لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ د نړیوال کپ فاینل سیالي د هند اؤ اسټریلیا ترمنځ پېل شوې ده،هند وړومبی بېټنګ کوي


د اسټریلیا اؤ هند ترمنځ د کرکټ د نړیوال کپ سیالي د هند د احمد اباد په نریندر مودي سټيډیم کې پیل شوې ده.

د لوبې پچه یا ټاس اسټریلیا ګټلی اؤ وړومبې یې فیلډنګ اخستی دی.

د دې رپوټ تر خپرېدو پورې، هند تر اوسه په ۲۵ آورونو کې، ۱۳۱ منډې جوړې کړي اؤ درې (۳) لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د هند تکړه اوپنر شبمن ګل یوازې په څلورو منډو وسوځېدو، کپتان روهت شرما په ۴۷منډو سوځېدلی اؤ شریاس ایر هم یوازې د څلورو منډو په جوړولو وتوانېدو اؤ پویلین ته ستون شو.

د اسټریلیا لوبډلې تر دې وړاندې هم پینځه ځله د نړیوال کپ اتلولي ګټلې ده خو هند بیا دوه کرته ددې اتلولۍ په ګټلو بریالی شوی دی.

په وروستي ځل د هند اؤ اسټریلیا لوبډلو 20 کاله وړاندې د ورلډ کپ ګټلو لپاره یو بل سره سیالي کړې وه چې دغه سیالۍ کې اسټریلیا هند ته په 125 منډو ماتې ورکړې وه اؤ ورلډ کپ یې ترې ګټلی ؤ.
دا اتم ځل دی چې د اسټریلیا لوبډله د نړیوال کپ پائ لوبه یا فاینل ته په رسیدو کې بریالۍ شوې ده اؤ هند څلور ځله پائ لوبې ته د وتلو ویاړ لري.

هند په وړومبي ځل په کال 1983م اؤ په کال2011م کې د کرکټ نړیواله اتلولي ګټلې وه اؤ اسټریلیا په کال1987، 1999، 2003، 2007 او 2015 د ورلډ کپ د ګټلو ویاړ په لاس کې لري.

اسټریلیا چې تر اوسه د نړیوال کپ کومې اووه پائ لوبې کړې دي هغې کې یې پینځه ګټلې دي چې دا یو ریکارډ دی.

په وړومبي ځل اسټریلیا په کال 1987 کې په هند کې شوې د ورلډ کپ فاینل سیالي ګټلې وه اؤ له هغې وروسته یې د کال 1999 نه راواخله تر 2015 په منځ کې څلور ځله دا نړیوال کپ ګټلی دی.

د ورلډ کپ په اوسنیو سیالیو کې هند اؤ اسټریلیا دواړو غوره لوبې کړې دي.

هند تر اوسه خپلې ټولې سیالۍ ګټلي اؤ اسټریلیا یوازې دوه لوبې بایللي دي چې یوه یې پکې په هند هم بایللې ده.

دواړه لوبډلې غوره توپ وهونکي، بالران اؤ فیلډران لري چې په روانو سیالیو کې یې یو شمیر نړیوال ریکارډونه جوړ کړي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG