واشنګټن – په ایران کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د طبعي ګازو په نل لیکو باندې چاودنې شوي او چارواکي یې د ترهګرۍ پېښه بولي.
په دې اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي خو چاودنې د طبعي ګازو په هغې نل لیکلې باندې شوي چې د ایران په لویدیځ کې د چهارمحل او شمالي ایالت بختیاري ترمنځ بیا د کسپین تر سمندره پرته ده شوې دي.
دغه ۱۲۷۰ کیلومټره نل لیکه د ایران له ګازو څخه په ډکو جنوبي سیمو کې پیلیږي.
د ایران د ګازو د کنټرول د مرکز مشر سعید اغلي د ایران دولتي ټي وي ته ویلي، چې چاودنې د "سبوتاژ او ترهګرۍ" د عمل له امله شوي او د نل لیکې په ګڼو ځایونو کې چاودنې شوي.
په دغه ایالت کې هېڅ کومه معلومه ترهګره دله فعالیت نه کوي او اغلي هم له چاودنو سره په تړاو د کومو مشکوکو ترهګرو نوم نه دی یاد کړی.
د ایران د تېلو وزیر جاوېد اوجي هم دولتي ټي ته په خبرو کې دغه چاودنې د ۲۰۱۱ کال د مشکوکو چاودنو سره پرتله کړي کومې چې د ایران د انقلاب د کلیزې شاخوا ورځو کې شوې وې.
تهران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب ۴۵مه کلیزه د یکشنبې یا اتوار په ورخ ولمانځله.
اوجي وویل، "هدف دا وه چې دوښمن غوښتل د هېواد په لویو ایالتونو کې ګاز بند کړي خو داسې و نه شول."
په تېرو وختونو کې عرب بیلتون غوښتونکو د ایران په جنوب لویدیځو برخو کې د تېلو په نل لیکو باندې د بریدونو پړه پر غاړه اخېستې وه.
خو د ایران په نورو برخو کې په بنیادي اډانو باندې داسې بریدونه ډېر کم وي.
Forum