لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاماس ویسټ: هیڅ هیواد له افغانستان څخه د تروریزم د ګواښ سرپورته کولو لیدل نه غواړي


د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې له ګډون وروسته ویلي چې ددې غونډې ټولو ګډونوالو غوښتل چې دا وګوري چې افغان میرمنې او نجونې زده کړو، کار او ټولنه کې عام ژوند ته بیرته ستنې شي.

د قطر په سرښار دوحه کې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګروملتونو د مشر انتونیو ګوتیرش په کوربتوب افغانستان لپاره د شوخوا ۲۵ هیوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ د جمعې د ورځې سهار وختي فبرورۍ ۲۳د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي چې په دوحه کې یې د افغانستان او له دغه هیواد څخه بهر میشتو د افغانانو د مدني ټولنې له استازو سره یې ددغه هیواد اقتصادي اړتیاو، بشري حقونو ته د درناوې په اهمیت اود طالبانو په ګډون د افغانانو سره د دغسې بوختیاو په دوام خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ د دوحې د غوندې د ګډونوالو د نظریاتو په اړه لیکلي:" ټولو غوښتل چې دا وګوري چې ښځې او نجونې ثانوي دورې ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عام ژوند ته ستنې شي، د اقتصاد په اړه افغانانو سره څرګندې ژمنې واوریدلې، تیر کال له ۲۶ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مهمو هڅو ته مو بیا کتنه وکړه".

همداشان افغانستان لپاره د امریکا استازي د مرستو د پایښت په اړه ویلي چې په دې برخه کې اندیښنه شته او اړتیا ده چې یو داسې کړنلارې ته وده ورکړل شي چې افغانان د خپل راتلوونکی اقتصاد مالکیت ولري.

ښاغلي ویسټ ویلي:" ډیرو هیوادونو د طالبانو له خوا د کوکنار په کر باندې بندیز چې د ملګروملتونو د جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې د ارزونو له مخې له امله یې د کوکنارو کر کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی تائید کړ. مونږ بزګرانو سره د بدلیل معیشت د کرکیلې د برابرولو لپاره نړیوال ملاتړ برابرولو ته بیا کتنه وکړه، د نشه یي توکو متعادینو د درملنې په برخه کې لا همغږۍ ته اړتیا ده".

تاماس ویسټ د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د نورو اقداماتو په اړه ویلي چې امریکا په دوحه کې د ملګروملتونو په بلنه د جوړې شوې غونډې په څیر ددغسې نورو غونډو د جوړیدو د هرکلي ترڅنګ په نړیوال سیستم کې د افغانستان د ادغام لپاره د ملګروملتونو په مشرۍ د بهیر په ترڅ کې د لارې د نقشې د ترتیبولو غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي ویسټ ویلي:" د افغانانو خیرښیګڼه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې باید ددغه کار لارښود اوسي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش په قطر کې د افغانستان په اړه د غونډې په وروستۍ ورځ وویل چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړي.

نوموړي د فبرورۍ ۱۹ (سلواغې۳۰) وویل چې طالبانو ته یې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه ،خو هغوی یې بلنه ونه منله. ښاغلي ګوتېرش هیله وښوده چې د طالبانو استازي به په اینده کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې د ښاغلي ګوتېرش په وینا ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې دا غونډه ' ډیره مثمره' وبلله او ددې غونډې د جوړیدو د هدف په اړه یې ویل" د یو سوله ایز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري".

د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو او ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ،‌ خو د سختو کړنلارو او د حکومت جوړښت ته یې په کتو لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

(دا راپور د امریکا غږ اشنا له پاڼې راخېستل شوی.)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG