لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف بي آی په امریکا کې د "تنظیم شویو" بریدونو وېره څرګنده کړې


د اېف بي آی مشر کریسټوفر رې
د اېف بي آی مشر کریسټوفر رې

واشنګټن – د اروپا پرضد په انلاین بڼه له ګواښونو او په روس کې په یو کانسرټ هال باندې له برید سره ښکاري چې د داعش د ملاتړو ترمنځ باور زیات شوی او همدا په امریکا کې هم امنیتي چارواکو ته د اندېښنې سبب ګرځېدلی.

په امریکا کې د ملي امنیت او پولیسو چارواکي د اوږده وخت راهیسې د هغو وړو ډلو او افرادو په اړ اندېښنه څرګندوي چې په نړۍ کې د ترهګرو ډلو تر تاثیر لاندې په امریکا کې بریدونه وکړي.

خو د امریکا د فېدرالي پلټنو د ادارې یا اېف بي آی مشر کریسټوفر رې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وکیلانو ته وویل، چې ښايي نورې اندېښنې هم په کار وي.

رې وکیلانو ته خبرداری ورکړ، "اوس زیاتېدونکې اندېښنه دلته د کور دننه د یوې تنظیم شوي برید په اړه ده، په هغه ډول چې مونږ په روس کې څو اونۍ مخکې د داعش لخوا د کانسرټ په یو تالار ولیدله."

پولیسو څو ورځې وړاندې په ټولې اروپا کې هم وروسته له هاغې امنیتي تدابیر سخت کړل چې داعش پورې تړلې خبري رسنی هغه غوښتنه چاپ کړه چې په هغو سټیډیمونو دې بریدونه وشي چې دا اونۍ به په مډریډ، لندن او پاریس کې پکې د فوټبال سیالۍ ترسره کېږي.

د اېف بي آی دغه خبرداری همدارنګه د داعش او د هغوی د ملاتړو په اړه هم فکري بدلون ښيي چاچې د مارچ په ۲۲ نېټه ماسکو څخه د باندې په یو کانسرټ باندې د برید پړه ومنله.

په دغه برید کې ۱۴۵ کسان وژل شوي وو.

له دغې پېښې وروسته د امریکا د کورنیو چارو وزارت وویل، چې له دوی سره داسې ځانګړي او باوري معلومات نشته چې داعش دې دا توان ولري چې امریکا وګواښي.

ګڼو امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکو ویلي، چې که څه هم داعش قصد لري چې بریدونه ترسره کړي خو داسې هېڅ نخښه نه شته چې داعش او بله کومه ترهګره ډله دې دې دا وړتیا ولري چې امریکا ته ورسېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG