لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او برطانیې د نېټو د مشرتابه عهدې دپاره د نیډرلېنډز د وزیراعظم د نامزدګۍ حمایت وکړ


د زیارت/پنجشنبې په ورځ امریکا او برطانیې اعلان وکړ چې د نېټو د عمومي منشي په توګه د نیډرلېنډز د وزیراعظم مارک روته د ټاکل کېدو ملاتړ کوي. په دې سره مارک روته، چې د وزیراعظمۍ عهده یې په ختمېدو ده، د نېټو د عمومي منشي عهدې ته یو ګام ورنږدې شو.

یو امریکایي چارواکي وویل: "صدر بایډن د نېټو د راتلونکي سېکرېټري جنرل کېدو دپاره د وزیراعظم روته د نامزدګۍ حمایت کوي."

د نېټو نوی سېکرېټري جنرل یا عمومي منشي به په اکټوبر میاشت کې دغه عهده اخلي، او دا دغسې یو حساس وخت دی چې یو طرف ته د روس په مقابله کې د اوکراین د جاري دفاع حمایت جاري ساتل کیږي او بل طرف ته په نوامبر کې د امریکا د صدارتي انتخاباتو نتایج به هم رانږدې وي.

پخواني صدر ډونالډ ټرمپ، چې اټکل کیږي په انتخاباتو کې به د صدر بایډن مقابله کوي، څو څو ځله د دې تنقیدونو سره مخ شوی چې ګني د نېټو اتحادیانو دفاع ته ژمن ندی. هغه په همدې میاشت کې ویلي دي چې د نېټو هغه ملکونه کوم چې د خپلې ټاکل شوې برخې دفاعي بجټ یې ندی ځانګړی کړی، هغوی باندې روس "هرڅه چې وغواړي کولی شي."

د ټرمپ دې بیاناتو ته په جواب کې، د نېډرلېنډز وزیراعظم مارک روته وویل چې یورپ ته په ټرمپ باندې ترکیز او توجه نده په کار، بلکې باید خپله توجه د اوکراین حمایت ته واړوي.

روته د میونیخ کنفرانس کې وویل: "مونږ د هر هغه چا سره چې په میدان کې وي، باید کار وکړو."

تېر کال چې کله په نېډرلېنډز کې د مارک روته حکومت مات شو، نو دغه ۵۷ کلن سیاستمدار په جولائی میاشت کې ناڅاپه اعلان وکړ چې د خپل ملک سیاستونه پرېږدي. روته په یورپ کې یو له اوږدمهاله واکمنانو څخه دی او نېډرلېنډز کې هیچا د هغه په څېر اوږده موده حکومت ندی کړی. هغه په دې ستایلی کیږي چې د عمل سړی او قابل شخصیت تن دی. د نېټو غړي هېوادونه وایي، دغو ځانګړنو ته په کتو، روته د نېټو یو قابل مشر جوړېدلی شي.

نېټو کې یو دېرش (۳۱) ملکونه شامل دي او دوه سفارتکارانو د دې پخلی کړی چې تر اوسه پورې د نېټو شل (۲۰) ملکونه د هغه حمایت کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG