لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن ته د پاکستان د پوځي مشر جنرال عاصم منير د سفر هدفونه څه دي


د شورو يا چهارشنبې په ورځ ناوخته د پنټاګون په ویب پاڼه خپاره شوې معلومات وایي د امریکا د دفاع چارو وزير لويډ جې آسټن په پنټاګان کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منير سره ليدلي او په دوه اړخيزو امنيتي مسلو يې خبرې اترې کړي.

دغه معلوماتو کې زياته کړې شوې: "دواړو چارواکو د وروستیو سیمه ییزو امنیتي پرمختګونو او دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پر اړه خبرې وکړې".

د غونډې نه مخکې، د پنټاګون مطبوعاتي سېکتر پټ رایډر د وائس اف امریکا د پنټاګون خبریاې کارلا باب پوښتنې ته په ځواب کې وویل، "پاکستان په سیمه کې د یو مهم شریک په توګه دوام لري. زمونږ اړيکې او همکاري د CENTCOM له لارې روانه وي، او په ځانګړې توګه د ترهګرې پرضد مبارزه پکې مخ په وړاندې بوځو."

د یوې خبریالې پوښتنې ته چې د پاکستان د پوځ مشر په واشنګټن کې دی او په افغانستان کې د ترهګرو د پټ ځایونو پر ضد د امریکا نه د ملاتړ غوښتنه کوي، او ايا امريکا به په افغانستان کې تحريک طالبان پر ضد د ډرون بريدونو کارولو په اړه پاکستان سره همکارې ته رضا شي،

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتيو میلر په ځواب کې وویل، "زه د هغه په غونډو تبصره نه کوم خو په عمومي ډول به ووايم ... مونږ د سیمه ایز امنیت او دفاعي مسلو په اړه د پاکستان سره ملګرتیا ته سترګې په لار یو، مونږه سږ کال یو شمیر ګامونه پورته کړي دي، امریکا او پاکستان روان کال د مارچ په مياشت کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو لارو لټولو لپاره خبرواترې کړې وې."

د پاکستان د پوځ مشر تېر د اتوار په ورځ واشنګټن ته رارسېدلې وو او د چارواکو د وېنا ترمخه د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره به ېې ملاقاتونه کول، خو تر اوسه د دواړو لورو له خوا په دې اړه کوم څه ډېر تفصيلات نه دي شریک شوي.

د پاکستان د پوځ مشر دا سفر په داسې حال کې کوي چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې په تشدد کې زیاتوالی راغلی او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد تازه یو خونړي ځانمرګي برید کې ۲۳ عسکر وژل شوي.

رپوټونه وايي چې د امریکايي چارواکو سره د پاکستان د پوځ د مشر د خبرو اترو د اجنډا په سر کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې مخ په زياتېدونکي بريدونه دي.

پروفېسر ډاکټر سید عرفان اشرف، چې په پېښور کې مېشت د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو کارپوه دی، وائس اف امریکه ډیوه ته ويلي، "امریکا په دې سیمه کې د ترهګرو ډلو په اړه اندېښمنه ده او امریکا او پاکستان دواړه د دغه ډول ډلو پر ضد د ګډو هڅو غوښتنه کوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وروستي برید کې د افغان خاورې د کارولو په اړه کوم شواهد او معلومات نه دي شریک کړي، خو د پنجشنبې په ورځ یې په یوه اونیزه بریفنګ کې د افغان طالبانو وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ګامونه واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د غه غوښتنو ته په ځواب کې ویلي دي "دا پېښه له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري". د طالبانو ویاند ویلي، که پاکیتان ورسره معلومات شریک کړي نو دوي به ېي پلټنې وکړي."

کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د ښو او بدو طالبانو په اړه د تېرو غلطو پالیسیو له امله له د کورني تشدد سره اوس مخ شوې دی.

د ایکسپریس ټریبیون مدیر نوید حسین وائس اف امریکه ډیوه ته وویل، "د ښو طالبانو او بدو طالبانو په اړه د پاکستان پالیسي غلطه وه، افغان طالبان او پاکستاني طالبان د یوې سکې دوه اړخونه دي، پاکستان د طالبانو د ملاتړ فکر غلط و."

د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلو چستان ضلعو کې کې د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه نیټه د عامو انتخاباتو نه وړاندې د ترهګرو ډلو بريدونه زيات شوي او په تشدد کې اضافه ليدل کېږي.

د پاکستان د پو ځ مشر جنرال عاصم منير د ا مريکا دا سفر په داسې حال کې کېږي چې امریکا په منځني ختیځ کې د حماس او اسرايل او د اوکراین په جګړه کې بوخت ده.

په واشنګټن کې د څېړنې مرکز ولسن سنټر کې د اسیا د پروګرام مرستیال مشر مایکل کوګلمن امریکا غږ اردو څانګې ته وېلي، "امریکا غواړي چې وګوري جنرال منیر تر کومه حده کولی شي له مهمو عرب هېوادونو سره د خپلو اړيکو په اساس د امريکا سره کومک کولې شي او د امریکا د ډیپلوماتیکو اهدافو ته ګټه رسولې شي."

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان او امریکا له دې لیدنې څه تمه لري. پاکستان ته د امریکا امنیتي مرستې لا هم ځنډول شوې دي. مایکل کوګلمن وايي، په داسې حال کې چې امنیتي همکاري په ځانګړې توګه د خنډونو سره مخامخ ده. هغلې کوګلمېن واېي چې د امريکا د چارواکو یو هدف به دا وي چې "د دې اړیکو د ساتلو لیوالتیا څرګند کړي."

د امريکا لخوا پاکستان ته دفاعي کومک د تېر امريکاېي صدر ډونلډ ټرمپ د صدارت په وخت کې ځنډېدلې وو چې لا تروسه نه دې بحال شوې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG