لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د انټرنېټ د سستۍ په اړه آنلاین کاروبار کوونکي، عام خلک او خبریالان شکايت کوي


پاکستان کې د تيرو څو ورځو راهسې انټرنېټ سست شوی يا سوکه شوی دی، چې له امله یې نه يواځې انلاين يا په انټرنېټ کاروبار کوونکي، عام خلک او خبريالان هم شکايت کوي، وايي د سختو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان کې د انټرنېټ خدمات ورکوونکي اتحاديې پرون په 15م اګست يو بيان کې ویلي، د امنيت او څار سېوا کولو دپاره د حکومتي پرېکړې وروسته په تيرو څو اوونيو کې د انټرنېټ رفتار د 30 نه تر 40 فيصده پورې کم شوی دی.

پاکستان کې په وروستيو کې په مطبوعاتو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې پاکستان خواوشا د 30 اربه روپو په مصرف فاير وال لګولی، د کوم مقصد انټرنېټ ټرېفک کنټرول کول، او پاکستان کې انټرنېټ کارونکو دپاره مواد فلټر کول دي.

حکومت او رياستي ادارې د ټولنيزو رسنيو په اړه شکايت کوي چې د حکومت او ادارو پرضد پرې پروپېګنډا کيږي. او د پاکستان پوځ په وروستيو کې ویلي د غلطو او جعلي خبرونو دلارې ځينې خلک ډیجیټل ترهګري کوي او د ډیجیټل ترهګرو هدف پوځ په نخښه کول دي.

د پاکستان د پوځ وياند لېفټيننټ جنرل احمد شريف چودري تيره میاشت يوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي وو چې ډیجيټل ترهګر د پاکستان په پوځ د جعلي خبرونو له لارې بریدونه کوي او مقصد یې د پوځ او د ولس اړيکې خرابول دي.

نوموړي ويلي وو، څنګه چې ترهګر د ټوپک په زور خپله خبره کوي دغه شان ډیجيټل ترهګر د موبایل، کمپیوټر او غلطو خبرونو له لارې انتشار يا اړی ګړی خورول غواړي.

د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير مملکت شزه فاطمه خواجه پرون مطبوعاتو سره خبرو کې د فاير وال لګولو دفاع کړې او ويلي یې دي، د سايبر حملو څخه بچ کېدو دپاره پاکستان انټرنېټ سسټم اپرګرېډ کوي.

سېنېټ کې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او کميونيکېشن د غونډې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې شزه فاطمه په ملک کې د انټرنېټ د سستۍ په اړه ويلي، دا د سايبر سيکیورټي يو اقدام دی او په نړۍ کې یې هر حکومت پورته کوي.

د ډېټا پورټل ډاټ کام د رپورټ له مخې، د پاکستان د 240 ملينه څخه زیاتې ابادۍ کې خواو 111 ملينه پاکستان انټرنېټ ته رسايي لري، او پاکستان کې خواوشا 189 ملينه فعاله سیلولر کنکشنې دي.
د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه، د تېر مالي کال چې په تيره جولايۍ کې پای ته رسېدلی، د هيواد د آی ټي صادرات يا اېکسپورټ 3.2 بلينه ډالرو ته رسېدلي.

تېره میاشت د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټۍ د انټرنېټ سست کېدل تکنيکي خرابي ياده کړې وه.
د انټرنېټ سستۍ سره خبريالان هم وايي د انټرنېټ مسلې د وجې دوي نشي کولی چې خپلو ادارو ته په وخت خبرونه ، عکسونه او ويډيوګانې وليږي.

څيړونکي وايي د انټرنېټ رفتار راکمول د اظهار رای په ازادۍ يو بل قدغن ښکاري.

څيړونکی کاشف الدين سيد وايي، "هغه کار چې کله به ادارو يا صحافي او تجزيه کار ته په ټيليفون کېدو نو د هغې اثر به دومره نه وو څومره چې اوس د انټرنېټ رفتار کمېدو دې، دې سره ډير اغېز پرېوتی دی، د خلکو خبره اوس په هغه انداز باندې نه رسيږي".

قانون پوهان وايي معلوماتو ته رسايي د هر تن بنيادي حق دی، او د دې نه د خلکو محرومه کول د پاکستان اساسي قانون نه سرغړونه ده.

پاکستان کې له دې وړاندې هم د په انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو بنديزونه لګېدلې دي.

د بې پولې خبريالانو تنظيم ار اېس ايف په خپل وروستي رپورټ کې ويلي پاکستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې د نړۍ په 180 هېوادونوکې په يو 152 نمبر دی، خو د پاکستان حکومت تل ويلي، د مطبوعاتو په ازادۍ يقين لري او ملکي ګټو ته په کتو سره ولس ته کره معلومات ورکول د هر يو خبريال زمه واري ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG