لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش پاکستان نه د ټیسټ کرکټ د سیالیو لړۍ وګټله


بنګله دیش د ټیسټ کرکټ د دوؤ سیالیو په لړۍ کې پاکستان ته درنه ماتې ورکړې اؤ د صفر په مقابله کې یې ترې د دواړه سیالیو لړۍ ګټلې ده.

دا دویم ځل دی چې پاکستان د خپل کور دننه د ترسره لوبو لړۍ کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې، تر دې وړاندې انګلینډ هم په کال ۲۰۲۲م کې د دریوؤ لوبو لړۍ په داسې حال کې ګټلې وه چې پاکستان په یوه سیالۍ کې هم بری نه ؤ ترلاسه کړی.

د نهې په ورځ د پاکستان پېنډۍ ښار کې ترسره شوې دویمه ټیسټ سیالۍ کې بنګله دېش پاکستان ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه اؤ پرته له کومې سیالۍ بایللو یې سیریز په وړومبی ځل پخپل نوم کړو.

په دویم ټیسټ کې د پاکستان لخوا ورکړل شوی د ۱۸۵ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په اسانۍ سره د څلورو لوبغاړو په تاوان ترسره کړو.

د بنګله دېش لټن داس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه پخپله دویمه پاڼۍ کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش مهدي حسن بیا د سیریز غوره لوبغاړی وګرځول شو ځکه چې هغه د لوبو په دې لړۍ کې ۱۵۵ منډې جوړې کړې وې اؤ ۱۰ لوبغاړي یې سوځولي وؤ.

د باران اؤ کمې رڼا له امله د څلورمې ورځې لوبه زر راټوله کړل شوې وه اؤ پرون میلمه لوبډلې بنګله دېش خپله پاڼۍ د ۴۲ مې منډې نه پر مخ یوړه.

ددې ټیسټ سیالۍ د وړومبۍ ورځې لوبه د باران له امله منسوخ کړل شوې وه اؤ بیا په دویمه ورځ پاکستان وړومبی توپ وهنې ته وتلی ؤ اؤ ۲۷۴ منډې یې جوړې کړې وې.

د پاکستان د ۲۷۴ منډو په ځواب کې بنګله دېش ۲۶۲ منډې کړې وې اؤ د ۱۲ منډو د خسارې سره مخ شوی ؤ.

تر هغې وروسته د پاکستان لوبډلې د ۱۲ منډو د برترۍ سره خپله دویمه پاڼۍ پرمخ وړې وه خو ټول لوبغاړي یې یوازې په ۱۷۲ منډو سوځېدلي وؤ داسې بنګله دېش ته د ګټې لپاره د ۱۸۵ منډو اسان هدف په لاس ورغلی ؤ.

له دې وړاندې پېندۍ کې ترسره شوې وړومبۍ ټیسټ سیالۍ کې هم بنګله دېش پاکستان ته په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG