لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي آر ايس ايس: پاکستان کې سږ کال 97 فيصده د ترهګرۍ پېښې په پښتونخوا او په بلوچستان کې شوي


د سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز رپورټ وايي چې د سږني کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 328 پيښې مخې ته راغلي چې پکې د امنيتي چارواکو په ګډون 722 کسان وژل شوي او 615 زخمیان شوي دي. (فایل فوټو)
د سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز رپورټ وايي چې د سږني کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 328 پيښې مخې ته راغلي چې پکې د امنيتي چارواکو په ګډون 722 کسان وژل شوي او 615 زخمیان شوي دي. (فایل فوټو)

د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سېنټر فار ریسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز تازه رپورټ وايي چې په پاکستان کې د روان کال په نهو مياشتو کې 2023م کال په پرتله 90 فيصدي د تشدد او د ترهګري پيښې سېوا شوي او نزدي 97 فيصدي ترهګرۍ پيښې په خېبر پښتونخوا او په بلوچستان صوبو کې شوي.

د سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز رپورټ وايي چې د سږني کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 328 پيښې مخې ته راغلي چې پکې د امنيتي چارواکو په ګډون 722 کسان وژل شوي او 615 زخمیان شوي دي.

رپورټ زياتوي چې د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې آې ايس پي آر ترمخه دا وخت هره ورځ 112 د ترهګرۍ ضد عمليات کيږي خو بيا هم دا وژنې ښايي چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په لويو سيمو کې رياستي عمل داري تر پام وړ حده کمزورې شوې ده.

د امنیتي چارو کارپوه محمد نفيس د په پاکستان کې د تشدد او د ترهګري زیات شوو پیښو د علتونو په اړه وایي:

” ترهګر او بېلتون غوښتونکي ډلې خپل مينځ کې عملياتي همغږي لري خو د هېواد چې کومې قانون په ځای کونکې ادارې دي د هغوي ترمنځ همکاري او همغږي نشته او دا د ترهګرو ډلو ته يو غوره ماحول ورکوي چې د تشدد لړۍ جاري وساتي خو بلخوا تر څو چې امنیتي ادارو ترمنځ همغږي نه وي نو د ترهګرو ضد به يو متحد تګلاره نه شي جوړېدې. “

‍د سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د اکتوبر په 6مه په کراچۍ کې يو برید په نتیجه کې 2 چينايي کار کوونکي وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

د چينايانو په قافله د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي (بي ایل اې) منلې، او دعوه یې کړې د مجيد بريګېډ فدايي يونټ يو ځانمرګي د چينايي ايجينيرانو قافله په هدف کړې ده.

د سي آر ايس ايس رپورټ وايي چې په پاکستان کې ترهګر ډلو د ځانونو بيا منظم کولو او مظبوطولو لړې جاري ساتلې ده او د غير مصدقہ اطلاعاتو نه ښکاري چې د ټي ټي پي سره د تړلو وسله والو ډلو شمېره 60 ته رسيدلي ده.

د امنیتي چارو ماهرين وايي که څه هم په ځمکه د ترهګرو ضد جګړه روانه ده خو فېصله کوونکي خلک په سياست کې بوخت دي چې له امله کوټلې تګلاره مخې ته نه راځي.

په امنیتي چارو نظر لرونکی خبریال او څېرونکي حق نواز خان وایي: ” دا بره چې کوم خلک ناست دي څوک چې فېصلې کوي، که هغه وزير اعظم دې او که د پوځ مشر دې د هغوي ماته څه سوچ نه ښکاري د هغوي ټول پام دا وخت سياست ته دې، د عمران خلک چې راوځي د هغوي وزیر اعلا نيسي خلک ې نيسي، که پوځ جنګ کوي هم سياسي خلک هغې ته پام نشته “

د سي ار ايس ايس رپورټ ترمخه د هدفي وژنو ضد د سياسي ډلو او په ځانګړي توګه لکي مروت، بنو او سوات کې د پوليسو قهر او غصه هم د امنيت خراب صورتحال په ګوته کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG