لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په قلعه سېف الله او پښين کې د انتخابي دفترو مخې ته چاودنو لږ تر لږه 24 کسان وژلي


د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله او د پښين ضلعې په خانوزۍ تحصیل کې د دوو انتخابي دفترو مخې ته چاودنو کې لږ تر لږه 24 کسان وژل شوي او د 30 نه زيات نور ژوبل شوي دي.

دا چاودنې په داسې وخت کې شوې چې سبا د زيارت- پنجشنبې په ورځ پاکستان کې عام انتخابات کيږي او حکومتي وزیران وايي، د انتخاباتو دپاره ټولې امنيتي او انتظامې چارې پوره کړی شوي دي.

د خانوزۍ چاودنه

د خانوزۍ تحصيل روغتون مشر ډاکټر حبيب الله پانېزي تاييد کړې، روغتون ته د 14 کسان مړي راوړل شوي دي.

د چارواکو په وينا په پېښه کې ژوبل کسان د خانوزۍ څخه کوټې ته منتقل کېږي.

د بلوچستان صوبې د حلقه (پي بي 47) ازاد امېداوار اسفنديار کاکړ ويلي، چاودنه د هغه د دفتر مخې ته شوې ده.

د بلوچستان صوبې نګران داخله وزیر مير زبېر جمالي په چاودنه کې د 12 کسانو د وژنې او 25 ژوبلېدو تاييد کړی دی.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي ویلي، دا افسوسناکه پېښه ده.

د پاکستان د جيو ټي وي سره خبرو کې نوموړي وويل، د مرګ ژوبلو کره شمېره مخې ته نه ده راغلې، خو ابتدايي معلوماتو کې څو کسان وژل شوي او د وژنو سېوا کېدو اندېښنه ده.

هغه ويلي، د ژوبلو کسانو د درملنې دپاره انتظامات نيول شوي او کوټې ته منتقل کولی شي.

د اڅکزي په خبره سمدست نه شي ويلي چې د چاودنې نوعيت څه دی خو ښکاري چاودېدونکي بارودي مواد په موټرسايکل کې ځای په ځای شوي وو.

د خانوزۍ د چاودنې وروسته په قلعه سیف الله کې د جمعيت علما اسلام ګوند د امېدوار مولانا عبدالواسع د دفتر مخې ته چاودنه وشوه.

جان اڅکزي دغه چاودنه هم تاييد کړه او وې یې ويل موالانا عبدالواسع په چاودنه کې خوندي دی، لس تنه پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

(د دې خبر نور معلومات چې مخې ته راشي درسره یې شریکوو)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG