لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د هېګ له محکمې سره د اسرایلو لخوا په اشغال شویو سیمو د نظر په ورکولو مخالفت ښودلی


واشنګټن – امریکا د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د ملګروملتونو عالي محکمه باید مشورتي نظر خپور نه کړي، چې وايي، اسرایل باید "سمدستي بې له کوم شرطه" له هغو سیمو څخه ووځي چې د فلسطیني دولت لخوا غوښتل کېږي، بې له دې چې کوم امنیتي ضمانت ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقوقي سلاکار ریچارډ وېزېک په هېګ کې د ۱۵ قاضیانو یو پېنل ته وویل، دوی باید د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د لسیزو راهیسې د روانې شخړې حل په یو مشورتي‌ نظر کې و نه غواړي چې هغه هم یواځې د یو اړخ د کړنو پر بنسټ د پوښتنو په ځواب کې یې څرګند کړی.

هغه دلیل ووایه" له لویدیځې غاړې او غزې څخه د اسرایلو د وتلو هر ډول ګام به د اسرایلو حقیقي امنیتي ضرورتونو ته د غور او کتنې اړتیا ولري.‌"

له اسرایلو څخه د امریکا دفاع د یوې اونۍ د روانې اورېدنې په دریمه ورځ رامنځ ته شوی.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ له محکمې څخه غوښتي و چې په مقبوضه سیمو کې د اسرایلو د سیاستونو په حقوقي اړخ باندې ازاد مشورتي نظر ورکړي.

اسرایلو دغه سیمې د ۱۹۶۷ کال د عرب اسرایلو د شپږ ورځنۍ جګړې څخه وروسته د خپلې قبضې لاندې ساتلي دي.

۵۲ هېوادونو د اسرایلو په قبضه باندې خپل نظرونه وړاندې کړي او اکثره یې له اسرایلو څخه غواړي چې دغه کنټرول ته دې کتنه وکړي.

وېزېک وویل چې عدالت/محکمه د قبضې د قانون د اوصولو په اساس، هغو پوښتنو ته ځواب ویلی شي چې د سولې لپاره د خاورې د اوصولو په چوکاټ کې وي.

خو هغه وویل، هر هغه نظر چې محکمه یې اوس ورکوي، "د شخړې د ښکېلو غاړو لپاره پایلې ولري او همدارنګه په ټولو هغو روانو هڅو به اغیز ولري چې د یوې پایداره سولې د ترلاسه کولو لپاره کېږي."

د دې اونۍ په سر کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض ملکي له محکمې څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو د خپل دولت پېژندنې حق ته دې کتنه وکړي او دا دې اعلان کړي چې "د اسرایلو اشغال غیر قانوني دی او باید سمدستي، بشپړ او بې له کوم شرطه پای ته ورسېږي."

په غزه کې د اسرایلو جګړه چې اوس په پنځمه میاشت کې ده، امریکا د فلسطیني دولت نظریه په دوامداره توګه پر مخ وړې که څه هم د اسرایلو مشران ورسره مخالفت لري.

د سولې لپاره د ځمکې نظریه د لسیزو راهیسې د امریکا تر رهبرۍ لاندې د سیاست په سر کې ده او دا د ۱۹۷۹ کال د کېمپ ډېوېډ د تړونونو بنسټ دی کوم چې د اسرایلو او مصر ترمنځ لاسلیلک شوي.

د دغو تړونونو له مخې اسرایل د سولې او ډیپلوماټیکې پېژندنې په بدل کې له سنایې ټاپو څخه ووت.

خو د اسرایلو او فلسطینیانو د سولې هڅې د اوږدې مودې راهیسې شنډې شوې ځکه فلسطینان بریدونه کوي، اسرایل په مقبوضه سیمو کې د استوګنې ځایونه پراخوي او دواړه غاړې په یو شمېر مهمو مسلو کې پاتې راغلي، لکه د وروستیو پولو معلومول، د بیت المقدس حیثیت او د فلسطیني کډوالو برخلیک.

د اسرایلو او حماس جګړه د اکټوبر په اوومه نېټه وروسته له هاغې پیل شوه چې حماس په اسرایلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې له ځانه سره وتښتول.‌

اسرایلو په ځواب کې‌ د حماس پرضد هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې تر اوسه پورې پکې تر ۲۹۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې تر ۷۰ فیصدو زیات یې ښځې او ماشومان دي.‌

په نړیوالې محکمې کې د امریکا استدلال یوه ورځ وروسته له هاغې شوی چې واشنګټن د عربانو تر ملاتړ لاندې او د پراخ ملاتړ درلودونکې د ملګروملتونو قانوني مسوده چې د اسرایلو او حماس په جګړه کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې وه رد کړه.‌

امریکا ویلي، دغه مسوده به د پاتې سلو برمته شویو کسانو د خوشې کېدو پر سر روانو مذاکراتو کې مداخله وکړي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوسېيټېډ پریس او فرانس پریس څخه اخېستل شوي.‌

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG