لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو کانفرنس د افغانانو غصې او اندېښنې را پارولې دي


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې آمنه محمد هغو خبرو په افغانانو کې غصې او اندېښنې را پارولې دي چې وایي پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره اړیکو ته اړتیا ده او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنو په اړه د بحث لپاره به یو کانفرنس وکړي.

د فاطمه فیضي په نوم یوې افغانې د مېرمن آمنې محمد پر خبره توند غبرګون ښکاره کړی او نیوکه یې کړې چې "ملګري ملتونه هیڅکله د خلکو دوست نه دی اوسېدلی". فاطمه فیضي پر ټویټر آمنه محمد مخاطبه کړې او لیکلي یې دي:

"یوه ښځه چې د ملګرو ملتونو په ښکلي کور کې اوسي تر اوسه له کلیوالو ښځو سره اړیکې نه لري. د هغې کارکوونکې له کاره منع شوې دي، خو دا له طالبانو سره د مرستې هڅه کوي چې هغوی په نړیواله توګه وپېژندل شي".

د ښځو او بشري حقونو یو شمېر نورو افغان فعالانو، لیکوالو او د تېر افغان حکومت چارواکو هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو پر کانفرنس اندېښنه او حیراني ښکاره کړې او دا یې له افغانانو خصوصاً ښځو سره جفا بللې ده.

آمنې محمد د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په تازه وینا کې ویلي، ملګري ملتونه هیله لري هغه کوچني ګامونه ولټوي چې دوی بیرته [د طالبانو] د پېژندنې لارې ته را ستانه کړي خو وایي د دې لپاره خپل شرطونه دي:

"یوه اصولي پېژندنه، آیا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم، [خو] باید پر دې باندې بحث وشي. ښکاره خبره ده طالبان په رسمیت پېژندل غواړي او دا یو اغېز دی چې موږ یې [پر دوی] لرو".

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث لپاره کېدونکی کانفرنس به په سیمه کې وي چې مشري به یې د ادارې عمومي مشر انتونیو ګوتېریش کوي خو دا یې نه دي ویلي چې په کوم هېواد کې به وي.

د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی استازی زلمی خلیلزاد وايي ملګري ملتونه د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه کوي چې له ټولې نړۍ به د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون کوي.

خلیلزاد د اپرېل پر 18مه په څو پرله پسې ټویټونو کې د دې غونډې هرکلی کړی خو وړاندیز یې کړی چې څلور کارونه باید پکې وشي چې په هغوی کې لومړی د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي کېدل دي او وایي طالبانو نه دی عملي کړی:

"دا ضروري ده چې دواړه اړخونه پخپله دا وګوري ایا طالبان د دوحې پر تړون ولاړ دي که نه او دوی د نړیوالې ټولنې له ارادې خبر کړي چې د دې تړون د عملي کولو پر تګلاره له دوی او نورو سره کار وکړي".

خلیلزاد وایي د دوحې تړون د عملي کولو د تګلارې لپاره باید د افغانستان اوسني حالات په نظر کې ونیول شي او د ملګرو ملتونو عمومي مشر او د هېوادونو استازي د طالبانو له مشرانو سره ورباندې بحثونه وکړي:

"په دې کې به د طالبانو او نړیوالې ټولنې یو شمېر اقدامات هم شامل وي، د [تړون د عملي کولو] تګلاره باید د ښځو د تعلیم او کار کولو مسئله هم حل کړي".

که څه هم امریکې بیا بیا پر طالبانو تور لګولی چې د دوحې تړون یې په بشپړه توګه نه دی عملي کړی خو طالبان دعوه کوي او نه یواځې دا وایي چې دا تړون یې عملي کړی بلکې تور پورې کوي چې امریکې څو ځله د دې تړون سرغړونه کړې ده.

د سیاسي چارو څېړونکی سمیع یوسفزی وایي ملګري ملتونه به له افغانستانه ونه وځي او د ده په وینا داسې نه ښکاري چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې د دوحې په راتلونکي کانفرنس کې د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني. سمیع یوسفزي پر ټویټر لیکلي:

"که څه هم طالبان یو جیوپولیټیکل حقیقت دی، خو د ښځو په وړاندې د طالبانو سختې تګلارې او محدودیتونه د نړیوالو لپاره د نه بخښلو وړ دي. نړیوال فکر کوي طالبان له سیاسي پلوه غیرانعطاف منونکي [لچک نه لرونکي] او د پخلاینې وړ نه دي".

ملګرو ملتونو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د قطر په راتلونکي کانفرنس کې به یې د طالبانو استازي هم ګډون کوي که نه او نه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي دي چې د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه یې د ملګرو ملتونو په غونډه کې بحث کېږي.

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون استاد د پي ایچ ډي سکالر عبیدالله بهیر وایي، د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې خبرو ته جذباتي جواب د ده تر پوهې لوړ دی. بهیر پر ټویټر لیکلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونه کېدونکې غونډه څو میاشتې مخکې لا ټاکل شوې وه خو وایي په بد وخت کې اعلان شوه.

عبیدالله بهیر وایي دا غونډه د طالبانو د خوشالولو لپاره نه کېږي او ملګري ‌ملتونه غواړي د طالبانو لپاره لاره برابره کړي چې د رسميت پېژندنې شرطونه وپېژني او پوره یې کړي، وايي دا دومره ستونځه نه ده. بهیر پر ټویټر ځینې پوښتنې کړې دی:

"ایا آمنه محمد ویلي‌ چې طالبان دې بې له کوم شرط او سمدستي په رسمیت وپېژندل شي؟ نه. آیا زه فکر کوم چې طالبان دې له داخلي منل کېدو او [خلکو ته] د بنیادي‌ بشري حقونو له ورکولو پرته وپېژندل شي؟ نه. خو ایا له سمې هڅونې په کار اخیستو له هغوی سره اړیکو ته دې دوام ورکړل شي؟ یقیناً هو".

د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې آمنه محمد د روان کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته سفر کړی وو او د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو پر کار، تګ راتګ او تعلیم د لګولو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له هغې سره په ناسته کې له نورو ستونځو سره سره دا شکایت هم ورته کړی وو، چې پر مشرانو لګېدلي بندیزونه او د حکومت په رسمیت نه پېژندل یې د هېواد ستونځې ډېرې کړې دي. د وزارت په بیان کې راغلي وو چې مېرمن آمنې متقي ته "د دغو ستونځو د حل او لا زیاتو پرمختګونو او همکاریو" ډاډ ورکړی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG