لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې له غټ اختر وروسته له 35 نیول شویو افغانانو څخه ۱۱ تنه خوشې کړای شوي


په کراچۍ کې له غټ اختر وروسته د ۳۵ نیول شویو افغانانو له ډلې څخه ۱۱ تنه د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې یو عدالت ته له وړاندې کېدو وروسته خوشې کړای شوي او پاتې نور زندان ته لېږل شوي.

دا خبره د نیول شویو افغانانو وکیلې منیزه کاکړ له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې کړي.

هغې ویلي، ۱۱ واړو خوشې کړای شویو افغانانو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل.

منیزه کاکړ وويل، نیول شوي افغانان د قانون د بېلابېلو مادو له مخې په مقدمو کې نومول شوي، ځینې یې د کثافاتو يا کچرے د راټولولو په تور نیول شوي او ځینې د بهرنیانو د قانون له مخې نیول شوي چې په پاکستان کې د استوګنې اجازه يا قانوني اسناد نه لري.

نوموړې زیاته کړه د عدالت له خوا 11 خوشي شوي هغه افغانان دي چې د کثافاتو يا د کچرې د راټولولو مقدمی لاندې نيول شوي وو خو دوی په پاکستان کې د اوسېدو کره اسناد لرل۔

منيزه کاکړ وويل

"په کراچۍ کې د افغانانو نيول کيدل اوس عادي خبره ده. د اختر وروسته زياتره هغه افغانان نيول شوي چې قانوني اسناد يې لرل او زمونږ د اندازې مطابق په بيلا بيلو تورونو تر 450 افغانان د کراچۍ په زندانونو کې دي۔"

بل لور ته په کراچۍ کې ميشت افغانان وخت په وخت دغه تاييدوي چې اسناد لرونکي افغانانو د نيولو لړۍ که څه هم کمه شوې خو د پولیس لخوا د پېسو دپاره تنګول کيږی او پېسې ترې اخېستل کیږي.

خو پولیس چارواکو څه مونده وړاندې وي او ای ډيوه ته ويلي وو که دوي ته دغه ډول شکايت ترلاسه شي د هغو پوليسو پرضد به قانوني کارروايي وکړي څوک چې بې ځايه تنګول کوي.

هغو زياته کړې وه پوليس يوازې هغه کسان نیسي چې پاکستان کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

بلخوا وي او ای ډيوه په کراچۍ کې د طالبانو حکومت د کونسلګرۍ سره د نيول شوو افغانانو په اړه رابطه کړی.

په کراچۍ کې د طالبانو حکومت د کونسلر جنرل مولوي عبدالجبار په ځواب کې ورته ويلي چې دوي په دې اړه نه دي خبر.

له دې نه وړاندې کونسلر جنرل مولوي عبدالجبار وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې په کراچۍ او د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېر کال راهیسې تر اوسه 2641 افغانان چې سړي، ښځې او ماشومان پکې شامل دي، د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي.

هغه زياته کړې وه چې د‌ کونسلګرۍ په هڅو بيا 2276 افغانان چې ښځې او ماشومان پکې شامل وو خوشي کړاې شوي او بيرته یې افغانستان ته لېږلي.

په افغانستان کې د‌ واکمنو طالبانو له راتګ وروسته ډيرو افغانانو د افغانستان نه د وتلو هڅې پيل کړې وې چې پکې ډير خلک پاکستان ته هم تللي وو.‌

د يو اين ايچ سي ار (UNHCR) تر مخه دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG