د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي، ددغه څانګې د یو پولیس عسکر په هدفي وژنه کې ککړ څلور ترهګر د خپلو نورو وسله والو ملګرو په ډزو کې وژل شوي دي.
د سي ټي ډي ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د پولیس عسکر وژنه کې د ککړتیا په تور د نیول شوؤ دغو ترهګرو د وژنې پېښه د خالي په ورځ لاهور کې رامنځته شوې ده.
ویاند ویلي چې د سي ټي ډي د یو عسکر د وژنې په تور فیضان نومې یو ترهګر اؤ د هغه درې نور وسله وال ملګري نیول شوي وؤ اؤ د خالي په ورځ چې کله پولیسو د هغوي په ښوونه لاهور کې د یو ځنګل څخه پټ کړل شوی بم اؤ وسله ترلاسه کوله نو په دغه مهال د هغوي نورو ترهګرو ملګرو ناتاره ډزې وکړې.
د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې د برید کوونکو وسله والو شمېره د پینځوؤ نه نیولې تر شپږو وه اؤ وایي د هغوي په ډزو کې فیضان اؤ درې نور ترهګر وژل شوي دي.
پولیسو ویلي چې د وژل شوي ترهګر تعلق د یو ناچله ګرځول شوي تنظیم سره ؤ اؤ د دریوؤ نورو وژل شوؤ ترهګرو پېژګلو روانه ده.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د پولیسو په ولکه کې د ترهګرو د وژل کیدو دغسې رپورټونه مخې ته راغلي دي.
د روانې مئ میاشتې په وړومبۍ نیټه هم د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکو د پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې د ترهګرې ډلې تحریک پاکستان طالبان د دوو مهمو کمانډرانو د پولیسو په ولکه کې د نورو ترهګرو په ډزو د وژل کېدو دعوه کړې وه.
څېړونکي اکثره د پولیسو دغسې دعوې بې ځایه بولي اؤ وایي کله چې پولیس یا نورې امنیتي ادارې غواړي څوک له عدالت تر شا پخپل سر ووژني نو هغې ته بیا د پولیس مقابلې نوم ورکوي چې په حقیقت کې دغسې هیڅ مقابله نه وي شوي اؤ نه ترهګرو خپل بندي ملګري وژلي وي خو امنیتي ادارې په دغسې کولو خپل غیر قانوني اقدام ته د قانوني بڼې ورکولو هڅه کوي.
Forum