لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ایم وایي د دوی فعال غړی او شاعر ګیله من وزیر په پېښور کې نیول شوی دی


د پي ټي اېم فعال ګيله من
د پي ټي اېم فعال ګيله من

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشرانو دعوه کړې، د دوی فعال غړی او د پښتو شاعر ګيله من وزیر پرون د نهې- سه شنبې په ورځ "په پېښور کې پوځ نيولی دی"، خو پوځ او پوليس د ګيله من د نيولو په حواله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين په ټویټر ويلي، ګيله من وزیر په پېښور کې پاکستاني پوځ په غېر قانونه توګه په چيک پوسته نيولی دی.

ګيله من وزیر د پي ټي اېم فعال او د پښتو ژبې شاعر هم دی.

د ي ټي اېم شمالي وزیرستان په نوم فېسبوک پاڼه باندې يوه ويډيو خپره کړی شوې، ګيله من هم پکې ليدل کيږي چې په ځمکه ناست دی.

په ويډیو کې يو تن خبرې کوي او وايي، "زمونږ د تره زوی د پېښور نه سعودي عرب ته تلو مونږ یې په پېښور هوايي اډه ودرولي وو"، ګيله من وايي، "ورته ويل شوي چې شناختي کارډ یې د څارنې يا په واچ لسټ دی".

د پي ټي اېم مخکښ مشر صمد خان وي او اې ډیوه ته وويل، ګيله من ته یې اول ویلي چې د شناختي کارډ په سر نیول شوی او بيا ماښام ورته ویل شوي، چې دی د شمالي وزيرستان پولیسو ته مطلوب دی هغو ته به یې حواله کوي.

وي او اې ډیوه د شمالي وزیرستان د پوليسو سره د رابطې هڅه کړې خو پوليس په دغه حواله څه نه دي ویلي.

د مشال رېډیو د خبر ترمخه د پاکستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي، ګيله من وزير مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) په مقدمه کې نيولی او پر هغه د امنيتي ادارو پرضد د کرکې خپرولو تورونه دي.

د پي ټي اېم په زياترو کسانو د پوځ او ریاست پرضد د کرکې خورولو او خلکو راپارولو د تورونو پرضد مقدمې جوړیږي خو پي ټي اېم تل دغه تورونه او دعوې ردوي او وايي په پرامنه توګه د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

ګيله من له دې وړاندې د کال 2021م د ستمبر په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پي ټي اېم د بل فعال غړي عید رحمان سره نیول شوی خو بيا په ضمانتونو خوشي شوي وو.

صمد خان وايي، دا وخت د پي ټي اېم درې نورې غړي عيد رحمان، جلال وزیرستاني او زکیم په وزيرستان کې نيول شوي او د پوځ سره په بند کې دي.

پوځ د دغو کسانو نيولو په حواله هم تر اوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

پي ټي اېم د دغو کسانو د نيولو پرضد د جون د درېيمې نېټې نه په ميرانشا کې پرلت پېل کړی او بيا یې 23 ورځې وروسته ځنډولی وو.

صمد خان ويلي وو، د ځایي مشرانو په ډاډ حکومت سره مزاکرات روان وو او مشرانو دوی ته په یوه اوونۍ کې دننه د نیول شوي فعالانو د خوشي کېدلو باور ورکړی وو.

د جون په 16مه د پي ټي اېم بل فعال عالمزېب په ډېره اسماعيل خان د نشه یي توکيو په تور کې نيول شوی خو او نزدې لس ورځې وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG