پاکستان
د خزانې وزیر وایي په پرچون کاروبار باندې د نوي ټیکسونو د لګولو پر پلان ولاړ دی
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د هړتال له ګواښونو باوجود به په پرچون کاروبار د نوي مالیو یا ټیکسونو د لګولو په اړه خپل پلان ته دوام ورکوي ترڅو د نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم اېف) بورډ نه د پاکستان لپاره 7 اربه ډالرو پور- قرض پروګرام منطوري ترلاسه کړي.
پاکستان حکومت د ای ایم اېف نه د 37 میاشتو پروګرام ترلاسه کولو لپاره په 2024-25 مالي کال بجټ کې د نوي ټیکسونو یا مالیو لګولو له وجې د سخت ولسي غبرګون سره مخ دی.
تیره میاشت د اګست په 28مه نیټه سوداګرو په ټول هېواد کې د توانایي د زیاتو بیعو او لوړو ټیکسونو په ضد احتجاجونه او هړتال کړی ؤ.
پاکستان په خپل بجټ کې د روان مالي کال لپاره خواوشاه ۲۰ ارب ډالره بهرنیو قرضو اخستو هدف اېښودی. که چرته پاکستان دغه هومره بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي نو په روان مالي کال کې به د ملک زرمبادله ذخیرې د ۱۹نه تر۲۰ ارب ډالره پورې ورسي.
روان مالي کال په قامي بجټ کې مرکزي حکومت د ټیکسونو هدف 12970 اربه روپۍ مقرر کړی او د تیر مالي کال په مقابله کې یې په ټیکسونو کې 40 فیصده اضافه کړې ده.
پاکستان کې د ټېکسونو مرکزي ادارې ایف بي آر د روان مالي کال په قامي بجټ کې په دوکاندارانو اېډوانس مالیه يا ټېکس، په نان فایلرز 2.5 فیصدو ته زیاته کړی دی.
اېف بي آر وایي په هيواد کې 32 لکه دوکانداران د ټېکسونو د جال نه بهر دي او د اپرېل د میاشتې راهسې یواځې 58,000 دوکاندارانو خپل ځان رجسټرډ کړی خو سوداګر وایي هغوي د وړاندې نه حکومت ته ټېکس ورکوي او تاجر دوست سکيم هغوی ته د تاوان سبب جوړيږي.
ایف بي آر وایي 32 لکه د هول سېل او پرچون کاروباریان د ټیکسونو د جال نه بهر دي او غواړي چې سوداګرو نه فېکس ټيکسونه واخلي.
خو ایف بي آر په خپل رپوړټ کې وایې په دوؤ میاشتو کې د ټیکسونو په راټولولو کې د 98 اربه روپو خسارې سره مخ ده .
د رپوړټ ترمخه د دوؤمیاشتو دپاره د مالیې هدف 1554 اربه روپۍ ټاکل شوی ؤ خو ادارې 1456 اربه روپۍ راټولې کړې دي.
اقتصاد پوهان وایي په روان بجټ کې غیر حقیقي د ټیکسونو هدف مقرر کړی شوی و او بیا په ملک کې د زوال سره د مخ سوداګرۍ له وجې د مالیې راتلونکی هدف هم پوره کول ګران دي.
د سرحد چیمبر اف کامرس او انډسټري مشر شاهد حسین ډیوه ته وایي"د ادارو له خوا په تجارت کې لاس وهنه کیږي او آزاد تجارت متاثره شوی، بل د ټیکسونو زیاتوالي سره هدف نه پوره کیږي،نن سبا تنخا دار او وړوکی دوکاندار خپل خرڅونه نه شي پوره کولی نو ټیکس به د چرته نه ورکړي او تجارت هم زوال سره مخ دی دا وخت په پاکستان کې کرپشن ډیر زیات دی شفافیت ختم شوی"
ایف بي آر وایي په ملک کې د درامداتو د کمي له وجې د ټیکسونو هدف متاثره شوی، مرکزي حکومت په دې وروستیو کې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د 7 اربه ډالرو د پور لپاره د سټاف په کچه لوظنامه هم کړې خو تر اوسه د ادارې د اجراییه بورډ له خوا ددې منظوري نه ده ورکړی شوې .
ایف بي آر وایي د ستمبر په میاشت کې هم که د مالیې هدف خساری سره مخ وي نو اداره به په ایډوانس ټیکسونو لګولو غور وکړي خو اقتصاد پوهان وایي د خلکو د اخستو توان ختم شوی او تنخاګانو کې زیاته اضافه نه ده شوې او د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې کاروبارونه متاثره شوي او د ټیکسونو نور بوج به ولس ونه زغملی شي.
اقتصاد پوهه شهریار بټ ډيوه سره خبرو کې وایي,, باید اولس ددې دپاره تیاری ونیسي ځکه چې ایف بي آر وایي غواړي په سیلز ټیکس کې نوره اضافه وکړي کوم چې د وړاندې څخه 19 فیصده د خلکو نه اخستی شي که حکومت په ټیکسونو کې نوره اضافه کوي نو په تنخاداره او بغیر تنخا طبقه به بوج زیات شي او دا د خلکو دپاره یو ښه خبر نه دی ،،
د ټیکسونو ادارې د رپوړټ ترمخه د روان مالي کال په وړومبيو دوو میاشتو کې برآمد کوونکو ته 132 اربه روپۍ د ټیکس رټرن په مد کې هم واپس کړی شوي او په دې موده کې انکم ټیکس 36 فیصده زیات شوی.
سیلز ټیکس 40 فیصده او فیډرل ایکسایز ډېوټۍ کې 13 فیصده زیاتوالی راغلی .
See all News Updates of the Day
اېچ ار سي پي: په بلوچستان کې کړکېچ سیاسي مسله ده پوځي طاقت به يې حل نه کړي
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پرضد د عملیاتو پېلولو په حکومتي اعلان ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چي په هغه صوبه کې دې امنيت د خبرو د لارې راوستل شي.
ځینې سياستمداران وایي په بلوچستان کې بغاوت روان دی خو باید چې رياست د هغې پرشا د وجوهاتو د حل لاره پیدا کړي.
د بشري حقونو کمېشن پخپل بيان کې ويلي "مونږ په ژوره توګه اندېښمن يو، چې حکومت په بلوچستان کې د حل لپاره د زيات قوي پوځي ځواک د کارولو په اړه فکر کوي."
د وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن عمومي سکتر حارث خليق ویلي چې د پوځي طاقت د لارې د سياسي ستونزو تل پاتې حل نه شي موندل کېدای.
د هغه وینا وه ،د داسې عملیاتو له کبله ولس د بې کچه مشکلاتو سره مخامخ کېږي، او ګرانه وي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې عام خلک متاثره نه شي.
نوموړی وایي،دا فېصله هم کول ګرانه وي چې څوک په جنګيالي توب کې شامل دي او څوک پکې شامل نه دي؟
کمېشن وايي چې په پوځي عملیاتو د ملکي چارواکو څارنه نه وي نو ځکه پکې بشري حقونه د پښو لاندې کیږي او زياتوي په بلوچستان کې امنيت په داسې مذاکراتو راتللی شي چې ټولې ښکېلې غاړې په کې موجودې وي.
د پاکستان حکومت لا د اېچ ار سي پى د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن دا بیان له هغې وروسته مخې ته راغلی چې وفاقي حکومت روانه اونۍ په بلوچستان کې د وسله والو ډلو پرضد د کوټلو او پراخو عملیاتو پرېکړه کړې ده.
د نومبر په 19 مه اسلام اباد کې د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې تر سره شوې د اعلا ولسي او پوځي چارواکو غونډې ته په وینا کې شهباز شريف ویلي وو چې د حکومت توجو د ترهګرۍ په ختمولو ده او لومړۍ او اخري کار یې د ترهګرۍ ختمول دي.
په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زياته شوې ده او په تېرو ورځو کې وسله والو ډلو د صوبې په بېلابېلو برخو کې يوشمېر خونړۍ حملې کړې دي.
پخوانی سنېټر فرحت الله بابر په بلوچستان کې د مرکزي حکومت لخوا د عملیاتو پرېکړه ناسمه او غېر دانشمندانہ فېصله ګرځوي او وايي دا به ډېرې اوږد مهاله پايلې ولري.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي،د بلوچستان بنيادي مسله سياسي ده، هغه انتظامي یا د سيکورټي نه ده.
"که مونږ سياسي مسله په ټوپک سره هوارول غواړو نو دا فارموله چېرې هم کاميابه شوې نه ده، زه عرض کوم چې تاسو دې فېصلې ته بيا کتنه وکړې، هسې نه چې اوس دا کوم حالات په بلوچستان کې دي، دا دومره وران شي چې د قابو نه بهر شي او چرته داسې نه وي چې دا اوبه د سر له پاسه تېرې شي"
د مطبوعاتو ترمخه د تېرې يوې لسيزې راهيسې چې کله د پاکستان او چين ترمنځ د 60ؤ اربه ډالرو د سي پېک په منصوبه کار پېل شوی، نو په بېلابېلو حملو کې د پاکستان دننه نزدې 21 چينايي کار کوونکي وژل شوي دي.
په پاکستان کې د سي پېک لاندې د پروژو لويه برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او د پاکستان څخه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا منصوبې د بلوچانو د وسيلو تروړونکې بولي او ورباندې حملې کوي.
څېړونکي په بلوچستان کې د عملياتو سبب په پاکستان د چين فشار بولي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم استاد اؤ څېړونکی سېد عرفان اشرف ډيوه سره خبرو کې وایي "دا مه هيروئ چې د چين د اړخ نه دا پېشکش چې چين به د پاکستان جواينټ ټاسک فورس جوړوي او کومک به ورکوي، يقيناً د چين د قیادت په پاکستان باندې فشار دی چې ګني دلته د سي پېک لاندې دا کومه سرمایه کاري اوس ممکن ده نو بيا د پاکستان رياست ته دا خطره ده چې دا سرماېه ګذاري به نه کېږي"
په پاکستان کې په دې ورستيو کې په چينايي وګړو شوؤ يو شمېر خونړیو حملو چين وارخطا کړی او له پاکستان نه په پرله پسې توګه د خپلو وګړو د خونديتوب غوښتنه کوي.
فعالان: د پاکستان انتخابي فهرستونو کې اقلیتونو، ښځو اؤ نرښځیانو سره توپیري چلند شوی
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن په یوه غونډه کې ګډونوالو ویلي د ملک په انتخابي فهرستونو کې له ځېنو مذهبي لږکیو، ښځو او نرښځينانو سره امتیازي سلوک شوی او د دوي د محرومیو بنیادي سوب د ریاست پالیسۍ دي.
خو حکومت وایي د لږکیو د حقونو خیال ساتي اؤ په ملک کې ټولو اقلیتونو ته د هغوي اییني ، سیاسي اؤ جمهوري حقوق ترلاسه دي.
په ۲۱م نومبر په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په انتخابي عمل کې د شموليت او په سياسي توګه د محرومې طبقې د تواتنمنېدو په موضوع غونډه کړې چې پکې د لږکيو, نرښځيانو , ښځو او د بيلا بيلو سياسي ګوندونو استازو ګډون وکړو او خپلې سپارښتنې يي وړاندې کړې.
د بشري حقونو فعالې فوزیه یزداني وي او اې ډیوه سره خبرو کې ویلي، سياسي ګوندونه خپلو منشورونو ته هيڅ اهميت نه ورکوي. ټول سياسي مشران او ګوندونه يوازي هم دا سوچ کوي چې د هغوي ووټونه به څنګه سيوا شي. او دې د پاره په منشورونو عمل نه کوي.
هغه وایي"زما په اند د سياسي ګوندونو منشورونه یوازې يوه رنګينه پاڼه وي چې صرف په کتلو کې ښکلې وي"
په پاکستان کې د محرومې طبقې د توانمنتیا لپاره په را جوړه شوې دې غونډه کې ګډوانولو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د محرومو طبقو ستونزو ته دې پام وګرځوي اؤ د هغې د هواري لارې چارې دې ولټوي.
د غونډې ګډون وال نر ښځی نایاب علي وایي موږ ليدلي چې په تيرو ټول ټاکنو کې په نرښځيانو تشدد د سياسي ګټو لپاره شوی ترڅو د ويرې يو داسې ماحول پيدا کړی شي چې ځيني سياسي ګوندونه ترې ګټې پورته کړي.
هغه وایي هغه سياسي ګوندونه چې د نر ښځیانو د حقونو خبره به يې کوله هغوي ډير کم ووټونه ترلاسه کړي.
د بشري حقونو د څار غېر دولتي کميشن ويلي که څه هم په پاکستان کې د ښځو په انتخابي او سياسي عمل کې د برخي باوري کولو لپاره يو شمير ايیني او قانوني ګامونه پورته کړی شوي خو په انتخابي عمل کې ټکټونه د شتمنې طبقې ښځو ته ورکول کيږي.
د ايچ ار سي پي عمومي سکتر حارث خلیق ډیوه ته وایي، ښځې د پاکستان خواوشا ۵۰ فيصدي برخه ده خو له بده مرغه په مرکز کې هغه مقام نه لري څنګه چې پکار دی..
هغه وایي ، دا ښځې پخپلو کوششونو د يو خاموشه انقلاب راوستو په هڅه دي خو ضروري ده چې د هغوي په نمايندګۍ کې دې اضافه وکړی شي اؤ دا اضافه دې په پارليمان کې هم وي اؤ په صوبو او حکومتونو کې دې هم وي.
په دې غونډه کې سپارښتنه شوې چې بايد په هيواد کې د تګلارې د جوړښت په مهال په تاريخي توګه د انتخابي عمل څخه د بهر ساتل شوو طبقو ضرورتونه په پام کې ونیول شي او انتخابي عمل کې ټول برخه واخستل شي.
د لږکیو د احمدي ټولنې وياند عامر محمود ویلي،په پاکستان کې يوازې احمدې ټولنې لپاره ځانګړی د ووټونو فهرست جوړ کړی شوی دی. نور ټول د مسلکونو او د مذهبونو خلق په يو فهرست کې دي .
هغه وایي ،دا د احمدې تولنې سره امتيازي چلند په ګوته کوي نو ځکه احمدي ټولنه د پاکستان د انتخابي عمل برخه نه شي جوړيدلی.
د نوموړي په وینا "موږ غواړو چې پاکستان کې ټول خلکو لپاره دې هم ېو ووټر لسټ وي او احمديان دې هم د پاکستان سياسي عمل کې ګډون وکړی شي"
د ايچ ار سي پي په دې غونډه کې د هيواد د محرومو طبقو په سياسي او انتخابي عمل کې د ګډون په موضوع دا خبرې په داسې حال کې شوي چې هيواد د سياسي اړي ګړي سره سره امنيتي ستونزو سره هم مخ دی
پوځ وایي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې په عملیاتو کې اووه ترهګر وژلي
د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په بنو اؤ د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې د اووه وسله والو د وژل کېدو اؤ دوؤ نورو د ژوبل کېدو دعوه شوې ده.
د پوځ د مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار د بیان له مخې د 22 م نومبر په سهار امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا بنو ضلعه کې د ترهګرو د موجودیت اطلاع عملیات کړي .
د پوځ بیان کې ویل شوي چې دې عملیاتو کې د وسله والو ځالې په موثره توګه په نښه کړل شوي چې پکې درې ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دی.
پوځ پخپل دې بیان کې د وسله والو لپاره د خوارجو اصطلاح کارولې چې د تېرو څو میاشتو راهسې په پاکستان امنیتي ځواکونه دا اصطلاح د ترهګرو اؤ په ځانګړې توګه د ټي ټي پي د وسله والو لپاره کاروي.
آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې ددې عملیاتو په مهال د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې څخه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
پوځ د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښودلې خو ویلي یې دي چې هغوي د امنیتي ځواکونو په ضد د ترهګرۍ یو شمیر پېښو اؤ د بېګناه وګړو په وژنو کې ککړ وؤ.
پوځ وایي د ناکراره صوبې بلوچستان په اوران ضلعه کې هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي.
پوځ دغه عملیات کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د نیاز عرف ګمن اؤ ظریف عرف شاه جهان په نومونو سره مخې ته راوړې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې هغوي د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو.
همدا شان پوځ د بلوچستان په ډيره بګټي اؤ کیچ سیمو کې هم په بیلابیلو عملیاتو کې د وؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
پوځ په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د وسله والو د وژلو دا دعوې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې په دغو دواړو جګړه ځپلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ یوازې یوازې خېبر پښتونخوا کې په روانه اوونۍ کې د وسله والو په بریدونو کې تر 20ؤ زیات امنیتي عسکر وژل شوي.
همدا شان بلوچستان کې هم په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر خونړي بریدونه شوي چې په لسګونو پوځيانو ، د ایف سي اؤ پولیس عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېرې نهې یا سه شنبې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو کولو منظوري هم ورکړل شوې ده.
د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامي او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی ؤ.
په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي.
د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.
د پېکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.
د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.
د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.
د کورمې برید کې ژوندي پاتې شوي د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي،وایي"دا شېبې له یو قیامت کمې نه وې"
"زما ګاډی د قافلې په منځ کې وؤ، د ګولیو د تړاقا جوړېدو سره سم ما سورلیو ته وویل چې سمدست باید له ګاډي کوز شي، د ځانونو بچ کولو په خاطر مونږ نزدې د یو غره لوري ته مخه وکړه خو هلته هم د ګولیو باران پېل شو چې له هغې وروسته د ویرې نه ما ځان سمبال نه کړی شو اؤ د یوې تېږې سره مې سر ولګیدو، سر اؤ د بدن نورې برخې مې زخمي شوې"
دا په هغه قافله کې د شامل جمشېد حسین خبرې دي چې د زیارت په ورځ پرې کورمه کې نامعلومه وسله والو برید کړی ؤ اؤ په دغه برید کې تر 45ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
په دې خونړي برید کې جمشېد په لږ څه کې بچ شوی ؤ اؤ د هغه په خبره "هغه شېبې په هیڅ توګه له قیامت کمې نه وې، ما په ژوندوني قیامت لېدلی ؤ."
امریکا غږ سره خبرو کې جمشېد وویل کله چې د یوې میاشتې لپاره تر تړلو کېدو وروسته د پاړا چنار اؤ پېښور د سړک پرانستل کېدو اعلان وشو نو هغه ډیر خوشحاله ؤ ځکه چې د بې وزلۍ له امله هغه زیات وخت کور کې په ناسته نه شو تېرولی.
جمشېد حسین د پيشې له لحاظه ډرایور دی اؤ هغه د اوږدې مودې راهسې د پاړا چنار اؤ پېښور په سړک د ګاډي چلولو له لارې ځانته روزي ګټي.
د جمشېد خان په وینا کله چې د زیارت په ورځ د اوچت په مقام برید کوونکو د مسافرو په ګاډو ډزې وکړې نو هغه خواو شا تر ۲۰ دقیقو د خپل ګاډي په خوا کې دم ختلی پروت ؤ، خو وایي چې د ډزو د غږ غلي کېدو وروسته یې کله خپل ګاډي وکتلو نو د ګاډي مخکۍ شیشه اؤ بیلابېلې برخې یې په ګولیو لګېدلې وې.
د کورمې ضلعې د ډپټي کمشنر جاوید الله مسید د وینا له مخې په سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړی شوي اؤ پېښه کې د ژوبل کسانو د علي زئ، ټل سي ایم ایچ، پاړا چنار اؤ نورو هسپتالونو کې علاج روان دی.
هغه ویلي چې د ترهګرۍ دې پېښه کې د اتوؤ مېرمنو په ګډون 41 کسان وژل شوي خو ازادې سرچینې بیا وایي چې اوس د مړینو شمیره 45ؤ ته رسېدلې ده.
د پاړا چنار ځایي خبریال محمد علي طوري امریکا غږ ته ویلي په سیمه کې د دریوؤ ورځو ویر یا ماتم اعلان کړل شوی ، ټول کاروباري مرکزونه اؤ سکولونه تړل شوي دي.
هغه وایي چې په دې پېښې خلک په ویره اخته او غصه اخته کړي ، د ښار مرکزي سړک د ټریفک په مخ تړل شوی اؤ د انټرنیټ اؤ موبایل فون سګنلې هم تړل شوې دي.
د علي طوري وینا ده چې ځایي مشرانو پرېکړه کړې چې د وژل شوؤ کسانو جنازه به په اجتماعي ډول نه کوي بلکې جلا،جلا جنازې به یې کولی شي.
دلاور حسین ددې پېښې د متاثرینو یا اغېزمنو څخه دی اؤ د حملې په وخت هغه هم د مسافرو یو ګاډي کې سور ؤ.
هغه وایي کله چې ګاډی د بګن سیمې څخه تېر اؤ د اوچت حدودو ته دننه شو نو نامعلومه کسانو په ګاډو ډزې پېل کړې چې په دغو ډزو کې د هغوي ګاډی هم ګېر شو.
دلاور حسین دغو ډزو کې په ژوبل شوی اؤ په پېښه یې یوه ګولۍ لګېدلې ده خو هغه په علیزئ هسپتال کې د ابتدایي علاج څخه وروسته له روغتونه کور ته لېږل شوی دی.
دلاور حسین وایي علیزئ هسپتال کې هیڅ اسانتیاوې نشته ځکه نو له دې ځایه د ضروري طبي مرستو وروسته سخت ژوبل کسان د ټل پوځي روغتون، پاړا چنار اؤ پېښور ته لېږدول شوي دي.
د کورمې ددې خونړي برید ذمه واري لا چا هم پغاړه نه ده اخستې.
په قبایلي ضلعه کورمه کې د اوږدې مودې راهسې په روانو فرقه ییزه نښتو اؤ فرقه ییزه تشدد کې په سوونو کسان وژل شوي دي.
تېره میاشت هم د دې سیمې د کنج علیزئ په مقام د مسافرو په یو ګاډي شوي برید کې تر10ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې په دې سیمه کې د ځمکمې په شخړه پېل شوې نښتې په فرقه ییزه نښتو بدلې شوې وې چې پکې تر 40 ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 150 نور ژوبل شوي وؤ.
سږکال د اګست میاشت کې د فرقه ییزه نښتو له امله د بره اؤ کوزې کورمې تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر رقم ټریفک لپاره تړل شوې وه ، د پولیسو د وینا له مخې د سیمه ییزې جرګې په هڅو دغه سړک تېره اونۍ یو ځل بیا پرانستل شوی ؤ اؤ د قافلو په شکل پرې ګاډو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې وه.
په قبایلي چارو نظر لرونکي کار پوهان د کورمې پېښه د فرقه ییزه فساداتو نه زیاته د ځکمې شخړه ګرځوي.
پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وایي د کوهاټ نه واخله تر پاړا چنار پورې ټوله سیمه کې سنیان اؤ شیعه ګان اوسیږي اؤ دوي په یو بل تکیه یا انحصار لري.
د هغه په وینا په کال 2018م کې په ایین کې د ترمیم کولو له لارې پخوانۍ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو دغلته د لسیزو راهسې روانو د ځکمو شخړو ته هیچا پام ونه ګرځولو.
امریکا غږ سره خبرو کې هغه اندېښنه وښودله چې راتلونکو ورځو کې د ځمکو شخړو کې د افرادو پځای لویې لویې قبېلې یو بل ته راپورته کیدای شي.
د خېبر پښتونخو د کورمې ضلعې پوله د دریوؤ لوریو څخه د افغانستان سره لګېدلې یوه پوله یې د پاکستان سره پیوست ده .
ددې ضلعې سر ښار پاړا چنار دی چې د شیعه مسلک مسلمانان پکې په اکثریت سره میشت دي.
یاډونه:
( د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د خبریال نذراسلام د رپورټ څخه اخیستل شوي دي)
پښتونخوا کې د پوليو دوه نورې پېښې رپوټ شوې، پاکستان کې شمېره 52 ته ورسېده
خېبرپښتونخوا کې د پوليو دوه پېښې رپورټ شوي، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو ټولې پېښې 52 ته ورسېدې.
پاکستان کې د پوليو د مخنیوي مرکزي او خېبرپښتونخوا پروګرام نن په 22م نومبر تاييد کړه، تازه پېښې د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلعه کې رپوټ شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پرواګرام ويلي، يوه د 18 میاشتو ماشومه په مورګه يونين کونسل کې، او بل د 36 مياشتو هلک پوليو وهلی دی.
خېبرپښتونخوا کې سږ کال د پوليو پېښې 13 ته ورسېدې، چې پکې پينځه ډېره اسماعیل خان، دوه دوه په ټانک، لکي مروت او کوهاټ کې رپوټ شوي، مومندو او نوښار کې يو يو ماشوم د پوليو ښکار شوی دی.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې رپوټ شوو 52 پېښو کې 24 په بلوچستان صوبه کې، او 13، 13 په په خېبرپښتونخوا او سيند مخې ته راغلي دي.
پنجاب او اسلام اباد کې تراوسه پورې يواځې يوه يوه پېښې رپوټ شوې ده.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د نړيوالو مرستندويه ادارو سره په ګډه به د پوليو چېلنج ته ماتې ورکوي، او زر به پاکستان د پوليو نه پاک ملک جوړ شي.
د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه، د وزيراعظم سره د کنګ سلمان فاونډېشن، بل اېنډ ملنډا ګېټس فاونډېشن، روټري فاونډېشن، يونيسف او سي ډي سي وفدونو ليدلي، شهباز شریف یې مننه کړې چې د پاکستان سره د پوليو وايرسو ختمولو کې شريک دي.
شهباز شريف ويلي، تر څو چې پوليو ته د تل دپاره ماتې نه وي ورکړل شوي تر هغې به په قلاره نه کښېني.
په پاکستان کې 1994 کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum