لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت او وزيرستان کې د هدفي وژنو پېښې شوي، بنو کې پرلت روان دی


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروت او شمالي وزیرستان کې په دوه بیلا بیلو هدفي بریدنو کې یو پولیس اهلکار او یو ځایي تن وژل شوي دي. بل لور په بنو کې د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ دوام لري چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک ګډون کوي.

‎پولیس چارواکي وايي د هدفي وژنې لومړۍ پېښه لکي مروت کې شوې او کور ته په رخصتۍ راغلی پولیس اهلکار په کور دننه په ډزو وژل شوی دی.

‎د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حیات وي او ای ډیوه ته وویل پولیس اهلکار منصور، بنو ضلعه کې یې په پولیسو کې دنده ترسره کوله، او په رخصتۍ خپل کور ته راغلی وو.

‎هغه وویل نوموړی د نورنګ تحصیل په نصرخېل سیمه کې د ماسخوتن لمانځه نه وروسته په خپل حجره کې نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

د لکي مروت پولیسو د ستمبر په میاشت کې د تحفظ لپاره احتجاجي مظاهره کړې وه خو د پینځو ورځو احتجاج وروسته د ځایي مشرانو په ډاډ یې احتجاج ځنډولی وو.

چارواکي وايي د هدفي وژنې بله پېښه د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې شوې، يو ځایي تن د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

د میر علي تاڼې چارواکو ويلي، په موټر سایکل کسان راغلي او د بريد وروسته تښتېدلي دي. د دوی په وینا کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې او پولیسو پلټڼې پیل کړې دي.

‎د پولیس اهلکار د وژنې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې خو د میر علي پېښې په اړه یې څه نه دي ویلي.

‎د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي چې پکې ګڼو پولیسو او پاکستاني پوځیانو ، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، فعالانو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بنو پرلت

‎په هغو ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه، جلسې او جرګې شوې دي او تازه بنو ضلعه کې د اکتوبر پر 21مه د ناامنۍ پرضد بیا احتجاجي پرلت پیل شوی چې نن په دریمه ورځ دوام لري.

دغه پرلت د سحر اته بجې پیل شي او ماسپښن دوه بجې پورې روان وي چې پکې ګڼ شمېر کسان ګډون کوي، ګډون وال یې د ناامنۍ پرضد په حکومت او پوځ سختې نیوکې کوي او وايي د دوی خاورې ته ناامنۍ د یو پلان سره راوړول شوې ده.

په بنو کې د احتجاجي پرلت وروسته له هغې پیل شو چې د اکتوبر په 21مه ځايي خلکو د ولسي پاڅون په نوم لویه غونډې کړې او ویلي یې وو، د جولایې په میاشت کې د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور لخوا دوی سره شوې لوظنامې په یوه خبره عمل نه دی شوی.

دوی تور لګوي د ژمنو عملي کېدو په ځای د دوی خلاف کرېک ډاون پیل شوی، چې ترمخه یې انتظامیې د پاڅون 300 نه زيات کسان په تهري ایم پي او کې بندیوان کړي او د بند پرمهال پرې تشدد شوی دی.

دوی وايي، د پولیسو د شلو نه زیات پولیس اهلکار د پاڅون سره د اړیکو لرلو په تور له نوکرۍ لرې کړي او په سیمه کې ناامني دوام لري.

‎انتظامي چارواکو او پولیس د بنو پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په ضلع کې د امن ټینګښت هڅې کوي.

‎دې نه وړاندې مرکزي او خېبر پښتونخوا حکومتونو او د پاکستان وسله وال پوځ په وار وار ویلي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

‎بنو کې د جولايۍ په مياشت کې د بنو پرلت 16 غوښتنې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې وې، چې په کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې د خلاصولو په شان مطالبې وې.

‎په يادو غوښتنو بيا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، د بنو سياسي مشرانو او تاجر مشرانو پکې ګډون کړی او دوی ته باور ورکړل شوی وو، چې غوښتنې یې ومنل شوې.

‎او بیا علي امين ګنډاپور په خپله بنو ته ورغلی او پرلت ته یې وينا کړې او پرلت نزدې يوه اوونۍ وروسته ختم کړل شوی وو.

‎بنو کې پاڅون او احتجاجي پرلت په داسې وخت کې کېږي چې هم روانه میاشت په خېبر ضلعه کې د پښتنو قامي جرګه شوې، او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه جرګې ته په وينا کې ويلي، چې په پښتنه سيمه کې چرته هم د بدامنۍ کومه پېښه کيږي، ټول ولس دې یې پرضد راووځي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG