لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان نوی حکومت به افغانستان سره د اړیکو لپاره د هېواد په پالیسۍ اثر ونه کړي


د نړيوالو اړيکو څېړونکي وايي په اسلام اباد کې نوی جمهوري حکومت به د ګاونډي هېواد افغانستان سره په اړيکو او د دغې هېواد دپاره د پخوا راهيسې جوړې کړل شوې پالیسۍ باندې ډېر اثر ونه کړي.

دوی وايي که راتلونکی حکومت غواړي هېواد د سياسي او معاشي عدم استحکام څخه راوباسي نو د ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې او د افغانستان دپاره به ورته د خپلې عسکري پالیسۍ پر ځای سياسي او معاشي اړيکې ښې کول وي۔

په پاکستان کې د نوي حکومت د جوړېدو په هلو ځلو کې یو ځل بیا د دې هېواد بهرنۍ پالیسۍ ته کتل کېږي چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره به یې اړیکې څنګه وي.

څېرونکي وايي د ګاونډي هيواد افغانستان سره د پاکستان په اړيکو د ملک د سيکيورټي اسټېبلشمنټ نېغ په نېغه اثر پاتې شوی دی، دوی وايي د تيرو جمهوري حکومتونو په څېر راتلونکی حکومت به هم د افغانستان په شمول د ګاونډي هېوادونو دپاره په جوړ کړل شويو تګلارو باندې د اثر لرلو توان ونه لري.

په پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وایي چې کوم سياسي حکومت هم په اسلام اباد کې راځي د پوځي اسټېبلشمنټ او د پاکستان د پوځ د مشرتابه جنرل عاصم منېر به دا کوشش وي چې هغه جماعت راشي چې د پوځ تګلارې په وړاندې بوځي:

"که نواز شريف راځي او يا اصف علي زرداري راځي د دې خلکو د اسټېبلشمنټ سره همېشه ښه تعلق وي اګرچې وقتاً په وقتاً مسلې خرابېږي خو هغه د ملک په اندروني حالاتو خرابېږي".

تېره شپه پاکستان مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند او نورو اتحادي ګوندونو په مرکز کې د حکومت جوړولو اعلان وکړو او ویې ويل چې په ګډه به پاکستان د اقتصادي، امنيتي او نورو ستونځو څخه د را ويستو کوشش کوي.

د فرورۍ په اتمه په ټول هېواد کې ترسره شويو ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ په چوکیو مسلم لیګ (ن) 75، پيپلز ګوند 54، اېم کیو اېم 17 او د دوی نورو همخیالو ګوندونو هم څوکۍ ګټلې دي چې په مرسته يې په اسلام اباد کې ګډ حکومت جوړولی شي.

ځينې څېړونکي په دې نظر دي چې په مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند حکومت جوړېدو وروسته د افغانستان سره په ځينو معاملاتو کې اړيکې ښه کېدای شي.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر عبدالشکور وایي که دا دواړه ګوندونه په واک کې راشي نو پکار ده چې حالات ښه شي، معاشي تعلقات ښه شي، د افغانستان د طالبانو سره چې کومه مسله روانه ده او د کډوالو چې کومه مسله ده دا باید ټيک شي:

"په کومه طريقه چې دا دوی اوس راځي يا دوی د پاره کوم بارګېننګ کيږي نو زما خيال دی چې دا به ډېر محتاجه وي اسټېبلشمنټ ته، چې دوی داسې يو قدم واخلي چې په هغې کې د پارلېمان د برلاسي خبره وي يا له نوي سره داسې تګلاره جوړوي چې په هغې کې د ګاونډيانو سره په خاصه توګه د افغانستان سره اړيکې ښې کړي".

د پاکستان په پوځ دا تورونه لګول کېږي چې د هېواد سياست کې مداخلت کوي او په پارليمان اثرانداز کېږي خو پوځ تل دا تورنه رد کړي او ويلي یې دي چې پوځ د هېواد په سياسي چارو کې لاسوهنه نه کوي۔

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي که پاکستان غواړي د نورو ګاونډي هېوادونو او په خاصه توګه د افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او ښې تجارتي اړيکي ولري نو په دې اړه به ورته مثبت ګامونه اخيستل وي.

د روس په ماسکو پوهنتون کې استاذ او د سياسي چارو افغان څېړونکی ډاکټر شېر حسن حسن وایي د ښه ګاونډيتوب دپاره هم ايران لېواله دی، هم مرکزي اېشيا هم چين هم روس او د هند په شمول د ښه ګاونډيتوب د پاره شرائط برابر دي:

"دا په پاکستان پورې اړه لري چې د دغې ښه ګاونډيتوب دپاره دوی څه رقم کولې شي يوه ښه سټرېټيجي او د افغانستان په چارو کې د نه لاس وهنې سټرېټيجي جوړه کړي او د هغې عملي کولو دپاره ګامونه واخلي".

د افغانستان تېر حکومت په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې پرله پسې په پاکستان باندې د خپل هېواد په چارو کې د لاسوهنې او د وسلوالو د ملاتړ تورونه پورې کول، خو پاکستان دا تورونه بیا بیا رد کړي او اوس پاکستان تور لګوي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې د پاکستان په ضد حملې پلانوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

څېړونکي وايي که چېرې د پاکستان او افغانستان ترمنځه تعلقات ښه وي او د عسکريت پر ځای سياست مخ په وړاندې ځي نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت ښه کېدو ترڅنګ د منځنۍ اېشيا منډۍ ته د پاکستان د مالونو رسېدو دپاره هم لاره هواره کړي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG