لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي آی او جماعت اسلامي احتجاجونه، پنجاب او اسلام اباد کې ۱۴۴ ماده لګول شوې


پاکستان تحریک انصاف ګوند نن په 26مه جولايۍ په ټول ملک کې د خپلو بنديانو خوشي کولو دپاره د پرامنه احتجاج اعلان کړی، او جماعت اسلامي ګوند د بجلۍ د بلونو او نورې ګرانۍ پرضد اسلام اباد کې د پرلت ويلي، خو پنجاب حکومت او د اسلام اباد انتظاميې 144 ماده لګولې ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د تحفظ ايين پاکستان د سيوري لاندې نن په 26مه جولایۍ په ټول ملک کې د پرامنه احتجاج اعلان کړی دی.

تحریک انصاف ګوند ويلي، "د پاکستان د ايين د بحالۍ، عمران خان او نورو بې ګناه سياسي او ټولنيزو رسنیو دغړو د خوشي کولو، د ملکي تاريخ تر ټولو زياتې ګرانۍ، او امنيت د بد وضعيت څخه خلاصون دپاره به د تحريک تحفظ ايين پاکستان د سيوري لاندې" نن د جمعې په ورځ په ټول ملک کې پرامنه احتجاج کولی شي.

په 24مه جولايۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تحفظ ايين پاکستان تحریک مشر محمود خان اڅکزي ويلي وو، پاکستان د تاریخ د بدترينه بحران سره مخ دی، دوی پاکستان د بحران څخه ويستل غواړي، د عمران خان او نورو د خوشي کولو دپاره او حکومت څخه ځان خلاصولو او پاکستان د ايين د بحالۍ دپاره به پرامنه احتجاج کولی شي.

ويل شوي د پنجاب حکومت د امنيت له کبله په صوبه کې 144 ماده لګولې او د څلور نه زياتو کسانو په يو ځای کېدو یې بنديز لګولی دی.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د پنجاب حکومت د 144مې مادې لګولو په اړه ويلي، د امنيت د خطرې له امله بنديز لګول شوی دی.

بل لور ته جماعت اسلامي ګوند هم نن په اسلام اباد کې د بجلۍ د زياتو بلونو او ګرانۍ پرضد د پرلت اعلان کړی دی.

د اسلام اباد پوليسو پرون ويلي، په اسلام اباد کې 144 ماده په ځای ده، بې د اجازته په اسلام اباد کې د کومې غونډې کولو اجازت نشته.

د رپورټونو ترمخه اسلام اباد کې ډي چوک ته په تلونکو لارو کنټېنرې اېښودل شوي او لارې تړل شوي دي.

خو جماعت اسلامي ګوند ويلي، پرلت به یې هم په ډي چوک کې کيږي، او د پرون راهسې ياد ګوند تور لګولی چې د ګوند غړي او مشران یې نيول کيږي.

خو د حکومت لخوا دغو تورونو ته ته تراوسه کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG