لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې حکومت سازي د پاکستان کورنۍ معامله بللې خو انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو پلټنې یې غوښتي


واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په وخت چې کله د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند نه پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د درغلیو اؤ د حکومت سازۍ په اړوند پوښتنې وشوې نو هغه وویل حکومت سازي د پاکستان کورنۍ چاره ده چې امریکا پکې کار نه لري.
واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په وخت چې کله د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند نه پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د درغلیو اؤ د حکومت سازۍ په اړوند پوښتنې وشوې نو هغه وویل حکومت سازي د پاکستان کورنۍ چاره ده چې امریکا پکې کار نه لري.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو ملر پاکستان کې حکومت سازي د دغه هیواد خپله کورنۍ معامله بللې ده اؤ ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان په کورنیو معاملاتو کې نه پریوځي.

تېره ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په وخت چې کله د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند نه پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د درغلیو اؤ د حکومت سازۍ په اړوند پوښتنې وشوې نو هغه وویل حکومت سازي د پاکستان کورنۍ چاره ده چې امریکا پکې کار نه لري.

خو انتخاباتو کې د ټګۍ د تورونو په اړوند بیا ښاغلي ملر وویل چې انتخاباتو کې د لاسوهنې اؤ درغلیو کومې دعوې مخې ته راغلي د هغې بشپړه اؤ رڼې پلټنې باید وشي.

هغه ویلي د درغلیو اؤ مداخلې د تورونو پلټنې د پاکستان د خپلو قوانینو اؤ طریقه کار مطابق پکار دي.

د هغه وینا وه چې کله چې د مداخلې کومه دعوه یا تور مخې ته راځي نو بیا مونږ د هغې بشپړه پلټنې لېدل غواړو.

په اتمه فرورۍ پاکستان کې د انتخاباتو په مهال د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي وؤ چې په دې د پاکستاني ولس اؤ سیاسي ګوندونو تر څنګ د نړۍ یو شمیر ملکونو اؤ ادارو هم اندېښنې ښودلي اؤ دا عمل یې انتخاباتو کې د ټګۍ لپاره بللی دی.

ویاند میتهیو ملر ویلي چې امریکا په ګرده نړۍ کې د انټرنیټ د ازادۍ پلوي ده.

د پاکستان دننه د انتخاباتو د نتیجو خلاف بیا بیلا سیاسي ګوندونو د احتجاجونو لړۍ هم پېل کړې ده .

دغه سیاسي ګوندونه تورونه لګوي چې انتخاباتو کې اسټبلشمنټ ښکاره لاس وهنه کړې ده اؤ د انتخاباتو نتیجې یې بدلې کړې دي.

د راولپنډۍ ډويژن پخواني کمشنر لیاقت علي چټهه تېره اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال اعتراف کړی ؤ چې هغوي د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي اؤ بایللي کاندیدان یې په کامیابو کاندیدانو د پاسه راوستي دي

حتی ځېنو سیاسي مشرانو خو بیا تر دې حده تورونه لګولي چې په انتخاباتو کې ځېنو کاندیدانو د خپلو څوکیو ګټلو لپاره باقاعده قیمت ادا کړی دی خو الیکشن کمیشن اؤ د پاکستان نګران حکومت بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې شوي انتخابات له درغلیو پاک وؤ.

د پاکستان خارجه وزارت انتخاباتو کې د درغلۍ په اړوند د نړیوالو هیوادونو اندېښنې بې ځایه بللي دي اؤ ویلي یې دي چې دا انتخابات د پاکستاني ولس د خاصې خوښۍ وړ وؤ اؤ هغوي په جذبې سره له کورونو د رایو مرکزونو ته ورغلي اؤ د رایې له لارې یې خپل مشران ټاکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG