لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د ملګرو ملتونو نوی استازی نه مني، خو د دوحې په اجلاس کې ګډون کولو باندې سوچ کوي


په افغانستان کې واکمن طالبان، هغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د یو نوي استازي د ممکنه ټاکل کېدو سره مخالفت جاري ساتلی، مګر وایي چې هغوی د افغانستان په باب په یو راتلونکي عالمي اجلاس کې په "پر معني اشتراک" باندې غور کوي.

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرېش به د فبرورۍ په اتلسمه نېټه په قطر کې د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو د خاصو استازو یوه غونډه پرانیزي چې په هغه کې به د طالب واکمنانو سره د نړۍ د تعامل په سټراټېجیو بحث وشي.

دا غونډه به دوه ورځې دوام ولري او د اېجنډه یو اهم ټکی به یې د ملګرو ملتونو د یو خاص استازي ممکنه ټاکل وي، کوم چې په کابل کې به د طالب مشرانو سره د نړېوالې ټولنې زیاتېدونکی تعامل تنظیم کوي. د دغه استازي ټاکنه، چې د ملګرو ملتونو په یوې آزادې جائزې کې یې سفارش شوی دی، امریکا او یورپي اتحادیانو یې ملاتړ کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې چې د ملګرو ملتونو په سیکوریټي کونسل کې په یو قرارداد رایه اخېستنه وشوه چې سېکرېټري جنرل ته یې د افغانستان دپاره د یو خاص استازي د ټاکلو اختیار ورکړ، چین او روس هغه قرارداد ته نه مثبت او نه منفي رایه ورکړه.

د طالبانو د وزیراعظم نایب مولوي عبدالکبیر د شورو/چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان دپاره د یورپي اتحاد ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسن ته وویل: "د یوناما [افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر] په موجودیت کې، د یو نوي استازي ټاکلو ته کوم ضرورت نشته."

یوناما، چې یو سیاسي مېشن دی او د ملګرو ملتونو یو خاص استازی یې مشري کوي، په کال ۲۰۰۲ کې جوړ شو او هر کال یې مېشن د سېکوریټي کونسل له طرفه غځېدلی دی.

که څه هم ملګرو ملتونو دا ندي ویلي چې آیا د قطر اجلاس ته یې طالبان وربللي دي او که نه، د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې وویل چې هغوی په دې ناسته کې د پرمعنا اشتراک کولو په باب غور کوي.

په دې بیان کې د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي له قوله لیکلی شوي: "اسلامي امارت د دغې ناستې په اړه په مجموع کې مثبت نظر لري، او د معنیٰ داره ګډون په اړه غور کوي."

یاده دې وي چې د تېرو دوو کلونو راهېسي طالبانو دا غوښتنه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ورکړی شي، مګر تر اوسه نړېوالې ټولنې د طالبانو دا غوښتنه ندی منلې او وایي چې طالبانو ته په کار ده د ښځو او جېنکو حقونه محفوظه کړي او افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG