لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلګت بلتستان سوداګرو احتجاج په توګه د چين پاکستان په پوله سړک تړلی دی


دا احتجاج ځايي تاجرانو د فېډرل بورډ آف ریونیو او د پاکستان ګمرک ادارې په ضد د هغې وروسته پیل کړی چې دغه ادارو له لوري په سوداګريز مالونو د ماليي او ټېکسونو پرځايې کول اعلان شول .
دا احتجاج ځايي تاجرانو د فېډرل بورډ آف ریونیو او د پاکستان ګمرک ادارې په ضد د هغې وروسته پیل کړی چې دغه ادارو له لوري په سوداګريز مالونو د ماليي او ټېکسونو پرځايې کول اعلان شول .

د ګلګت بلتستان تاجرانو له لوري د جولاۍ په 29 پیل شوی احتجاج نور هم تاوجن شوی او دغه مظاهرچيانو د چين او پاکستان پولې سره د سوست ډري پورټ یا بندر سره تېر شوی د قراقرم سړک باندې پرلت وهلی او دغه مهمه لار يې تړلې کوم چې د سي پېک برخه ده .

په احتجاج کې ناست یو ځايي تاجر عابد حسين وي او اې ډيوه ته ووېل د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ، عدالت دواړو د تاجرانو غوښتنې جايزې ګرځولې دي. خو د پاکستان د ګمرکونو یا کسټمز اداره او اېف بي ار د دوی غوښتنې نه دي منلې او هم ځکه دوی اوس په دې مجبوره شوې دي چې دغه سړک وتړي .

د تاجرانو په سړک پرلت او د قرقرم لار تړلو له امله په سوست کې خوا اوشا شپته 60 بهر ملکي سيلګري هم ویسار پاتې دي څوک چې د خنجراب له لارې چين ته روان وو ، ددې ترسنګ د چين څخه سوست ته راسېدلې د مالونو نه ډک ټرکونه او کنټېنرې هم د سړک غاړه ولاړې ليدل کيږي .

دا احتجاج ځايي تاجرانو د فېډرل بورډ آف ریونیو او د پاکستان ګمرک ادارې په ضد د هغې وروسته پیل کړی چې دغه ادارو له لوري په سوداګريز مالونو د ماليي او ټېکسونو پرځايې کول اعلان شول .

په دغه احتجاجي غونډي کي چې د ګلګت بلتستان د تاجرانو بيلا بيلو اتحاديو غړي موجود دي او دوی وايي خنجراب پولې له لارې له چین څخه په وارد یا برامد شوي توکیو باندې پرځای کړې شوې مالیه ، خرڅون ټیکس او اضافي خرڅون ټېکس راټولول غیرقانوني دي . د ځايي تاجرانو په وېنا د ګلګت بلتستان سيمه لانجمن حيثيت لري او هم ځکه دلته هغه ټېکسونه نشي پرځای کېدلی کوم چې په تورخم ، چمن او يا د پاکستان په نورو برخو کې پرځای دي.

د ګلګت بلتستان ځايي سترعدالت چې د جي.بي چيف کورټ په نوم ياديږي ، دغه محکمې هم د نوې ټېکسونوًپرځايې کول غېر قانوني ګرځولی دي .

د ګلګت بلتستان د وزیر اعلا د اطلاعاتو لپاره ځانګړی معاون ایمان شاه وي او اي ته څو ورځې مخکې ویلي وو چې د خنجراب د لارې د پاکستان او چین تر منځ برامدات یا صادرات د نشت برابر دي، او 98 فیصدي تجارت د درامداتو مالونو کیږي.

ایمان شاه زیاته کړه وه چې په بندر کې د سوداګرو مالونه نه دي نیول شوي بلکې هلته خوندي ساتل شوي دي. خو اوسنۍ ستونزه د صوبايي حکومت نه بلکې د وفاقي حکومت له لوري ده او ايف بي آر واضحه هدايات کړي دي چې د هېواد د نورو پولو لکه تورخم، چمن او تفتان په شان د خنجراب پوله باندې هم د نوي ټيکس اصول نافذ کړل شي.

څېړونکي وایی د پاکستان کمزوري اقتصادي حالت او د ای ایم ایف د غوښتنو له وجې حکومت نوی ټیکسونه لګوي.

د پاکستان د خزانی وزیر محمد اورنګریب ویلي چې دا وخت په هېواد کی د ټیکسونو شرحه د قامي امدن یا جي ډي پي 9 فیصده ده او په دې ملک چلول ګران دي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG