لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټریلیا هند ته په ماتې ورکولو په شپږم ځل د کرکټ نړیوال جام وګټو


Australia's players celebrate with the trophy after winning the 2023 ICC Men's Cricket World Cup one-day international (ODI) final match against India at the Narendra Modi Stadium in Ahmedabad on November 19, 2023. (Photo by Punit PARANJPE / AFP) / -- IMA
Australia's players celebrate with the trophy after winning the 2023 ICC Men's Cricket World Cup one-day international (ODI) final match against India at the Narendra Modi Stadium in Ahmedabad on November 19, 2023. (Photo by Punit PARANJPE / AFP) / -- IMA

په هندوستان کې د کرکټ نړیوال جام په فاېنل لوبه کې اسټریلیا کوربه او په ټول جام کې بې ماتې پاتې شوي د هندوستان لوبډلې ته په ۶ وکټو ماتې ورکړه او په شپږم ځل یې د کرکټ ورلډ کپ وګټو.

د هندوستان د ۲۴۱ منډو حدف اسټریلیا د وکټو په سوځیدو په اورونو کې پوره کړو. د اسټریلیا لخوا ټرېوس هېډ تر ټولو زیاتې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه ګټلو کې یې مهم رول ولوبو. د اسټریلیا مارنس لبوشېنګ ۵۸ رنز جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو. د اسټریلیا مچل مارش ۱۵، ډېوډ وارنر ۷ او سټیون سمته په څلورو رنزونو اوټ شول. د اسټریلیا لخوا ګلېن مېکسویل اخیري دوه رنزونه جوړ کړل او لوبه هم د هغه په دغه رنزونو پاې ته ورسیدله.

د هندوستان لوبډلې لخوا د لوبې په شورو کې ښه بالنګ وشو او د اسټریلیا لومړۍ درې وکټې په ۴۷ منډو په شپږو اورونو کې سوځیدلې وې. په دغه مهال داسې ښکاریده چې د هندوستان تیز بالنګ لاېن به د اسټریلیا نور لوبغاړي هم دغه حدف پوره کولو ته پرې نه ږدي. د هند لخوا جسپت بمرا ۲، محمد شامي او محمد سراج ۱،۱ وکټ واخستو.

د لوبې پچه یا ټاس اسټریلیا ګټلی وو اؤ وړومبې یې فیلډنګ اخستی دی. د هندوستان ټوله لوبډله په خپل لومړي پړاو کې په ۲۴۰ منډو اوټ شوه او اسټریلیا ته یې د ګټې لپاره د ۲۴۱ منډو حدف ورکړی وو.

د هندوستان لخوا کی اېل راهول ۶۶، ویراټ کوهلي ۵۴ او روهت شرما ۴۷ منډې جوړې کړې وې خو پاتې نور لوبغاړو یې په بېټنګ کې ښه وه نه ځلیدل. د هند تکړه اوپنر شبمن ګل یوازې په څلورو منډو وسوځېدو، سوریا کمار یادو ۱۸ او کلدیپ یادیو ۱۰ منډې جوړې.

د اسټریلیا لخوا مچل سټارک ۳، جاش هېزلووډ او پېټ کمنز ۲،۲ وکټې اخستي.

د اسټریلیا لوبډلې تر دې وړاندې هم پینځه ځله د نړیوال کپ اتلولي ګټلې ده خو هند بیا دوه کرته ددې اتلولۍ په ګټلو بریالی شوی دی.

په وروستي ځل د هند اؤ اسټریلیا لوبډلو 20 کاله وړاندې د ورلډ کپ ګټلو لپاره یو بل سره سیالي کړې وه چې دغه سیالۍ کې اسټریلیا هند ته په 125 منډو ماتې ورکړې وه اؤ ورلډ کپ یې ترې ګټلی ؤ.
دا اتم ځل دی چې د اسټریلیا لوبډله د نړیوال کپ پائ لوبه یا فاینل ته په رسیدو کې بریالۍ شوې ده اؤ هند څلور ځله پائ لوبې ته د وتلو ویاړ لري.

هند په وړومبي ځل په کال 1983م اؤ په کال2011م کې د کرکټ نړیواله اتلولي ګټلې وه اؤ اسټریلیا په کال1987، 1999، 2003، 2007 او 2015 د ورلډ کپ د ګټلو ویاړ په لاس کې لري.

اسټریلیا چې تر اوسه د نړیوال کپ کومې اووه پائ لوبې کړې دي هغې کې یې پینځه ګټلې دي چې دا یو ریکارډ دی.

په وړومبي ځل اسټریلیا په کال 1987 کې په هند کې شوې د ورلډ کپ فاینل سیالي ګټلې وه اؤ له هغې وروسته یې د کال 1999 نه راواخله تر 2015 په منځ کې څلور ځله دا نړیوال کپ ګټلی دی.

د ورلډ کپ په اوسنیو سیالیو کې هند اؤ اسټریلیا دواړو غوره لوبې کړې دي.

هند تر اوسه خپلې ټولې سیالۍ ګټلي اؤ اسټریلیا یوازې دوه لوبې بایللي دي چې یوه یې پکې په هند هم بایللې ده.

دواړه لوبډلې غوره توپ وهونکي، بالران اؤ فیلډران لري چې په روانو سیالیو کې یې یو شمیر نړیوال ریکارډونه جوړ کړي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG