لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 9/11 د پېښې 23 کاله وروسته هم پاکستان کې ترهګري روانه ده، پښتنه سيمه یې تر ټولو زياته اغېزمنه کړې


په 11م ستمبرکال 2001 امریکا کې د ترهګرو بريدونو 23 کاله وروسته هم د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه کې مهم اتحادي پاکستان کې تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې. څیړونکي د دې علت د پاکستان د ریاست هغه تګلارې بولي چې د جوړولو په وخت یې د ولس باور نه وو ترلاسه کړی. او د 9/11 د پېښو وروسته پاکستان کې پيل شوې ناامنۍ او ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته پښتنه سيمه اغېزمنه شوې ده.

د 9/11 وروسته امریکا د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه پيل کړې او په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت ړنګ کړی وو، پاکستان هم دې جنګ کې د امریکې مهم اتحادي جوړ شوی وو.

پاکستان سره د امریکې امداد

پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا څخه 33 بيلينه ډالره ترلاسه کړي دي.

د کال 2018م په لومړۍ نېټه د امریکا د هغه صدر ډانلډ ټرمپ په اېکس [پخواني ټویټر] يو پوسټ کې ويلي وو، "پاکستان د امريکا نه 33 اربه ډالره مرستې اخستې خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي". پاکستان په خپله خاوره د ترهګرو ساتلو تورونه رد کړي وو.

پاکستان کې ترهګري

پاکستان د امریکې نه دومره لوی رقم ترلاسه کړی خو د 9/11 د 23 کلونو پس هم په پاکستان کې ترهګري ولې ختمه نه شوه؟.

دې پوښتنې ته په ځواب کې د امنيتي چارو کار پوه عبدالله خان وايي، "د ترهګرۍ خلاف نړیوال جنګ کې پاکستان د لومړي صف اتحادي وو، دغه جنګ پای ته ورسېدو خو په پاکستان کې په زرګونو خلک ووژل شول او اوس هم دا لړۍ روانه ده، اوهر کال په دغو وژنو کې اضافه کېږي. پاکستان په بنيادي توګه په پالیسۍ کې د هغه بدلون قيمت پرې کوي چې بطور رياست خو امريکا سره ولاړ وو خو د عوامو اعتماد يي نه وو ترلاسه کړي، درياست او د عوامو په سوچ او فکر کې ډير زيات تضاد وو".

پاکستان وايي، د ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې برخه جوړېدو له امله نه يواځي د زرګونو په شمېره کې پاکستانیان وژل شوي دي بلکې پاکستان ته د يو نيم سل اربه ډالرو معاشي تاوان هم اوښتی دی.

په پښتنه سيمه اغېزې

څيړونکي وايي د 9/11 وروسته چې پاکستان کی ترهګرۍ سر راپورته کړو نو تر ټولو زياتې اغيزې یې په پښتنه سيمه وشوې.

څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، پاکستان ته د دې جګړې دپاره امداد ترلاسه شوی دی خو بیا هم دې جنګ کې د ناکامۍ لویه وجه د يو جامعه پالیسۍ يا تګلارې نشتوالی دی.

"پاکستان سره هیڅ پلان نشته چې هر څومره جنګ وکړي بیا به مذاکراتو ته کښېني خو که مذاکرات کوي نو دا نه ده معلومه چې کوم خلک د ترهګرو تنظیمونو برخه دي او که هغوی ټوپک غورځوي نو هغوي لپاره به بيا څه کوي؟".

او څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزي وايي، "اوس هغه جنګ پاکستان کې او په خصوصي توګه پښتنه سيمه کې کوڅه په کوڅه خور شوی دی او چا له چل نه ورځي چې کېږي به څه؟ زما په خيال پاکستان نور دومره نه دی اغېزمن شوی څومره چې پښتانه که د پولې نه اخوا دي که ديخوا دي او يا په خصوصي توګه زمونږ قبايلي علاقې او د خېبر پښتونخوا سيمه، دا ورسره ډېره اغېزمنه شوې، زمونږ ښادي، جنازې، دفترې، بسونه، سکولونه داسي ځای نشته چې هغې باندې حمله نه وير شوي خودکش پرې نه وي شوي".

څيړونکي وايي د 9/11 ورسته په پاکستانۍ ټولنه کې د وړاندې نه موجو پولرازېشن يا د فکرنو اختلاف نور زيات او تشدود نه ډک شوی دی.

د پوهانو په نظر په دې سيمه کې د امريکي او ايتلافي ځواکونو د دوو لسيزو دپاره موجودګي په ډيرو حوالو ګټه وره هم وه او په دي سيمه کې د ناين اليون د پېښو د وړاندي نه د تندروۍ په ضد د امن خوښو خلکو دريځ هم د وخت سره روڼ او سم ثابت شو.

د پښتونخوا په اقتصاد اغېزې

امریکا کې د ترهګرو بريدونو وروسته پاکستان کې پيل شوې ناامنۍ د خېبرپښتونخوا اقتصاد ته هم په غټه کچه تاوان اړولی دی.

د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټريز صدر فواد اسحاق وايي، "دا اوس کال 2024 شو استحکام نشته خصوصا تاسو پښتونخوا وګورئ بلوچستان وګورئ دلته د ترهګرۍ پېښې کيږي، تاوان دپاره تښتونې، قلنګ اخستل، دا جاري دي که مونږ يېې منو که نه ي منو که مونږ يې ښکاره کوو که پټوو خو دا جاري دي خو چې کله پورې امن نه وي تحفظ نه وي نو پانګونې نه کېږي زمونږ په دې ملک باندې د ډي انډسټرلايزېشن يا صنعتونو کمېدو يو پړاو شورو دی د پښتونخوا خلک لګيا دي اسلام اباد يا پنجاب ته ځي روان دي او هلته چې کومه غټ صنعت دی هغه ځي دوبۍ ته ملايشيا يا بنګله دېش ته روان دي".

د 9/11 نه وروسته د پاکستان نزدې ټولو قبايلي سیمو کې پوځي عملیات شوي او ریاست لخوا ښه او بدو طالبانو اصطلاح سره سره وسله والو تنظیمونو سره مذاکرات هم شوي دي.

د ترهګرۍ ضد عمليات

اوس چې امریکا د افغانستان نه تللې، نو ايا پاکستان په يواځې سر د دې جوګه دی چې د ترهګرۍ پرضد کاميابي ترلاسه کړي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې څيړونکی تېمور خان وايي، "پاکستان د امریکې دپاره اوس هم يو مهم اتحادي دی او دواړو هیوادنو دپاره پوځي مرستې ډېرې مهمې دي او دا مرستې به روانې وي".

د غیر دولتي ادارې انسټيټیوټ آف سټراټيجيک سټډیز ترمخه، د 9/11 نه وروسته پاکستان کې د ترهګرۍ سېوا کېدو سره ډېر څه بدل شوي دي. لکه امن وامان برقراره ساتل ګران شوي، د پوځي عملیاتو په نتیجه کې پاکستان کې دننه خلک بې کوره شوي، د پوځي عملياتو له امله د قبايلي سیمو زراعت ته تاوان رسېدلی، او د رياست د پاملرنې د نشتوالي له وجې خلک د بنیادي ضرورتونو لکه تعلیم او د صحت سهولیاتو نه محرومه پاتې شوی دی.

د 9/11 په ترهګرو بريدونو کې که څه هم يو افغان او پښتون نه وو خو د افغانستان ترڅنګ د پاکستان پښتون مېشته سيمي اوس هم د دغه بريدونو وروسته جوړو حالاتو نه تيريږي.

د پاکستان پوځ اوس هم وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده او تر اخري ترهګرۍ د ختمولو پورې به روانه وي، او په وروستيو کې پوځ ويلي، هره ورځ د ترهګرۍ ضد د 100 نه زیات عمليات کوي، او د جون په مياشت کې پاکستان د ترهګرۍ او توندرۍ ضد د عزم استحکام په نوم نوو عملیاتو منظوري ورکړې ده.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG