لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان نه مهاجرې نجلۍ په پارالمپيکس کې مډال وګټلو


ذکیه خدادادي د پېرس په پارالمپېکس لوبو کې چې د معذوره ورزشکارانو دپاره ځانګړې دي، د برونز یا ژېړو مډال وګټلو
ذکیه خدادادي د پېرس په پارالمپېکس لوبو کې چې د معذوره ورزشکارانو دپاره ځانګړې دي، د برونز یا ژېړو مډال وګټلو

د افغانستان سره تعلق لرونکې یوې ټکواندو کارې نجلۍ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پېرس په پارالمپیکس لوبو کې چې د معذوره ورزشکارانو دپاره ځانګړې شوي، د برونزو (ژېړو) مډال وګټلو.

دا تکواندو کاره نجلۍ ذکیه خدادادي نومیږي چې د پېرس په پارالمپېکس لوبو کې یې د پناه غوښتونکو په لوبډه کې سیالي وکړه.

هغې وکړی شول چې د ۴۴ او ۴۸ کلوګرامه وزن په کټګورۍ کې، د کیوبا او ترکیې لوبغاړو ته ماتې ورکړي خو د ازبکستانۍ لوبغاړۍ په وړاندې یې ماتې وخوړله. په آخري لوبه کې یې رقیبه یوه مراکشۍ وه، چې هغه ژوبله شوې وه او لوبې ته حاضره نشوه.

د پارالمپېکس چاروکو په اېکس پلېټفارم (پخواني ټوېټر) باندې د ذکیه خدادادي تصویر خپور کړی او د هغې کامیابي یې "تاریخي" بللې ده.

ذکیه خدادادي په داسې حال کې د نړۍ په کچه د پارالمپېکس مډال ګټلی چې په وطن کې یې طالبانو د جېنکو په سپورټ، تعلیم، کار، تفریح او آن په لوړ غږ او بې نقابه مخونو باندې پابندۍ لګولي دي. د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان کې اوس مهال جېنکۍ د سپورټ او لوبو کولو حق نلري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ (یو ان اېچ سي آر) هم د ذکیه خدادادي د مډال ګټلو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي: «ستاسو لاس ته راوړنه د ژوند په بدلون کې د سپورټ د نه باور کېدونکي ځواک ښکارندوی دی.»

ذکیه خدادادي ۲۵ کلنه ده او وايي‌ چې له نهه کلنۍ راهېسې تکواندو کوي. هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته په فرانس کې اوسیږي.

نوموړې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د نېشنل ټیم غړې شوه او په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې یې یو شمېر مډالونه ګټلي.

خدادادي د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۴مه، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دویمې کلیزې یوه ورځ مخکې د اروپا د پاراتکواندو د سرو زرو مډال ګټلی و، او په دې وتوانیده چې د دې سیالیو په وروستي پړاو کې خپلو ترکي او اوکرایني سیالانو ته ماتې ورکړي او اتله شي.

ذکیه خدادادي په ۲۰۲۱ کال کې دوهمه افغانه وه چې د جاپان د پارالمپیکس په سیالیو کې یې هم ګډون کړی. د پاریس پارالمپیک لوبې چې پرون په شاندارو مراسمو سره پیل شوې، ۱۱ ورځې به روانې وي، چې په کې د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه ۴۴۰۰ ورزشکاران په ۲۲ سپورتي برخو کې ګډون لري.

د دې رپوټ معلومات د وي او اې افغان سروس د وېب سایټ نه اخېستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG