ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو د سپریم کورټ په امر د افغانستان په غزني ولایت کې د خلکو په وړاندې د دوو تنو په زېندۍ کولو اندېښنه ښکاره کړې او دا یې د هغوی انساني "سپکاوی" بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما وایي دوه تنه د واکمنو افغان چارواکو له خوا په عام محضر کې اعدام شول، دې ادارې پر خپله فېسبوک او ایکس پاڼه لیکلي:
"ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره سخت مخالف دي. دا چاره د ژوند کولو له اساسي حق سره په ټکر کې ده. یوناما له واکمنو چارواکو څخه غواړي چې د اعدام د سزا د لغوه کولو د یوه ګام په توګه یو بیړنی ځنډ رامنځ ته کړي".
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د فرورۍ پر 22مه په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، "موږ په کلکه د مرګ د سزا مخالفت ته دوام ورکوو، د دغو تېزندیو عامه بڼه زړه بوږنوونکې وه."
د بشري حقونو بلې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل هم د ګڼ شمېر خلکو په وړاندې د خلکو د زېندۍ کولو د پرېکړو د عملي کولو مخالفت کړی او دا ډول اقدامات یې د ژوند د حق په ضد ګڼلي دي.
ایمنیسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] په یوه بیان کې د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې د خلکو د زېندۍ کولو او د مرګ د سزاګانو لړۍ دې بنده کړي.
په بیان کې د دې ادارې د جنوبي اېشیا مرستیالې لیویا ساکاردي ویلي، "موږ د مرګ د ټولو سزاګانو مخالف یو ځکه چې دا د ژوند له حقه سرغړونه ده . طالبان پرله پسې د خلکو په مخ کې تېزندیو ته دوام ورکوي کوم چې د انساني کرامت له ډېرې سختې سرغړونې سره سره د نړیوالو قوانینو او معیارونو سرغړونه هم ده چې هیڅ د زغملو نه دي".
د طالبانو د حکومت سپریم کورټ د فرورۍ پر 22مه په یوه بیان کې ویلي وو، د دې عدالت د پرېکړې او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له منظورۍ وروسته یې د غزني د علي لالا کلي په فوټبال سټېډیم کې دوه تنه په دار کړي دي.
سپریم کورټ ویلي چې دغو دوو کسانو د میدان وردګ اوسېدونکي سید جمال د امیرمحمد په نوم ددغه ولایت یو تن په چاقو وژلی وو او د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي ګل خان د محمد قسیم په نوم د خپلې سیمې یو تن په چاقو وژلی وو.
ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي په عامو ځایونو کې د مرګ د سزا د عملي کېدو په وخت ددغې سزا قرباني تن چې له کوم ظلم سره مخ کیږي، ددې سزا ننداره کوونکي هم له ورته حالت سره مخ کیږي.
د بخښنې نړیوالې ادارې د طالبانو تر واک لاندې عدالتونو پر عدالتي بهیر او انصاف هم پوښتنې را پورته کړې دي او ویلي یې دي چې پر انصاف ولاړې مقدمې د تر سره کېدو د حق په برخه کې لا هم سنجیده اندیښنې شته.
مېرمن لیویا ساکاردي ویلي، "اوس ددې وخت دی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه پر طالبانو د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له امله فشار واچوي او دا ډاډ او ترلاسه شي چې په افغانستان کې د نړیوالو حقونو خوندیتوب ته درناوی کېږي."
د طالبانو د حکومت یوه چارواکي او د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني په غزني کې د دوو کسانو د زېندۍ کېدو په اړه د نړیوالو ادارو نیوکې او اندېښنې حیرانونکې بللي دي. انس حقاني پر خپل ایکس لیکلي:
"یو خو د ظالمو جانیانو دفاع کوي، د بل پلوه د یوهٔ مسلمان ملت تر ټولو مهم اعتقادي آدرس باندې نیوکه کوي؛ حال دا چې په همدې افغانانو یې مرګوني تحریمونه وضع کړي".
د طالبانو حکومت د 2021م کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر د خلکو په وړاندې په ښکاره ښځو او سړیو ته د بدني سزاګانو ورکول پیل کړي دي.
طالبانو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو تنظیمونو له نیوکو او اعتراضونو سره سره د خلکو په مخ کې د قصاص یا د مرګ د بدل د حکم د عملي کولو سربیره د نورو بدني سازګانو عملي کولو ته هم دوام ورکړی دی.
د روادارۍ په نوم د بشري حقونو یوې ادارې د تېر 2023م کال په اګست کې په یو رپوټ کې ویلي وو چې طالبانو د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه 69 تنه 35 سړي او 16 ښځې په اتو ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي او په بامیان کې یې دوه تنه سنګسار کړي دي.
د طالبانو حکومت د 2021م کال له اګست راهیسې په خپله واکمنۍ کې څلور تنو ته د مرګ سزا ورکړې او د ښځو په ګډون یې 350 کسان په دُرو وهلي دي، دا سزاګانې یې د سلګونو خلکو په مخ کې ورکړې دي. په دغو کې په سزا رسېدلو اکثرو ښځو باندې د زنا یا له خپله کوره د تېښتې تورونه لګول شوي دي.
Forum