوام لري، خو هغه د تورنو کسانو په اړه څه ونه ویل چې څوک دي".

د طالبانو په څه باندې یونیم کلنه واکمنۍ کې دا لومړی ځل نه دی چې پر ښځو د دوی د عسکرو له خوا د جنسي تېریو دعوې کېږي، تر دې مخکې په پنجشېر ولایت کې هم د پریان ولسوالۍ خلکو هم په «ده خواک» سیمه کې پر یوې ښځې د طالبانو اړوند کسانو له خوا د جنسي تېري دعوه کړې وه.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق د دسمبر میاشتې پر دویمه وي او اې اشنا ته ویلي وو چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ریچرډ بېنټ هم پخپل وروستي هراړخیز رپوټ کې په افغانستان کې د تېر کال په وروستیو میاشتو کې د جنسي تېري د پېښو ذکر کړی دی. هغه خپل رپوټ دوې اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سپارلی وو.

د ښاغلي بېنټ په رپوټ کې ویل شوي، ده پخپل وروستي سفر کې د یوې پېغلې نجلۍ په اړه واوریدل چې "په رڼا ورځ د حاکمو چارواکو له خوا بې له کوم دلیله بېول شوې، زنابالجبر ورسره شوې او بېرته خپلې کورنۍ ته وروړل شوې وه".

وایي هغې نجلۍ وروسته ځان وژلی وو او د ده په وینا دا کېدای شي "د هغه داغ" له کبله وي چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې او نجونې په ټولنه کې ورسره مخ وي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت پر یوه مخکیني ویاند قاري سعید خوستي هم د الهې دلاورزۍ په نوم نجلۍ تور پورې کړی وو، چې په زور یې واده کړې او په جنسي توګه یې ځورولې وه، خو هغه دا تورونه رد کړي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي طالبانو په دغه هیواد کې د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمیشن او پر ښځو د تشدد د مخنیوي قانون ختم کړي دي، ځکه نو هغوی چې د 2021م کال په اګست کې واکمن شوي پرله پسې له معافیت پرته د ښځو له بشري حقونو سرغړونې کوي خو داسې اداره نه شته چې د ښځو وژغوري او ملاتړ یې وکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG