لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسف: ۲۳ میلیونه افغانان په ۲۰۲۴ کال بشري مرستو ته اړتیا لري


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا يونيسف وايي په افغانستان کې د اوږدو جګړو د خرابو اثراتو، د اقليمي بدلون منفي اغېز او اقتصادي بحران له امله د 12،6 ميليونه ماشومانو په ګډون څه باندې 23 ميليونه خلک روان کال بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي په افغانستان کې د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي کنونشن نه عملي کېدل او د بېکارۍ زیاتېدل هغه عوامل دي چې په هېواد کې يې د ماشومانو په ژوند بد تاثير کړی.

د بشري حقونو په کمېشن کې د ماشومانو د حقونو پخوانی مشر نجيب الله ځدران ببرکزي ډیوې ته وویل،

"ميندې او پلرونه اوزګار شوي دي او کار نه لري چې مستقيم تاثير يې په ماشومانو دی، نو د مرستو وېشل چې دولس نيم ميليونه ماشومان او په ټوله کې تقريباً 28 يا 29 ميليونه خلک چې بشري مرستو ته ضرورت ولري نو د حکومت ژمنتيا دا ده چې خدمات دوی ته وړاندې کړي، دغه ارقام زړه بوګنونکي دي او دغه حالت کې که دوام وکړي نو ماشومانو وضعيت لا نور هم خرابېږي"

د يونسيف په رپورټ کې ويلې شوي چې په افغانستان کې يوازې 16 فيصده افغانان د خپلو بنيادي ضرورتونو پوره کولو توان لري.

د رپورټ ترمخه 7،4 ميليونه کسان خوراکي مرستو، 9،2 ميليونه ماشومان د خونديتوب، 8 ميليونه ماشومان د تعليم په برخه کې او څه باندې 20 ميليونه وګړي د وينځلو او صفايي خدمتونو ته اړتيا لري.

د اقتصادي چارو پوهان په دې نظر دي چې يوازې مرستې د افغانانو ولس ستونزې په مستقل ډول نشي کمولې. دوی وايي د خلکو ژوند ښه کولو دپاره به د معاش ګټلو سرچينې پېدا کول وي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد ځلاند په دې اړه ډیوې ته وویل،

"د ماشومانو د حقونو فعالان وايي د نړيوال کنونشن له مخې د افغانستان موجوده واکمن مکلف دي چې ماشومانو ته په سمدستي ډول مرستې ورسوي او که چېرې حکومت توان نه لري نو بايد نړيوال بنسټونه په دې لړ کې لاس پکار شي."

د بشري حقونو په کمېسن کې د ماشومانو د حقونو پخوانی مشر نجيب الله ځدران ببرکزي وړاندې وویل،

"افغانستان هغه هېواد دی چې د ماشومانو کنونشن ته ژمن پاتې شوی نو د کنونش له مخې د حکومت مسوليت دی او که خامخا حکومت ته ستونزې ولاړې وي بيا نو هغه نړيوالې ادارې يونيسف، سيو دي چلډرن يا چلډرن ان کرائسز نو دغه نړيوال بنسټونه کولې شي چې تر يو حده پورې د ماشومانو شرایطو کې چې دوی ژوند سخت دی او مرستو ته اړين دي دوی کولې شي چې په اصطلاح ونډه واخلي."

يونيسف وايي په سمدستي ډول 1،4 بیلینو ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د 19،4 میلیونو خلکو بشري او بنيادي ضرورتونه پوره کړي.

که څه هم طالبانو دې رپورټ ته په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو له دې وړاندې يې د داسې راپورونو ارقام ناسم بللي او ويلي دي چې خلکو ته د روزګار ورکولو په موخه یې يو شمېر پرمختيايي پروژې پېل کړې دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG